
د نيک مرغه لوې اخترد مبارکو ورځو د رارسيدو په مناسبت خپل ټول نوميالي او وياړلي ولس ته او په ځانګړې توګه د شهيدانو ، معیوبينو او زخميانو ټولو هغو وارثينو او کورنيو ته چې ددې ستر ې ورځې د را رسيدو تر مخه يې شپې او ورځې د خپلو دوستانو په ویر کې ویرجنې تيرې کړي او يا همدا اوس د خپلو زخميانو او معيوبيونو د زخمونو د رغيدا په نیت پوره بې وزلې او بې وسه ناست دي ، د زړه له کومي مبارکي وايم او د هغوې ټولو سره په دغه ستر ازميښتت کې خپل ځان شريک ګڼم . همدا راز د خپلو شتمنو هيوادوالو څخه هیله لرم چې هغوې به د اختر په دې مبارکو ورځو کې د خپل مال او شتمنۍ د قربانۍ نه دریغ و نه کړي او ټول هغوې به ، چې همدا اوس د يوې مړۍ ډوډۍ له پاره د خپل ځان د زړه غوښې (کوچنيان ) د سرکونو په سر پلوري ، په خپلو خوښيو کې را ګډ کړی .
همدا راز خپلې درنې مور ته چې د هر اختر د خوشحاليو ورځ دخپل ورک شوی شهيد زوې په رايادولو سره په ویر او ژړا پيلوې اوتر څنګ يې ټولو هغوپتمنو ميندو ، خويندو ، یتيمانو او کونډو ته، چې زما دمحترمې مور په څیر د خپلو ورکو شهيدانو په تمه یي دهر اختر ورځ ویرجنه او خو شحالي یي په غم لړلې وي ، ددې اختر په مبارکو ورځو کې د زړه صبر او زغم دعا کوم ، او د ستر پيدا کونکي ذات څخه ورته اجر غواړم .
ددې تر څنګ خپلو ټولو هغو روڼ اندو ، منور و او د وطن په ازادۍ مينو زړو او ځوانانو ، ښځو او نرو ته چې همدا اوس دخپل برخه ليک د ټاکلو او په ازاد او خپلواکه ستر افغانستان کې د ازادو ننګياليو په څیرد ژوند کولو هوډ لري او په دې لاره کې دهیڅ ډول ځان ځارنې، سر ښندنې او هڅوڅخه دریغ نه کوی د زړه له کومي مبارکي وايم . او د پالونکې ذات څخه ورته هره ورځ اختر او هره ګړۍ د خوشحالۍ او سوکالۍ له پاره لاس په دعايم .
اې الله : زمونږ دا وياړلې هيواد د امن او سکون ځاې وګرځوې او ددې وياړلی هيواد ننګيالي زامن او لوڼه ستا په دين او د هيواد دخپلواکۍ په بیرته تر لاسه کولو نور هم وياړلی کړې . امين .
په درنښت
قريب الرحمن سعيد
دحزب اسلامي افغانستان پخوانې وياند ،او
په اروپا کې د حزب اسلامي د امن د جرګګۍ مشر