
حبیب الله کلکاني ( بچه سقاو) بې سواده، غل، داړه مار او انسان تښتوونکی و، چې لمړیو کې په کلکانو کې د ملک محسن مزدور و. ملک محسن د شاه امان الله خان سره سخته دښمني له دې امله لرله چې نومړی یو اصلاح راوړونکی، ولس لپاره د زده کړې زمینې برابرولو، عصریتوب، سیمې او نړۍ سره د ځان برابرولو غوښتونوکې وه، څرنګه چې د سقاو ځوی بادار د شاه امان الله غازي سره دښمني لرله له همدې امله ده هم د غازي او هغه کړنو څخه نفرت کاوه، بادار (محسن) ځکه وشاړه چې له هغه څخه یې غلا کړې وه، سقاو ځوی له څه مودې وروسته په عسکرۍ که شامل شو، نوموړی د خپل عادت له مخې په غلاء کې مهارت درلود او نه یې شو کولای د غلاء او داړه مارۍ یاد عادت هېر کړي د عسکرۍ په موده کې هم په غلا ونیول شو او زنداني یې کړ له څه مودې بند تېرولو بېرته خوشې کړای شو.
تر ډېره وخته د ډېورنډ کرښې هاخوا په پاړه چنار کې اوسېده، هلته هم په غلاء ونیول شو او زندان کې واچول شو، څرنګه چې د سقاو ځوی انګرزي استخباراتو سره لار لرله پرته د ځنډ څخه ډېر ژر له زندان څخه خوشې شو، د یو زنداني د بند څخه ویستل يواځې د استخباراتو کار کېدای شي ځکه هغوی یې د استخباراتي او جاسوسۍ موخو لپاره کاروي، د سقاو ځوي خوشې کېدل هم په همدې موخه وه.
د سقاو ځوی انګریزانو له لوري دې ته هڅول او ډاډ ورکړل شوی وه چې د امان الله خان او د هغه د پادشاهۍ مخالفت وکړي، همدارنګه انګرېزي استخباراتو له خوا ګمارل شویو ملایانو هم سقاو ځوی دې ته اړ کړی و چې غازي امان الله خان کافر دی او پر وړاندې یې باید مخالفت وکړي،
نوموړی د بېلابېلو ډلګیو په جوړولو سره د امان الله خان د کړنو خنډ ګرځېده، شاه امان الله خان نه غوښتل چې ده سره د جګړې لاره غوره کړي ځکله خو يې ورسره ډول، ډول د نغدو پیسو او اسلحو د ورکړې تړونونه لاسلیک کړي وه، کله به یې چې یوه غوښتنه ومنل شوه د بلې غوښتنې پوره کولو تقاضا به یې کوله، لنډه داچې سقاو ځوی د انګرېزانو په مرسته او همکارۍ غازي امان لله خان دې ته اړ کړ چې هېواد پرېږدي جلاوطني غوره کړي او خپله د واک چارې په لاس کې واخلي، ډېر داسې اسناد او شواهد شته چې انګرېزانو د امان الله خان پر وړاندې توطئې جوړولې او د اماني پادشاهۍ سقوط لپاره یې د هر ډول ممکنه لارو کار اخیستی وه.
اوس دا باید ووایم چې ولې ښاغلی عبدالله، عبدالله ته اوسنی سقاو وایم!
