
هره ورځ، چې تیریږي دارواښاد مولوي محمد یونس خالص د وړاندوینې او زیرکتیا نښې راڅرګندیږي، که رښتیاووایم له هماغه پیله مې دافغانستان ستونزې ته د جهاد کلیمه نه ده کارولې، بلکې جګړه مې بللې او په کې ورګډ خلک جګړه مار یا جنګیالي، له یو څو پرته نور ټول دنورو ایجنټان او څارګر وو، خو مولوي خالص، چې دشرایطو له جبره پاکستان( دوزخ ) ته پناه ور وړله ، پوه وو، چې پاکستان اوبه خړوي او کبان نیسي، دلویدیزوالو پر نیت هم پوهیده.
د ډاکتر نجیب الله دحکومت له سقوط وروسته یې له شمشتو څخه بار وبستره رابار کړه، او جلال اباد ته څېرمه په سپیره او سره دښته کې واړول، هغه مهال هم پاکستان تنګ کړې وو، ځکه په کورنۍ جګړه کې یې ونډه نه اخسته او جخاد یې ختم بللې وو، خو نورو بیا وو، دپاکستان او لویدیز په غلامۍ کې سیالي کوله، دهمدې پاکستان هرې خبرې ته لوڅه نڅا کوله. ارواښاد خالص ته دا هر څه ګران تمامیدل ځکه یې دپېښور او اسلام اباد سوکاله ژوند پرېښود او خپل هېواد ته راستون شو.
پرون ښاغلي شهرت ننګیال له یو تاریخي رازه پرده پورته کړه او دشعرد مېنوالو او څیړونکو کړاو ته یې دپای ټکی کېښود، له همدې لیکنې وروسته عبد رسول سیاف په پغمان کې دامریکايي ځواکونو عمومي قومندان میلمه کړې وو، ګویا د ارواښاد خالص شعر یې په خپلو کړنو ثابت کړ، چې همدا دی. خو زه دې سیاف ته حیران، چې په یوه وخت کې له عربانو او امریکایانو سره څنګه اړیکې پاللې او دا توازن یې څنګه ساته.
پوچ کارتوس
ما وې چې باز دی خو ټپوس وختو
په دووسانو کې دووس وختو
د زړه په وينو مې روزنه ورکړه
چې زړه ترې جوړ کړم، خو پپوس وختو
ډېر مې ټولنه کې دروند وتللو
اخېر کې سپک انډی د بوس وختو
په جهادي هدف يې لوبې وکړې
خدایږو له روس څخه چړوس وختو
د امريکا په ډالر ونڅېده
د خدای له مرستې نه مايوس وختو
موږ وې د ده له بخته مخکې به ځو
خو دی پهخپله کې منحوس وختو
خالص له بل چا نه ګيله نه کوي
پوچ يې له خپل جېبه کارتوس وختو
دشهرت ننګیال لیکنه دلته لوستلای شئ.
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=48136