
د فارک په نامه یاغیان له ۴۷ کلونو را پدېخوا د کلمبیا دولت د مسلحو ځواکونو سره په جکړه اخته وو.
د کلمبیا دولت د امریکا میلیاردونو ډالرو، روزنه او د پټو معلوماتو د تبادلې په مرسته توانېدلی و چې د فارک یاغیانو پر وړاندې خپلې جکړې ته پراختیا ورکړي.
اروپایي ټولنې په ۲۰۰۲ کال کې د امريکا په ملتیا فارک د یوې تروریستي ډلې په نامه معرفي کړه.
فارک ډله د نورو یاغي ډلو په منځ کې خورا ډیره مخینه لري چې په ۱۹۶۴ کال کې د یو مارکیستي حکومت د رامنځته کېدو په موخه د یو مسلحانه جکړې له پاره جوړه شوه.
بلآخره نن د فارک یاغیانو له پنځو لسیزو جګړو وروسته د کلمبیا له دولت سره د یوې تلپاتې سولې تړون د لاسلیک خبر د هاوانا په پلازمینه کوبا کې اعلان شو په کوم ځای کې چې په جګړه کې ښکېل اړخونه له ۲۰۱۲ کال نه را پدېخوا د سولې په مذاکراتو اخته وو.
په دغه اوږده جګړه کې ۲۲۰ زره تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په میلیونونو نور زیانمن شول.
يا الله موږ هم سوله غواړو