لمړی خو زه پدې شکمن یم چې ښاغلی عبدالله عبدالله بشپړ ډاکټر ندی، نوموړی د جهاد په دوره کې د یوه محلي قومندان سره د دې لپاره پاتې شوې، کوم مجاهدین چې به په جګړه کې سطحي ټپي کېدل درملنه او پالنه به یې کوله، هماغه وه چې دې ښاغلي د جهاد نوم څخه په ګټې اخیستنې تر دې ځایه ځان شتمن او بډایه کړ چې اوس د ټول افغان ولس مشرولۍ او ریاست جمهورۍ دعوه کوي، زه یې ډېر پخواني ژوند باندې ژور بحث نکوم ځکه موضوع بله خوا لاړه نشي راځو د ۲۰۰۹ کال جمهوري ریاست ټاکنو ته چې پکې دې ښاغلي لخوا د هر ډول درغلیو درېغ ونه شو، همدارنګه ډول، ډول فشارونه او وړاندیزونه د بېلابېلو لوري لخوا وشول خو چون پخوانی جمهور رییس، د جمهوري ریاست ټاکنو کې د ده مخکښ نوماند په دې پوهېده چې په واک کې د داسې لانجمن او دعوه یي سړي چې تل شخصي او سمتي ګټو ته ژمن دی ملي ګټې او ملي شتنۍ په نوم څه نه پېژني، راتلل په راتلونکي کې یو ستر ناورین زېږوي، ملا یې وتړله او د بهرنیو له لوري د هر ډول فشار او اختارونو ته سینه سپره کړه، او په واک کې د شریکولو مخه یې ونیوله، زه دا نه وایم چې حامد کرزی د هېواد لپاره ډېر ګټور وو ښاغلي حامد کرزي هم په خپل وخت کې ډېرې غلطۍ او تېروتنې درلودلې، دا وایم چې په واک کې د داسې سړي شریکېدل یې نه د کورنیو او نه هم د بهرنیو ناورین جوړوونکو سره ومانه ښاغلی کرزی پدې پوهېده چې دا سړی د هر راز ستونزې او شاتګ لامل کېدای شي، ځکه یې د هر ډول وسلیې څخه د عبدالله په واک کې نه شریکولو لپاره ورځینې کار واخیست.
وروستیو جمهوري ریاست ټاکنو ته که لنډه کتنه وکړو، ټول ملت شاهد دی کله چې په لمړي ځل رایه اچوونه وشوه ښکاره ده چې عبدالله عبدالله د خپل سیال نوماند اشرف غني څخه مخکې وه هغه چې په کوم ډول او څرنګه یې ځان په لمړي پړاو ټاکنو کې ځان تر نورو نوماندانو مخکښ کړای وه بحث پرې نکوم، خو چون د اساسي قانون له مخې ښاغلي عبدالله عبدالله پنځوس جمع یو (۵۰+۱) د ټولو رایو نه وې پوره کړې نو ځکه باید ټاکنې دویم پړاو ته تللای وای، دا چې ښاغلی عبدالله او ټاکنیز ټیم یې تر کومه ځایه، په کومه کچه، د چا په مرسته او له کومو لارو تر نورو نوماندانو ځان د کتار په سر کې راوستې و، وخت به پرې قضاوت وکړي، دا ورسره ټولو نوماندانو او هم افغان ولس ومنه خو بیا هم باید ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي.
د ټاکنو دویم پړاو ته تیاریانې ونیول شوې لنډه داچې دویم پړاو ټاکنې د هېواد په هر امن ځای کې ترسره شوې هېوادوالو او افغان ولس خپله مېړانه او سرښندنه پدې ورځ ټولې نړې ته وروښودله، ښه بېلګه یې د دویم پړاو ټاکنو په ورځ د یو افغان سړي زوی مړینه وه پدې ورځ یې د خپل زوی مرګ پدې خاطر له کلیوالو تر مازیګره پټ وساته چې ټول کلیوالو د رایو صندوقونو ته ورشي او خپلې برخلیک جوړونکی رایې وکاروي، د همدې سرښندنو او قربانیو پایله وه چې ښاغلی ډاکټر اشرف غني په رایو کې څو سلنه د عبدالله عبدالله څخه مخکې و، پدې پړاو کې هم د دواړو لوري درغلي ډېره وه خو داځل د ملت غوښتنه تر ډېره پوره شوې وه، د دې پړاو رایو په شمېرنې سره څرګنده شوه چې ښاغلی اشرف غني د افغانستان منتخب جمهور رییس دی.
چون زموږ په هېواد کې له پخوا راهیسې د پردیو سارګرو ادارو او شبکو خپل ځانګړی نفوذ درلودی دی له همدې امله وه چې د ټاکنو په کمیسیون د بېلابېلو کړیو له لوري فشارونه زیات شول او د ټاکنو اصلي پایېلې اعلان وځنډېد ولې ملت ته ښکاره وه چې څوک ګټونکی او څوک بایلونکی دی.
