۹۷ کاله وروسته غازي او قاتل په يوه تله کې وتلل شول

 
موږ له ننه ۹۷ کاله مخکې ازادي وګټله، قربانۍ مو ورکړې د ټولنې تر ټولو سپيڅلو څيرو يي« ستر غازي اعليحضرت شاه امان الله خان غازي، نايب امين الله خان لوګري، ملامشک عالم،شيخ المشايخ حضرت صیب،وزیرمحمد اکبرخان،عبدالوکيل نورستاني، غازي محمد جان خان،میرمسجدي خان او.............» يي د ګټلو لپاره ستړې او  سختۍ تيرې کړې خو نن په دفاع وزارت کې د سرکار په رسمي مراسمو  او دفتر کې د همدې ارزښتونو دې په ډګه وهونکي يانې حبیب الله بچه سقاو انځور د همدې ورځې له اخيستونکي سره يو ځای زړوند وو تاریخ به اوو نوي کاله وروسته دا تاریخي جفا هم ثبت کړي انشاالله.
موږ له نن څخه ۹۷ کاله مخکې ددې وطن بساينه غوښته خو دا ده اوو نوي کاله وروسته مو په شلو ولايتونو کې جګړه روانه ده، ورور وژنه روانه ده، سړکونه، ښونځي، جوماتونه،اند او فکر هيڅ ډول خونديتوب نه لري او د کابینې دوو مفت خورو او بې کفايته وزیرانو ته چې د سرتیري له ډوډۍ، وسلې، ټپ او شهادت خبره نه وي د سترې جنرالۍ رتبې ورکول شوې کاش دا رتبې نن دوو ښځو ته ورکول شوې وی.
موږ له ننه اوو نوي کاله مخکې له جاپان سره يو ځای د ازادۍ ناره پورته کړه، لویه بريټانيا ماته شوه خو داده اوو نوي کاله وروسته جاپان په سپوږمکۍ کې راج چلوي او موږ ايله بیله د ژوند په سیاره کې ځان وژنه، ورور وژنه، د وطن تباهي او پاکستان ته د غلامۍ چل زده کړی دی.
موږ له ننه پوره درې کم سل کاله مخکې آزادي لرله خو نن که څه هم د ژوند او اند آزادي لرو خو لا مو معاشونه له پردیو مرستو تمويليږي، پلور او پير په ډالرو، کلدارو، تومنو،درهمو او دنيارو کوو او د ملي پروژو پر ضد د سبوتاژ کونکو لاریونونو لګښتونه مو د ایران او پاکستان سفارتونه راکوي.
موږ ۹۷ کاله مخکې زرګونه سرونه د ميلیونوو سرونو  د آزادۍ په خاطر نذرانه کړل خو داده اوو نوي کاله وروسته په همدې ملت کې قومي ټيکه دارانو پړي اچولي دي کله يي يو لوري ته کش کوي کله يي بل لوري ته خو پسو ته ورته ملت په ټيټ سر هر ذلت مني خو د ورورۍ ناره کله هم نه پورته کيږي همدا لامل دی چې دلته ناست قومي او ژبني متعصبین ایرانۍ دانشګاه،دانشکده، دادګاه عالي، دادستان کل مني خو د خپل ورور او خور ژبې پوهنتون، پوهنځی،ستره محکمه، لويه څارنوالۍ او.............. نه منو.
موږ اوونوي کاله مخکې له حربي ښونځي او د وخت له معياري زده کړو برخه من ولسمشر لاره خو نن اوو نوي کاله وروسته که څه هم ولسمشر مو د نړۍ په سلو مفکرينو کې راځي خو څو تنو په ارګ کې محاصره کړی دی او دومره بې خبره دی چې په رسمي مراسمو کې يو کس د اووه نوي کاله مخکينۍ لاسته راوړنو د لوټونکي انځور لګولی وي او دی ترې خبر نه وي.
موږ اوو نوي کاله مخکې تاریخي وياړونو ته جدو جهد کاوو خو اوو نوي کاله  وروسته دومره بې شرمه او رزيلان شوي يو چې  د پنجاب په ننګه ان د ښځو جامې او چادرې په سر کوو او چاودې پوندو او دستکول ته مو نور د نارینه وو غرور په ګونډو شوی دی خو بیا هم دې ناروا او ورور وژنې ته د جهاد او اسلام نوم ورکوو.
موږ اوو نوي کاله مخکې د وطنپالنې لپاره نارې وهلې خو اوو نوي کاله وروسته مو د مولوي صبور په څير ملا د بل په اشاره د څو روپيو او يا ځاني شهرت په خاطر په وياړونو د کفر ټاپې و وهلې او نورو يي د داعش او طالب په نوم د خپل ورو پر غاړه چاړه وغړوله.
اوو نوي کاله مخکې زموږ ديني علماوو د انګريزي ښکیلاک د ماتې په خاطر سختۍ تيرولې خو اوو نوي کاله وروسته مو ملايان په پاکستان کې ناست او د افغان وژنې د پروژې مسولیت يي اخيستی دی.
نو داده اوو نوي کاله وروسته!
موږ وږي، تږي، در په در او خاورې په سر يو، افغانستان د نړۍ فاسد هیواد دی، غله په موږ حاکمان دي، لوطیان او زانيان مو د دین ټيکه داران او قاتلان مو قاضیان او څارنوالان دي خو که اوو نوي زره کلونه نور هم تير شي او موږ سړيتوب زده نه کړو، ځان، افغان، افغانستان او آزادي ونه پيژنو او د ازادۍ په سياسي او تاريخي ارزښت پوی نه شو نو شونې ده تر دې هم ډیر ذلیل او  په شرمونو وشرمیږو همدا لامل دی چې سل کاله وروسته د امان الله خان فکر پالونکو ته مولوي صبور د کافر او منافق خطاب کوي خو د غله، لارې شکونکي او بې وجدانه څيرې يانې حبیب الله بچه سقاو افکار پالل کيږي  نو راځئ له خدای، تاریخ او راتلونکو قضاوتونو څخه د ډار او د يو بې وجدانه انسان پر ځای د یو با وجدان ساه کښ په توګه خپل مسولیت رفع کړو.
عصمت الله افغان