د ډاکټر اشرف غنی او ډاکټر عبدالله په ټاکنه مو لوی تاوان وکړ!

 
د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې کله به چې د امریکی B57  الوتکی د شپي له خوا زموږ د کور په سر تیریدي هره لحظه به مو خپلی ماشومانه لوبی هیری وي او د مرګ انتظار مو کولو، دا هغه شپي او ورځې وی چې پر هیواد د یو لوی جنګ او قوی غربت شال خور شوي وو، افغانان هر څه سخت مایوسه کړي وو په هیواد کې پرته له ګولیو، باروتو او مرګونو نور هر څه سخت قیمته وو، اسلام او ارزښتونه تر ږیره او د سر تر ویښتانو محدود شوي وو.
افغانان د امریکایانو راتګ ته نه وو خوشحاله خو سختو غمجنو جګړو او قوی غربت د هر افغان په ستونی کې د حق چیغه وچه کړي وه، امریکایانو د اسامه بن لادن په نامه بهانه د افغانستان اشغال ته جوړه کړه، د شمالی ټلوالی سره یې د دوستی اړیکی په پیسو جوړي کړي، او د هیواد د شمالی له خوا یې امریکایانو ته د ننوتو اجازه ورکړه، د افغانستان پخواني رئيس جمهور او د سولی د پروسی رئيس استاد برهان الدین ربانی به امریکایی جنګیالیو ته د لویو بمونو د اچولو خبرې کولی لنډه دا چې ډير ژر یې د طالبانو صفونه مات کړل او ټول هیواد یې تر ولکه لاندې راغې.
په کال ۲۰۰۱ کې موقته اداره د حامد کرزی په مشری رامنځ ته شوه، په هیواد کې جوړونی او بیا رغونی کارونه پیل شول هر افغان افغانستان ته د سبا ودان افغانستان به په هیله سهار پيلولو. پټه د نه وی چې ټول افغانستان د ډیر لڼدو کالونو د پاره آرام وو خو ډير ژر پر افغانانو پټه جګړه پيل شوه، د ډیمکراسی بنسټپالو په هیواد کې ویره، غم او ترهګری پیل کړه. په هر چا د تورو او سرو ټاپي صلاحیت ور سره وو، د کورنیو چارو پخوانې وزیر ښاغلی محمد عمر داودزی په یوه خبری ناسته کې چې د سولی د جرګی له خوا جوړه شوي وه وویل: موږ ته په لومړیو شپو کې امریکایانو به ویل ( طالبان ترهګر دی، بیا یو څو کالونه وروسته یې وویل طالبانو ته د ترهګرو نوم مه اخلی هغوی طالبان دي پدی وروستیو کې یې وویل چې طالبانو د افغان حکومت سیاسی مخالفین دي).
د زیاتو غمجنو پيښو ترڅنګ په هیواد کې د پرمختګ، رغونی، اقتصادی پرمختګ، ښوونی او روزنی، تکنالوژي، پانګی اچوونې او داسی نورو چارو انقلاب رامنځ ته شو.
د کرزی تر څوارلس کلنی دورې وروسته په کال ۲۰۱۴ په هیواد کې د ولسمشرې ټاکنو دریمه تجربه پيل کیده د ټاکنو په لومړی پړاو کې بریالی کاندیدی معلوم نشو خو دوه کاندیدان پکی تر نورو مخکی وو، هغه ډاکټر اشرف غنی او ډاکټر عبدالله عبدالله وو، ټاکنې دوهم پړاو ته واړي هر افغان د دواړو کاندیدانو په غوړو او غولوونکو وعده تیروتل رایې یې ورکړي دا رایه د یو ملی احساس او ملی ګټو د غوندیتوب په موخه ورکړل شوه حتی خلکو پکی د لور جنازه پټه وساتله او یا خو یې خپلی ګوتي پری شوي.
د اولس د پاکې رایې پایله په شپو شپو وځنډیده، سختی ډرامی یې جوړي کړي اولس تر بل هر وخت سخت اندیښنو په سر کړ هر یوه د خپل ورکړل شوي اجنډا سره سم پر اولس د تشویش او پریشانۍ باور اچولو. خو آخرې پایله دا شوه چې دواړو مشرانو  اولس، د افغانستان اساسی قانون، د ټاکنو قانون او ارزښتونو، د ولسواکۍ ارزښت ټولو ته په نه درناوی یې د امریکی د بهرنیو چارو وزیر جان کیری ته د دریم توب غږ وکړ. هغه داواړه یو له بل سره داسی وتړل چې د بدبختۍ ټول زور یې د اولس د تندې تر خولو خیژي.
