د تاریخ لوستلو ګتې ،عیبونه او زیانونه

 
تاریخ د زمان ،مکان او د خلکو له کړو او وړو څخه بحث کوي، د تیرو خلکو د کړنو مثبتې او منفي خواوې په ګوته کوي ، مونږ دې ته اړ کوي تر څو د تېرو خلکو د ژوند په  اړه په پوره توګه پېژندنه حاصله کړو، د تاریخ لوستل په خپل ځان کې هم ګټه لري او هم يې نه لري ، د تاریخ د لوستلو یوه عمده ګټه د یوې ټولنې د خلکو کړه وړه ، خویونه، عادات ، دودونه ، ژبه او نورو بیانول دي ، د یوې ټولنې د خلکو سره زمونږ اشنایي ده ، د هغوي د ژوند د خوالو او ناخوالو څخه زمونږ خبرول دي او داسې نورې ګتې لري . خو د تاریخ لوستل د ګتې ترڅنګ زیانونه او عیبونه هم لري چې وروسته به پرې بحث وشي، د هر څه نه مخکې د تاریخ په ګټو بحث کوو بیا وروسته د تاریخ د عیبونو او زیانونو په اړه بحث کوو.
د تاریخ لوستل په خپل ځان کې ډېرې ګتې لري ، که تاریخ نه وای مونږ نه شو کولای د خپل د ژوند د لومړني څرکونو په اړه معلومات ترلاسه کړې وای ، همدا تاریخ دی چې مونږ د خپل ژوند څخه خبروي ، زمونږ ټولنه مونږ او نړۍوالو ته را پيژني ، مونږ ته د تېرو خلکو ژوند ، ژبه او داسې نور خواوې بیانوي د مثال په ډول که تاریخ نه وای نو مونږ به د پښتو ژبې د تاریخي تحول څخه څنګه خبریدو ، همدا تاریخ دی چې مونږ ته د ژبې تاریخې تحول بیانوي، تاریخي تحول د یوې ژبې د فونیمونو، کلمو ، جملو او نور... لفضي او شکلي تغیر ته وايي . تاریخ مونږ ته د يوې ژبې بډای توب بیانوي ، تاریخ دی چې مونږ ته د ځینو ورک شویو اثارو په اړه معلومات راکوي ، لکه څنګه چې په پښتو ژبه کې زیات اثار د وخت په تیریدو سره ورک شوي او یا هم له منځه تللي ، همدا تاریخ دی چې مونږ ته دا اثار راپېژني لکه پټه خزانه ، پدې کتاب کې د یو شمیر اثارو نومونه بیان شوي دي ، تذکرة اولیا چې په پټه خزانه کې يې نوم ذکر شوی دی ، د همدې پتې خزانې په مرسته علامه حبیبي ددې کتاب ځینې پاڼې موندلي دي ، دا د همدې تاریخ برکت وه چې د تذکرةاولیا د کتاب څو پاڼې تر مونږ رارسیدلې دي ، که پټه خزانه نه وای نو مونږ به هم دا ارزښتمنتد کتاب نه و ترلاسه کړی ، او هم ددې کتاب په اړه به مونږ سره کوم معلومات نه وای ، تاریخ مونږ ته د تیرو پاچاهانو ، شاعرانو ، لیکوالانو په اړه معلومات راکوي، د هغوی د ژوند څخه مو خبروي د هغوی د کارنامو، جنګونو ، اثارو او نورو... څخه خبر را کوي.
د تاریخ عیبونه په دې کې دی چې تاریخونه زیاتره د زورواکو تر تورې لاندې لیکل شوي ، د زورواکو ښیګڼې ، او د نورو بدګڼې پکې بیان شوې دي . د تېر نسل تاریخ وروستي نسل لیکلی دی، کوم څه چې وروستي نسل غوښتي همغه یې په کې لیکلي د مثال په ډول : وروستي نسل په تاریخ کې د یو چا ښه صفت کوي او د بل بد صفت کوي ، چې په اصل کې به داسې نه وي ، تر ټولو ښه تاریخ هغه تاریخ دی چې په خپل وخت کې ولیکل شي لکه د روښانیانو په وخت کې د پيرروښان حالنامه چې په همغه وخت کې لیکل شوې ده او کوم لاسوهنه پکې نه ده شوې. په تاریخ کې هغه چاته اتل ویل شوی چې بری يې تر لاسه کړی، او هغه چاته خاین ویل شوی چې بری نه دی ترلاسه کړی ، چې د تاریخ په لیکلو کې یو غټه جفا يې بللی شو ، په سیاسي تاریخونو کې د هغه چا تاریخ لیکل شوی چې واک د همغه کس په لاس کې وي ، زمونږ په تاریخونو کې یواځې د حاکمانو بیان راغلی، باید د هغه چا تاریخ ولیکل شي چې راتلونکي نسل ته یې یو څه پاتې وي او په هغوی کې د مثبت تغیر سبب شي لکه د خوشحال خان خټک تاریخ چې راتلونکې نسل ته یې داسې اثار ډالۍ کړې دي چې په هغوی کې د مثبت تغیر سبب کیدای شي. اوسني زیاتره تاریخونه په تذکروي ډول لیکل شوي دي ، باید دا تاریخونه د علم په شکل ولیکل شي ، توضیح او تشریح شي ترڅو په اسانۍ سره د هغه مثبتې او منفې نقطې څرګندې شي د مثبتو څخه يې ګټه واخستل شي او د منفي څخه يې ځانونه وساتل شي .
د تاریخ د لوستلو زیانونه دادي چې ، انسان د تیرې زمانې په نشه کې ډوبوي ، انسان ته د کمترۍ احساس ورکوي، که مونږ د احمدشاه بابا تاریخ ګورو په هغه کې دده کارنامې ، جنګونه او نور ... بیان شوي دي ، دا مونږ ته د کمترۍ احساس راکوي او ځان سره دا سوچ کوو چې احمدشاه بابا هیواد ته څومره ښه کارونه کړي خو ما هیڅ هم ندی کړي ، چې دا خپل ځان ته کم فکر کول دي چې په راتلونکي کې انسان ته زیات تاوان رسولی شي . د تاریخ لوستل د قومونو او مذهبونو تر منځ نفاق پیدا کوي ، که مونږ تېر تاریخ لولو او په هغه کې د سیکانو د ظلم په اړه یو څه راغلي وي چې په پښتنو باندې دوی څومره ظلم کړی دی نو زمونږ به د دوی څخه کرکه پيدا شي .