
زه دا نه وایم چې دا زما تحلیل دی، بس دومره به ووایم چې زموږ د مشرانو باور او د تاریخ یوه برخه ده.
پېړۍ یوه نیمه مخکې د وخت د ستر ښکېلاک انګرېز ځواک هڅه دا وه چې د نورې نړۍ په څېر په افغانستان او هند کې خپل نفوذ پراخ او په دې توګه د منځنۍ اسیا په ګډون له ټولې سیمې ګټه پورته کړي.
کله چې تزار روسیې او بیا وروسته شوروي اتحاد د انګرېز دا نیت درک کړ، نو دوی هم افغانستان او له دې لارې د سويلي اسیا هېوادونو ته ځان رسول خپله ستره موخه وګرځوله. د ګټو پر سر دغې سیالۍ انګرېزانو ته هم دا وېره پیدا کړې وه او تل یې هڅه کوله چې له روسیې سره د مخامخ کېدو او له خپل اصلي ټاټوبي زرګونه کیلومتره دې خوا د ټکر مخه ونیسي. انګرېزان پوهېدل چې د افغانستان له لارې د اسیا سوېل ته د ځان رسول د مسکو یوه نه پرېښودونکې هیله ده.
د عبدالرحمن خان په لاس په تاج التواریخ لیکل شوي کتاب کې هم دې مسئلې او د روسانو دغې لېوالتیا ته په وار وار اشاره شوې چې زه یې نور جزئیاتو ته نه ځم .
خو کله چې په افغانستان کې د ازادۍ غوښتلو مبارزه پیلېږي، نو انګرېزان ډېر وارخطاکېږي. د دوی ورخطایي له دريو اړخونو وه. لومړی دا چې د دوی او روسیې ترمنځ بېلوونکی افغانستان به یې په بشپړه توګه له کنټروله ووځي. دویم دا چې که یوځل د افغانستان او په مجموع کې ددې سیمې خلک هوښیار شول، نو دوی بیا هېڅکله هم خپلو شومو اهدافوته نه رسېږي او درېیم دا چې دا مبارزه نور ویده ملتونه هم راویښوي او همداسې هم وشول. د امیر امان الله خان او د ده د سنګر د ملګرو مبارزه او د خپلواکۍ ترلاسه کېدل د دې لامل شول چې هند هم د خپلې ازادۍ مبارزه پیاوړې کړي. خو که تر هغې راورسته تاریخ ته وګورو نو دا خپلواکي افغانستان ته په ډېره لوړه بیه پریوته. زموږ سپین ږیري وايي چې د انګرېز کینه د اوښ کینه ده، خو زه فکر کوم چې دا د کینې موضوع نه، بلکې د دوامدارو ګټو مسئله ده، په دې معنا چې انګرېزانو د افغانستان خپلواکي ظاهراً ومنله خو د خپلو ګټو د پاللو مبارزې ته یې دوام ورکړ.
دا ځل د انګرېزانو مبارزې بله بڼه خپله کړه؛ د افغانستان په قبایلي سیمو کې یې پء پیسو ملایان واخیستل، د ملا په جامه کې یې خپل اجنټان راولېږل (چې ټول په پښتو او دري ښه پوهېدل او په دیني امور کې هم پوره بلد ول.)د دوی له لارې د افغانستان هغه پاړکی تحریک کړ چې پوهه یې کمه وه. ویل کېږي چې د شپې به همدغو اجنټانو او ملایانو په لوډسپېکرو کې چې د نن په څېر عام او پرمختللي نه وو او خلکو نه پېژندل د الله اکبر نارې وهلې او سهار به بیا همدغو ملایانو عام خلک پارول چې دا غیبي نارې په دې خاطر وې چې پاچا مو کافر شوی او په همدې توګه یې په څو کلونو کې خلک د خپلواکۍ د اتل پاچا پسې راپورته کړل، له هماغې ورځې راوروسته افغانستان له بېلابېلو بدبختیو سره مخ دی.
