
خصوصي پوهنتونونه، چټل دوکانونه
ولسمشر ته پرانیستی لیک
اجمل نیازی
په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون محصل یم، دا په خصوصي پوهنتونو کې متوسط پوهنتون ګڼل کیږي. نن چهارشنبه ده، استاد صنف ته راغی، د نړیوالو اړیکو درس لولو. ددغه استاد په اړه ویل کیږي چې له ایرانه نه ماسټري لري. استاد پر ناټو سازمان خبرې کوي، حیرانوونکې خبرې؛ وايي: (( ایران د ناټو مهم غړی هېواد دی)) همداسې نورې عجیبې او غریبې کوي. ماته درد راځي، ژړا راځي، دا مې درېیم کال دی چې د پوهنتون او لوړو زده کړو په نامه له دې حالت سره مخ یم. نه یې پرېښودلی شم او نه یې ویلی شم. یوازې دا استاد نه دی، بلکې هره ورځ مو همدا حال دی. د لوړو زده کړو د قانون له مخې زموږ استادان باید ماسټران وي، خو زموږ پر استادانو باندې زما کله شک راشي چې ښوونځی یې لوستی او که نه.
زموږ پوهنتون متوسط ګڼل کیږي، تر دې لوېدلي پوهنتونه هم شته، چې هلته به څه حال وي، استاد به څنګه وي او څنګه به درس ورکوي!!!؟؟؟
له خپلو څو ټولګیوالو سره مو د پوهنتون ادارې ته شکایت وکړ، هلته هم یو کس ناست وايي خپله مطالعه وکړی. لوړو زده وزارت ته ولاړو، هلته مو د خصوصي پوهنتونو له رییس او د هغه له یو بل ملګري یوازې بد چلند ولید. بېرته ناهیلی را ګرځېدلی یم، زړه مې درد کوي او دا لیک لیکم.
ولسمشره!
اوسنی خصوصي پوهنتونه له دوکان سره نه تشبه کوم، ځکه ځیني دوکانونه پاک دي، یخچال پکې شته او دوکانداران لږ تر لږه پوهیږي چې له خلکو سره څه ډول چلند وکړي، خو خصوصي پوهنتونونه زموږ ځوان نسل تباه کوي، هغوی د لوستو کسانو په نامه بې سواده ټولې ته وړاندې کوي او دا حالت بې څو کاله وروسته موږ له یو دیپلوم لرونکي نالوستي نسل سره مخ کړي.
د خصوصي پوهنتونو ریاست او په وزارت کې چارواکي د څو پیسو په بدل کې زموږ ځوان نستل تباه کوي. ددغه ریاست رییس امیر محمد کامه وال او په ځانګړي ډول ددې ریاست د یوې برخې مسوول فیصل امین چې د وزارت ویاند هم دی، په رسمي ډول له پوهنتونو پیسې اخلي. موږ چې په پوهنتون کې شکایت کوو او د فیس خبره کوو، هغوی واضح راته وایي چې هره میاشت درې زره ډالره باید وزارت ته ورکړي. تر سلو زیات خصوصي پوهنتونونه دي، که هر پوهنتون درې زره ډالره ورکړي، نو تر درې لکو ډالرو اوړي. د لوړو زده وزارت دغه مفسد چارواکي هره میاشت درې لکه ډالره اخلي، خو په بدل کې یې زموږ ځوان نستل د تباهۍ او جهالت کندې ته غورځوي. تاسې یو ځل دغه ریاست ته ورشی، یوازې له پوهنتونو نه، بلکې له محصلینو هم پیسې اخلي، تاسې به په دې ریاست کې د فساد ښکاره بېلګې ووینی. اسناد د یو استاد وي، خو یو بل څوک به یې پر ځای درس ورکوي. هلته یوازې اداري فساد نه، بلکې اخلاقي فساد هم چیغي وهی او فیصل امین ددغه فساد یوه ښکاره تابلو ده.
ښاغلی ولسمشر!
د یو استاد په توګه، د یوه لوستي په توګه، د یو داسې کس په توګه چې له علم او پوهنتون سره پاتې شوی یې، د خدای په لحاظ ددې حالت مخه ونیسه. مه پرېږده چې زموږ ځوان نسل تباه شي. مه پریږده چې د وزارت چاراکي او د خصوصي پوهنتونونو د ریاست رییس او بل غړی فیصل امین جیبونه ډک کړي او ځوانان تباه کړي. یو ځل یو راشه یو خصوصي پوهنتون وګوره، یو ځل د یو څو محصلینو غږ واوره او خپل مسوولیت ادا کړه.
موږ له ترشتوال نه شکایت کاوه، خو اوس له یوې بلا خلاص شوو، پر بله واوښتو، موږ وژغوره، ځوان نسل وژغوره او د افغانستان راتلونکی وژغوره!
د زړه له درده