
په دې لوی اوغنیستان کې چې نه په کې هره ورځ په سلګونو شهیدان خاورو ته سپارل کېږي، نه په کې په ملیونونو ماشومان په وږي نس ویده کېږي، نه په کې د جنګونو قهرمانان د وړو هلکانو پښو کې پایزېپ اچوي او زر قسمه تېري پرې کوي، نه شپېته کلن ملا ځان ته شپږکلنه ماشومه واده کوي، نه په کې د د ناموس تاجران، د یوې مړۍ ډوډۍ په بیه، خپلې خویندې بازارونو ته راوباسي یو شمېر مدني فعالان راپاڅېدلي د سقاو له زویه را ته ملي اتل جوړوي.
د دغو مدنیانو (چې د مدنیت سمبول یې د انګرېز ګوډاګی داړه مار دی) استدلال دا دی چې دا سړی څو میاشتې د لوی اوغانسیتان پر یوه لوېشت خاوره پاچا پاتې شوی دی.
د دغو داړه مارپرستو مدنیانو په مقابل کې بیا یوه بله ډله راپاڅېدلې د ملا عمر او د کلکاني تر منځ د مساوات کرښه باسي.
کلکاني جوړ نظام ړنګ کړ، د غلو حکومت یې جوړ کړ، ملا عمر د غلو حکومت ړنګ کړ ښه و که بد، نظام ته ورته یو څه یې تقریباً په ټول افغانستان کې را منخ ته کړل. د دوی دواړو مقایسه هم تاریځ ته سپک کتل دي او هم دغو دوو شخصیتونو ته. د دوی تر منځ د ورته والي یواځینی ټکی دا دی چې افغاني فرهنګ یې له خاورو سره خاورې کړ او افغانستان یې تیارو ته بوت.
که غواړئ چې د کلکاني له پاره د افغانستان په تاریخ کې سیال يبدا کړئ، د تاریخ په پاڼو کې شته:
بې سواده رنجیت سنګهـ هم د انګرېز په مرسته د افغانستان د خاورې یوه ټوټه لاندې کړه او یو د غلو نظام یې په کې ټینګ کړ. د رنجیت سنګهـ د «منجور او نا منجور» کیسې هماغومره له پنده ډکې دي لکه کلکاني چې خلک «بودنه بازي» ته هڅول.
د افغانستان له پاره به یو تاریخ جوړوونکی حرکت به دا وي چې ټول افغانان په یوه خوله د افغانستان د دوو مظلوما پاچایانو حبیب الله کلکاني او رنجیت سنګهـ د حیثیت د اعادې له پاره پر دواړو، د هغو د شان مناسب څلي او مزارونه جوړ کړي.