
غور، هرات، فراه، هلمند، نيمروز او کندهار د افغانستان لوی ولايتونه دي.
د ځمکني د پراخوالي له مخې کابو د افغانستان نېمايي تشکيلوي.همدغه ولايتونه تقريبآ تر نورو ولايتونو ډير نا امنه دي. که د افغانستان دولت ياد ولايتونه هر يو په دوو ولايتونو تقسيم کړي، نو لاندې لاسته راوړنې د ملي ثبات،د وطن د پرمختګ، او د دايمي او تل پاتې سولې لپاره اړينې بولم:
1 - د ولايت شته واکونه او مسؤليتونه به په دوه برخو وه ويشل شي او په دې ډول به تقسيم شوي کارونو او مسؤليتونو ته لاس رسی اسانه شي.
2 ـ نوې ښارونه،ښارګوټې،بازارونه،ولسوالۍ او کلي به منځ ته راشي.
3 ـ ملي (لویې) لارې،فرعي لارې،ښوونځي ،مدرسې،پوهنتونونه، روغتونونه، جوماتونه ... به اباد شي.
4 ـ دښتې،شاړې،ځنګلونه،غونډې به ابادې او دزراعت په برخه کې به خورا پرمختګ و شي.
5ـ د بې کاريو کچه به تر صفره راټيټه شي.
6 ـ راستانه شوو او راستنېدونکو کډوالو ته به استوګنځايونه پيدا شي.
7 ـ د هيواد او يادو سيمو د سېاسي،اقتصادي او اجتماعي پرمختګ او ارتقاء نوې بهير به پېل شي.
پوهېږم چې په اوسني شرايطو کې دا طرحه لوېې پلان جوړنې، غټې بودېجې او موثر تطبيق ته ضرورت لري،خو د حکومت لپاره شونې ده.
په يادو ولايتونو کې نا امنۍ،وروسته پاتې والې (نورو ولايتونو ته) فکري ټيټوالې او د مذهبي توند لارو ډيرښت د حکومت څخه د فاصلې په مانا دی.
څومره چې خلک له حکومت (کنترول) نه لرېوي،هومره خود سري زیاتيږې.
نو په دې اساس د لويو ولايتونو تقسيم د اوسني بهرانونو نه د وتلو حل لاره ګڼم.
ميوند ياد