عبدالله عبدالله او ټیم یې د پراخو درغلیو (فساد ګسترده) چې تر ډېره د همدوي له لوري شوی وه او وروسته څرګنه شوه چې کوم لوري ډېرې درغلې کړې وې دعوه واچوله، اشرف غني او ټیم یې په لمړیو کې ښه په زغرده خپل ګټل ونماځل خو وروسته چې پرې د بېلابېلو لورو څخه فشارونه وارد شول، ځانونه سست کړل او د هغو لمړۍ غوښته هغه چا چې په ټاکنیزه موده کې د دوی درغلیو مخه نیولې وه د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ضیاءالحق امرخېل استعفاء ته اړ کول وه ورسره ومنله، بیا د څو ولایاتونو د رایو بیا شمېرنه وه، وروسته د ټولو ولایاتونو له سره رایې شمېرنه غوښتنه وه د ټاکنو خپلواک کمېسیون، اشرف غني او ټیم يې ورسره ومنله خو بیا هم د عبدالله عبدلله او د هغه ټیم په فرمایش د کورنیو او بهرنیو رنګا رنګ نظارت کوونکو، څېړونکو او د عبدالله له لوري په ټاکنیز نظام کې استخدام شویو متخصیصو مشاورینو په شتون سره د ټاکنو بایلونکی راووت خو په چا یې منې،
د اوږدو ټاکنیزو ناندریو او لانجو څخه وروسته په ښکاره د بهرنیو لاسوهنه وه چې جان کیري کابل ته راغی دواړه لوري یې دې ته وهڅول ترڅو د افغانستان په تاریخ کې هغه څه چې تر اوسه نه وه تجربه شوی ومني او د افغان ستر ولس هیلو، امیدونو ته خاورې وشیني، د ټاکنو په ورځ ټولې ناخوالې، سرښندنې هېرې کړي او داسې برخلیک ورته وټاکي چې دې ستر ملت ته هېڅ په درد دوا نشي.
زه خو له اوله پدې اند وم چې دا مهال زموږ د هېواد برخلیک ټاکل د بهرنیانو په واک کې دی، خو ضمیر مې نه منله کله چې د اوږدو انتخاباتي لانجو وروسته د حل لپاره افغانستان ته جان کېري راغی د افغان حکومت سیاسي جوړښت یې داسې بدل کړ چې تاریخ کې د داسې سیاسي جوړښت تجربه نه وه شوې، اجرائیه ریاست یې رامنځته کړ، د دې ریاست په رامنځته کېدو سره د ټاکنو ستونزو ته حل وموندل شو خو د افغان ولس سترې قربانۍ له پامه وغورځول شوې چې د رایې ورکولو په ورځ یې له ځانه ښودلې وې هغه چې ماته مې تاریخ ویلي وو افغان ولس په ګونډو کړې، نن یې شاهد وم برخلیک یې راته داسې وټاکه چې افغانان به پنځه کاله په خپلو کې سره اخته وي خپل منځي اختلافات به لاپسې ډېر او اوږده شي. د نړۍ له بل هر نوي وړاندې تک، ټکنالوژیکي، عصري سیستم، پرمختګ او پراختیایی ډګر څخه به پاتې وي دا د کیري راتګ وه، عبدالله ته هم همدا سوژه د خپلو بادارانو له لوري ورکړل شوې وه چې تر ډېره پکې بریالی شوی دی،
د امریکا متحده ایلاتو بهرنیو چارو وزیر جان کېري بیاځلې راتګ هم نه یواځې افغانانو ته وښوده بلکې نړۍ والې یې هم پدې پوه کړل چې د ځینې ولسونو برخلیک ټاکل زموږ په لاس کې دی، هغې چې راته لا د پخوا د ستونزو او لانجو ډک د ملي وحدت حکومت تر نامه لاندې حکومت جوړ کړی وو او بیا یې د غزولو تاکید وکړ لا مې د تاریخ کرښې په ذهن کې دروغ ثبت شوې هېواد مې تش په نوم خپلواک او ازاد وګاڼه، زما هېواد خو داسې نه وو ماته مې چې پلار او نیکه کومې کیسې کړې وې هغه خو ټولې غلطې وې چې وویل دلته روس، انګرېز او د نړۍ سترې امپراتوریانې ورانې او ړنګې شوي دي.
