د بهرنیو اسعارو کارول؛ زیانونه اوکنټرول یې:

 
د ګران هیواد افغانستان په زیاتو برخوکی په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه کیږي، چې په دې سره افغانی خپل ارزښت له لاسه ورکوي، چی نتیجه کی د توکو بیې لوړیږی او د هیواد په داخل کی انفلاسیون منځته راځی. د هیواد وګړی بې روزګاره کیږی، بی کاري نهایی حد ته رسیږي، د وګړو د ژوند سطحه ټیټیږی او غربت اوج ته رسیږی.
د مرکزی بانک د پالیسی په اساس او د هیواد د وګړو د ملی احساس له مخی که په بهرنیو اسعار راکړه ورکړه بنده شی افغانی بانک نوټونه ارزښت ترلاسه کوی، دتوکو بیعی ، انفلاسیون کمیږی ، روزګار وده کوی او غربت کچه کمیږی.
داقتصاد پوهانو په اند که افغانی بانک نوټونه د بهرنیو اسعارپه مقابل کی ثابت پاتی شی ، نو دابه یو ښه خبر وی  دهیواد داقتصادی پرمختګ او سوداګریز توازن لپاره. په افغانی بانک نوټونو د وګړو باور زیاتیږی ، سوداګرخپلی ټولی تدارکاتی معاملی اوپانګه اچونه په افغانیو ترسره کوی.
د بهرنیو اسعارو د استعمال او انفلاسیون مخنوی:
د بهرنیو اسعارو د استعمال او انفلاسیون د مخنوی لپاره دولت له لاندی تدابیرو څخه کار اخیستی شی:
v    پولی تدا بیر
په پولی تدبیرکه دولت کولای شی د پیسو په رسولو ( عرضی) او موجوده پورونو د بدلون له لاری اقتصادی چاری تر خپلی اغیزی راولی  چی نوموړی تدابیر د مرکزی بانک له خوا تصویب کیږی ، په اسانی سره کولای شی انفلاسیون او دبهرنیو اسعارود استعمال کچه کمیږی.
v    د محصولاتو زیاتول
د محصولاتو زیاتوالی ددولت لپاره یو اغیزناکه طریقه ده چی بهرنی اثارو چلند او انفلاسیون کچه کمه کړی یا یی لمنځه یوسی. دا په دی مانا چی صنعتی او کرهنیز محصولات د هیود په دا خل کی وده وکړی تر سو د هیواد وګړی وکولای شی چی نوموړی محصولات په اسانی سره په کمه بیعو تر لاسه کړی.
v    ده قاچاق کنترول
دا هم یو اغیزناکه لار ده چی دولت کولای شی انفلا سیون او بهرنی اسعارو راکړه ورکړه په داخل ده افغانستان کی له منځه یوسی نو دولت باید ټو هغه توکی چی پاکستان او یا نورو ګاونډی هیوادونو ته په پټه واریدیږی کنټرول کړی.
v    صنعتی سوله
دولت باید صنعتی سوله کنټرول وساتی تر سو د توکو تولید او رسول جاری وساتل شی او کمښت ونیول شی.
v    دعوایدود کسر (کمښت) پوره کول:
د افغانستان دولت باید د عوایدو کسر، پراختیای لګښتونه د اضافی پیسو د چاپاویا دبهرنیو اثارو
په کارولو پوره نه کړی. دولت باید په بودیجه کی کسر( کمښت) د ما لیاتو او سپماله لا ری پوره کړی.
v    ساده ژوند اختیارول
دا چی افغانستان د اقتصاد له پلوه یو وروسته پا تی هیواد دی او څه د پاسه درې لسیزی په هیواد کی جنګ روان دی. اقتصادي وده په ټپه ولاړه ده. نود دولت کارکوونکی، سیاسون او عامو وګړو ته پکار دی چی ساده ژوند اختیار کړی.
 
شمس الحق(حسنزی)