
د ځمکې په اړه د پخوانیو سوالونو څخه یو دا هم دی، چې د انسان په نشتون کې به ځمکه د کومو تغییراتو شاهده وي، ځکه چې بشر همېشه د ځمکې د مرګ او راتلونکي په اړه په فکر کې دي.
په دې اړه ځینې تخیلي نظریات شتون لري، کوم چې ښایي، اختمالاً کوم تحولات، څومره وخت وروسته د انسان له منځه تلو سره سم منځته راځي.Mind warehouse شرکت د لومړی ځل لپاره د دغې پېښې د واقع کېدو وروسته د ځینو احتمالي پېښو د رامنځته کېدو په اړه دمطرح شوي سوال لپاره ، ځینې ځوابونه وړاندې کړل، چې په لاندې ډول دي.
دانسان له منځه تلو څو ساعته وروسته به د ځمکې په مخ روښانه څراغونه مړه شي، ځکه چې د برق اکثریت منابع به له کاره ولویږي، خو ابي برقي منابع به څه وخت خپل فعالیت جاري وساتي. ۱۰ لس ورځې وروسته به ځنګلي او کورني حیوانات له منځه ولاړ شي، او لوی لوی د سپي په څېرحیوانات به رامنځته شي کوم چې نور حیوانات به ښکار کړي.
یوه میاشت وروسته به په ټولو هستوي ریاکتورونو کې سړونکي اوبه تبخیر شي، کوم چې به په ټوله ځمکه کې د چرنوبیل (په ۱۹۸۶م کال داوکراین دچرنوبیل په سیمه کې دهستوي بټی دوړانګو دانتشار پېښه،کومې چې دروسیې دلویدیځو څنډو او ټولې اروپا د هوا دککړېدو سبب وګرځېده. ) دپېښې په څېر تغیيرات رامنځته کړي.
یو کال وروسته به ټولې مصنوعي سپوږمکی ځمکې ته سقوط وکړي. ۲۵ کاله وروسته دځمکې زیاتره برخې به دسختو ځنګلو په واسطه وپوښل شي،او ځینې ښارونه خو به دشګو په واسطه په مکمل ډول دفن شي.
۳۰۰ کاله وروسته به فلزي ساختمانونه،پلونه او لوی لوی برجونه د تدریجي تخریب له امله وغورځیږي،او په دې موده کې به دایفل برج هم رانسکور شي. په پای کې ۱۰ زره کاله وروسته به دځمکې په مخ یواځې دانسان دلاس هغه څه پاتې وي چې د تیږو څخه جوړشوي وي.
څه موده وړاندې دکلمبیا په یو پوهنتون کې نجوم پوهانو دځمکې په اړه نظر ورکړ:(که چېرې ځمکه د ځینو پېښو لکه هستوي چاودنې او ورته نورو څخه خوندي وساتل شي ،کم تر کمه ۵۰۰ میلیونه کاله نور هم ځمکه د ژوند وړ ده .)
نجوم پوهانو دلمر تخریب،انبساط کوم چې دلمر له منځه تلو سبب ګرځي،په ځمکه کې دبشر د ژوند پای دی.ځکه دلمر په نشتون کې به په ځمکه کې دژوند امکان له منځه ولاړ شي او پورته پېښې درامنځته کېدو لپاره به لار خلاصه شي.
سرچينه:http://www.dailymail.co.uk/sciencetech/article-3621492/What-happen-Earth-humans-disappeared-Watch-terrifying-sequence-doomsday-events-unfold.html