
لیکوال : برهان پکتین
د حقانیانو مهمو ریښو په تړاو یو شمیر لیکوالو په انټرنیټي سایټونو کې خپلې لیکنې خپرې کړې وې او په پکتیا کې د حقانیانو نارواوو په تړاو ما هم تر دې مخکې یو شمیر لیکنې خپرې کړي دي، خو د یادې پاکستانۍ شبکې له لوري لویې پکتیا ته د هر ډول نا امنۍ ګواښونو ته هیچا هم کومه ځانګړې پاملرنه ونه کړه،تر دې چې د پکتیا لویه غرنۍ جانیخیلو ولسوالي تر سقوط ورسیده او په احمدآبا،احمدخیل ، لژه ، آریوب ، څمکنیو او ډنډوپټان کې تر دې جدي د نا امنۍ ګواښونه شته او له مودو راهیسې له ډنډو پټان تر ګردیز او کابل پورې لار د جګړو له امله د ترافیکو پر مخ تړلي وي او مرکزي او ځايي امنیتي مسؤلین لا هم د فیل په غوږ کې ویده او د بې غورۍ خوبونه کوي.
د پکتیا نا امني د لویې پکتیا ، لوګر ، غزني ، میدان وردګو او پلازمېنې کابل نا امني ده او د امنیتي وضعیت ترینګلي کولو لپاره دا ځل پاکستاني حقانیانو له یو نوي تاتیکه کار اخیستی، چې تر ډیره ددې شبکې او د امارتي طالبانو تر منځ د اختلاف لامل هم شوی دی او هغه دا چې :
اوس په پکتیا کې د نشه يي توکو ، شرابو او ګڼو نورو نارواوو روږدي د هرې بلې چارې په پرتله ډیر د حقانیانو په کتارونو کې ولاړ دي او د یادې پاکستانۍ شبکې سلګونه نارواوو سربیره ، شوکمارۍ ، د کورونو غلاوې او د لارویانو لوټلو چارې تر سره کوي. په پکتیا کې د حقاني ډلې کسان اوس ډیر د دیني مدرسو زده کوونکي نه دي چې جګړو لپاره یې له پاکستاني حقانیو افغانستان ته د ترهګریزو بریدونو لپاره رالیږلي وي او په اردو ژبه یې د جنت قوالې ورکړي وي؛ بلکې په پکتیا کې د مور او پلار او کورنیو عاق کړل شوي چرسیان ، پوډریان ، شرابیان ، زناکاره او لواطت کاره اوس د حقاني شبکې مهم غړي دي. دا ډول کسان د یادې شبکې لپاره په پلازمېنه کابل کې هم پراخ فعالیتونه تر سره کوي او له کړنو یې ټوله لویه پکتیا ښه خبره ده، چې ددې ډول نارواوو شتون په تړاو په ځلونو ځلونو د امارتي طالبانو او حقاني شبکې تر منځ د اختلاف ټکي تر وسله والو جګړو ورسیدل او امارتي طالبانو قطعا په دې تړاو خپل اختلاف څرګنداوه، خو حقانیانو بیا ویل چې دوي له همدې کسانو ښه ګټه اخیستلای شي او په دې تړاو تر اوسه ددوي تر منځ د اختلاف ټکي او له دې ډلې د امارت جلا کیدلو یوازینی لامل همدا دی. په دې تړاو به زه د څه وخت وړاندې د یوې مستندې اوریدلې پیښې د عینې شاهد کیسه راواخلم تر څو د اړوند مسؤلینو ښه او کره سر پرې خلاص شي او د حقانیانو د نارواوو په حقیقت ښه پوه شي.