اولس د هیواد د روغونی او پرمختګ او غربت له امله د دي دواړو مشرانو ګډ حکومت هم ومنلو زیاتو خو جان کیری ته د هدایت دعاء هم وکړه، اګر چې د اولس نور باور پری کم شوي وو خو بیا یې هم ناامیدی نه ښوده. د وخت په تیریدو د ګډ حکومت د ناکامیو او زیاتو ننګونو سره مخ کیدل، ناامنی، د کابینی ځنډ، له حکومت سره د سیاسونو پریکون، د نه د همغږۍ له امله د مهمو چارواکو استعفاء، اداری فساد، اقتصادی زوال، د ځوانانو تيښته، ګډوالی، د سیاسی واک ویش، غیرقانونی پارلمان، دوامداره سرپرستی، بی عدالتی، د قانون نه حاکمیت او داسی نور هغه تشویشونه دی چې د ملی وحدت حکومت ور سره لاس او ګریوان شو خو د حل په لاره یې هیچا هم کار نه دي کړي. د دواړو مشرانو ټیمونه یو بل ته په سیاسی کمینو کې ناست دي.
اوس یو ځل بیا اجرائیه رئیس او ولسمشر خپل منځ کې یو پر بل تورونه لګوي دواړو مشرانو یاد تورونه په هغو غونډو کې ولګول کوم چې د ځوانانو د نړیوالی ورځي په پلمه ځوانان راټول کړي وو، پر ځای ددی چې ځوانانو ته راتلوونکی روښانه لیدلورې ورکړي بلکی د انديښنو ډکه اغزینه لار یې ورته په ګوته کړه. بدبختی دا ده چې دواړو یو پر بل د ملامت او سلامت تورونه هله پیل کړل چې په هیواد کې د سختو جګړو راپورونه ورکول کیږي دا اوس هم یو زیات شمیر ولایتونه لکه: هلمند، لغمان، بغلان، کندوز، بدخشان، لوګر، فاریاب، زابل، غزنی، وردګ، اورزګان او یو شمیر سخت ناآمنه او د سقوط په پاړ ولاړ دي، ځوانه ملی ځواکونه د بی کیفیته مدیریت او د هغه پردۍ تپل شوي جګړی له امله خاوري کیږي او کور یې د ویر په ټغر کینې کومه چې د پردیو اهدافو لپاره پيل شوي.
ولسمشر او اجرائیه رئیس او یو شمیر نور د ملی وحدت چارواکې خپلو اولادونو ته له هیواد څخه بهر د نړۍ په خوندې سیمه کې د تعلیم او ژوند فرصت برابر کړي دي او خپل کرغیړن سیاست پر افغان بچو تر سره کوي افغانانو تر بل هر وخت د دواړو مشرانو په ټاکنه او ملاتړ تاوانونه وکړل نور باید تا ترخه تجربه تکرار نشې.
وخت ددی دی چې افغانان یو او بل ته لاس په لاس هغه خواخوږۍ مشر ددی تیاره او ننګوونکې لارې سرلښکر کړي کومه چې د سبا د روښنایی د پاره خپل خوب په حقیقت بدلوي شې.
ځوانان باید وخت، حالات او ملی ګټې په نظر کې ونیولو سره په هیواد کې د روانو سیاسی چارو سره تدبیرې چلند وکړي نه د قومی، سمتی او تعصب پر بنیاد. همدا ځوانان به وی چې سبا به ټپي ټپي هیواد او یا هم سمسور افغانستان په لاس کې اخلی ښه به دا وي چې همدا نن د هیواد د ښيرازی او پرمختګ ته لاس په کار شو.
را روان تاریخ به ځوانان جوړه وي، ځوانان باید یو بل هېښ کړي تر څو د سبا مشعل روښانه وساتئ، کنی مسئولیت د ټول شریک دي.  راځې چې سره یو شو تر څو په سیالانو کې سیال شو. په همدي هیله دی مقالی ته د پاي ټکی نیسم. دا نعره جارې کوو.
زما ګران افغانستانه! زه د جوړوم
لیکوونکې: ذبیح الله وردګ