خو زه اوس پدې پوه شوم هېواد او ولس ته ژمن کسان چې پخوا وو اوس نشته تاریخ سم لیکل شوې په وطن مین او وطن ته وفادار نشته، دا مهال وطن دوست هغه دی چې شخصي ګټې یې په زیان کې وي او دې له واک څخه بهر وي نو دې تر هغه د وطن دوستۍ او ولس پالنې ناره او چغه وهي ترڅو یې شخصي ګټې خوندي شي، تاریخ سم دی ولې اوس داسې ډلې هم شته چې د ملي ګټو او بیت المال په نوم څه نه پېژني، دلته اوس د غریب او فقیر په نوم څوک نه پېژني که د ولس ۸۰ سلنه خلک هم د حکومت د کړنو څخه ناراضه وي خو چې د دوي ګتې خوندي وي باید دوام وکړي، دلته ټول هغسې ندي کوم ډول چې نارې او چغې وهي د دوي شعار او عمل ترمنځ ډېر توپېر او پراخ واټن دی.
راځم دې ته چې د عبدالله عبدالله د یو بل پسې غوښتنو منل افغان ولس ته د منلو او زغملو وړ ندی، د ټاکنو راپدېخوا که وګورو نوموړي د اشرف غني سره په ګمارنې کې هم بېلابیلې غوښتنې او لانجې رامنځته کړيدي، د هېواد هر پرمختګ مخه یې په ګمارنو کې د لانجو رامنځته کولو سره ډب کړېده، د یوې غوښتنې په پوره کېدو سره بله زېږېدلې ده، هر څه ورسره ومنل شول او لا منل کېږي خو اوس دا چې د سقاو ځوی قبر پلټنه باید وشي او په حکومتي ځانګړو مراسمو لکه د داود خان په څېر خاورو ته ورسپارل شي هېڅ چاته د منلو او زغملو وړ نده.
ښاغلي عبدالله عبدالله او پلویانو یې دې سره ښکاره کړه چې د هېواد تاریخ، ملي اتلانو او اصلیو بچیو توپیر د هېواد غلو او داړه مارانو سره نشي کولای پدې کار سره یې خپله غله او غله پالنه څېره ټول ولس ته وښودله چې ښاغلی عبدالله د غلو، پردیو استخباراتو اجنټ د هېواد د خپلواکۍ ستر دښمن ملاتړی دی او پالنه به یې کوي، دا کار د افغان ولس لپاره د زغملو ندی، پداسې حساس وخت کې چې له یوه پلوه مو هېواد د پردیو استخباراتي فکري او نظامي یرغل سره مخ دی او له بله پله ښاغلی د خپلو شخصي او سمتي غوښتنو د پوره کولو لپاره بډې رانغښتي تر څنګ یې د داسې یو شخص لپاره چې په تېر تاریخ کې غل او د پردیو استخباراتو اجنټ پاتې شوی په حکومتي ځانګړې کچه د خاورو سپارولو غوښتنه کوي، ویلای شم چې د سقاو ځوی د اماني دورې ستر غل، داړه مار، د هېواد پرمختګ او عصريتوب مخه یې نیوله او ښاغلی عبدالله عبدالله د اوسنی دوری سقاو دی، دا ځګه په داګه ویلای شم که دې ښاغلي په لمړیو کې د ټاکنو پایېلې منلای وای ګران هېواد افغانستان به مو څو قدمه مخ په وړاندې تللای وای همدارنګه د داسې انسان چې د هېواد خپلواکۍ ته یې ارزښت ورنکړ چا چې په زور د سور انګزېز څخه هېواد پاک کړ، د وطن ابادۍ، زده کړې، عصري توب او تکنالوژیکي پرمختګ لپاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کولې دې ده اړ ویست چې جلا وطني غوره کړي، د هغه سړي ملاتړ کوي ځکه خو ډاکټر عبدالله عبدالله اوسنی سقاو بللای شو.