د کابل په کارته نو سیمه کې کور ته نږدې د یو ملګري په درملتون کې ناست وم چې د ملګري مې یو بل خوستی آشنا راغلو او وروسته له ستړې مه شې یې له خوستي آشنا څخه وپوښتل چې له هاغه پکتیاوالو سره دې لانجه څنګه شوه؟. خوستي آشنا له یو سوړ اسویلي وروسته ورته وویل چې بس په هماغه تاوان تر اوسه شړېدلې پاتې ده. ددوي تر منځ د خبرو زما تلوسه دې ته زیاته کړه چې په اصلي پیښه زه هم پوه شم او چې مې خوستي آشنا ته وویل چې اصلي خبره څه ده نو له یو بل اوږد سوړ اسویلي وروسته داسې په خبرو پیل وکړ:
- د لوګر اصلي اوسیدوونکي چې ډیر وخت یې په پکتیا کې تیر شوی ؤ او په پکتیا ، د لوګر په فاتخاب او دغه راز جلال آباد ښار کې یې کورونه لرل د تجارت ګډ کار پیل کړ. د وختونو له تیریدو وروسته مې په خپل شریک کې د غلا او غبن څه ټکي تر سترګو شول او له نورو مې هم واوریدل چې دا خلک چندانې په پوست نه دي پاک. په لومړیو کې مې شریک راته ویل چې یوازې یې په جلال آباد کې کور دی خو وروسته یې د لوګر فاتخاب دښتې کابل ګردیز سړک سویل لور ته د برښنا نویو پایو په بهیر کې د برښنا نوې پایې تر مخ یو لویه څلور برجه کلا هم راته معلومه شوه چې په همدوي پورې اړوند وه او شریک یوه میرمن په جلال آباد او بله یې هم د فاتخاب دښتې دې وروستۍ کلا کې له نورو وروڼو او تره زامنو سره اوسي. کله چې مې د تجارت کار د بیلولو ورته وویل نو لانجې یې راسره پیل کړې تر دې چې ما ته یې لانجه جوړه کړه او هغه داسې چې؛ له کابل څخه یې جلال آباد ته زما زوی روان کړی ؤ او د لارې په اوږدو کې یې غله ورته برابر کړي وو چې زما زوی له دوي څخه وتښتوي او په بدل کې یې له ما څخه پیسې واخلي. د زوی له نیول کیدو او د غلو اخطارونو له دوي سره له شراکت بیلولو چارې تم کړم او د خپل زوی راخلاصون لارې چارې مې لټولې، ځکه زه په لومړيو کې ددوي په دې دسیسه نه پوهیدم او چې کله مې غلو ته د پیسو برابرولو کار وکړ او په یو چل مې د پیسو تسلیمولو چاره بشپړ کړه او زوی مې راخلاص شو، نو د زوی او نورو خواوو معلوماتو له مخې راته دا کره روښانه شوه چې شریک مې د لوبې اصلي لوبغاړی دی او چې په دې تړاو مې ورسره د ثبوتونو له مخې لانجه پیل کړه، نو دا ځل یې ګواښونو او زورواکیو نور هم زور واخیست. کله مې چې په پکتیا کې ددوي د اوسیدو سیمې سپین ږیرو ته ننواتې وروسته نو هغوي هم ددې پردۍ کورنۍ له نارواوو سر ټکاوه او یو کس چې یې پک تندی درلود راته وښودو چې دا ستا د شریک د تره زوی دی او له کلي شړل شوی ، چرسي ، پوډري او شرابي زوی یې اوس د حقاني لخوا د ولسوالۍ ولسوال دی او له حقانیانو سره یو ځای په لویو غلاوو او د لارو لویو او وړو موټرو او مسافرو په لوټلو لګیا دی او پلار یې له ټول کلي پوروړی دی. د کلي سپین ږیرو دا هم وویل چې ستا شریک سره د کلي جومات ملا امام زوی لانجه هم راغله او د ملا له زوی څخه یې په یوې شریکه معامله کې له شلو زرو زیات ډالر غلا کړي وو او د کمپنۍ لخوا تاوان د ملا په زوی راغلو او کله چې یې ستا له شریک سره دعوه پیل کړه نو هغه ورڅخه په زور پیسې وغوښتې او چې موږ ته خبره راورسیده او ستا شریک ته مو وویل چې تاوان سره په ګډه نیم نیم کړئ، نو ستا همدې شریک چې اصلا لوګری او ټوله کورنۍ یې پخوا له حزبیانو او اوس له پاکستاني حقانیانو سره دی وویل چې : (تاوان د ملا زوی کړی او نعوذب الله ملا خو څه خدای نه دی، چې زه تاوان ورسره نیم کړم). نو له هماغې ورځې مو په دې تړاو هرې ننواتې ته خپله ناتواني بیان کړې ده او دې لوګرۍ کورنۍ چې کلونه پخوا د پکتیا احمدخیلو ولسوالۍ حسن خیلو کلي ته راغلې ده په کلي کې یې ګڼ شمیر بې ګناه کسان وژلي دي. ما چې ددې سپین ږیرو دا خبرې واوریدې، نو خالي لاس ترینه راغلم او دا دی په شریک تجارت کې د کړي تاوان سربیره یې رانه د زوی تښتونې په دسیسه کې له یو لکو زیات ډالر ووهل او اوس حیران پاته یم چې څه وکړم؟!.
خو تر اوسه پورې نه د پلازمېنې چارواکو ، امنیتي مسؤلینو ؛ ملي امنیت ، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د حقانیانو او د غلو ډلو دې نارواوو ته کومه پاملرنه کړې او نه هم د پکتیا فاسدې ادارې پرې غوږ ګرولی، تر دې چې ددوي دې نه پاملرنې او د فیل په غوږ کې ویده کیدل د لویو ستونزو راولاړیدو سبب شول او ولسوالۍ سقوط او یو شمیر نورې یې د سقوط له ګواښ سره مخ دي، نو که چیرې امنیتي مسؤلین او چارواکي په لویه پکتیا ، لوګر او په کابل کې د حقاني شبکې سرچینو ځایونه ځانته برملا او له منځه یو نه سي، نو لرې نه ده چې پکتیا او خوست به ډیر ژر د کندز په څیر له بشپړ سقوط سره مخ شي، چې بیا به پرته له پښیمانۍ بل هیڅ نه وي ورته پاتې.