د محمود خان اڅکزي پلار عبدالصمد خان په خپل یو کتاب کې لیکي چې:((زه ډېر ځوان وم، خوکله چې خبرشوم چې امیر امان الله خان خپل وطن پرېږدي نو غوښتل مې چې مخې ته ورشم، مخه یې ونیسم اوقناعت ورکړم چې زه به پښتانه مشران له سوېل او ته له کندهاره له ځان سره ملګري کړه چې بېرته خپلې پاچاهۍ ته دوام ورکړې خو له دې وطن څخه مه ځه. هغه وایي زه پوهېدم چې که امیر امان الله خان له دې ځای څخه ووت نور دا وطن نه جوړېږي. صمد خان وايي کله چې زه وېش ته ورسېدم انګرېزان زما په نیت پوه شوي و، زما مخه یې ونیوه او راته ویل یې چې خان صاحب موږ په تا شک لرو او زه یې ترهغه په وېش کې بندي کړم چې امیر امان الله خان له بحرونو واوښت. بیا یې را ته وویل چې بښنه غواړم موږ اشتبا کړې وه او پرې يې ښودم.))
انګرېزان پوهېدل چې که امیر امان الله خان په دې وطن کې څه موده نور پاتې شي دا خلک پر هرڅه پوهېږي بیا دوی ترینه د روس پر وړاندې او نورو اهدافو لپاره ګټه نه شي پورته کولای.
انګرېزانو په دې باندې بسنه ونه کړه او خپلو شومو اهدافوته یې د تاریخ په اوږدو کې ادامه ورکړه او کله چې هند هم ترې خپله خپلواکي اخیسته نو دوی د پاکستان په نامه ځینې سیمې چې د افغانستان د خاورې ستره برخه هم په کې وه، ترې جلا کړه. انګرېزان پوهېدل چې دا به په ټوله سیمه کې د دوی د ګټو د خوندي ساتلو او په راتلونکي کې د پښو د ځای لپاره یواځېنیملک وي.
دوی له سیمې ووتل، خو د سوېلي اسیا پر لور یې د شوروي اتحاد د پرمختګ د مخنیوي لپاره د پاکستان په نوم یو فولادي کمربند رامنځته کړ. دوی په پاکستان کې د شنه کمربند تر نامه لاندې د ۴۰ زرو مدرسو جوړولو ستراتیژیک پلان جوړ او تکمیل کړ. دغه ټکي ته ډاکټر نجیب په خپل وخت کې څو ځلې اشاره کړې چې:((پاکستان د باروتو په بورۍ ناست یو هېواد دی او یوه ورځ نه یوه ورځ به مو انفجار کوي.))
انګرېزانو په دې توګه د اسیا له سوېل سره د روسانو زړې لېوالتیا ته په کتو هغوى په غیرمستقم ډول وهڅول چې یو ګام راواخلي او افغانستان ته راننوځي.
کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان حمله وکړه له همدغو مدرسو یې کار واخیست، د افغانستان او روسیې پر ضد یې د سون د توکو په توګه ګټه ترې واخیسته. پاکستان هم د خپل ایجادېدو په موخه او په دې ستره لوبه کې پر خپل رول ښه پوهېده او تر ننه په دې ستره پروژه کې خپل نقش په ډېر مهارت او کامیابۍ پر مخ بیايي.
انګرېزان د پاکستان له لارې د سیمې په اړه په خپلو ټولو اهدافو کې ډېر بریاليوو او په دې ستره لوبه کې ټول لوېدیځ او خصوصاُ امریکا هم ورسره ملګرې شوه؛ ځکه دوی ټولو د پخواني شوروي اتحاد او کمونیزم پراختیا د ځان په زیان بلله. که په دې ستره لوبه کې د پاکستان نقش ته راشو نو دغه هېواد ته خدای ورکړه؛ ځکه پیسې او وسلې د لوېدیځ، بشري ځواک تر ډېره په خپله د افغانانو او د پروژې پلي کېدل د دوی.
که به لوېدیځ د یوه مشخص ځای د ورانولو او یا د یوه مشخص کس د وژلو لارښوونه وکړه، نو پاکستان به د دین د پتنګانو په وسیله سلګونه ځایونه ویجاړ او په زرګونو انسانان د مرګ کندې ته ورټېل وهل.
ټولو ته معلومه ده چې دا لړۍ تراوسه روانه ده او هروخت چې د پاکستان زړه شي، د لوېدیځ په برکت له ترلاسه کړو غلامانو کار اخلي، جنګ جګړې ته دوام ورکوي او افغانستان سر پورته کولو ته نه پرېږدي.
که اوس راشو پخوانيو او اوسنیو جهادیانو ته چې د جهاد لاپې شاپې وهي او ځان وطن ته صادق بولي، نو د دوی یوه ادعا هم د منلو نه ده؛ ځکه نه دوی هغه مهال د اختیار وو او نه هم اوس. د ډاکټر نجیب د سولې له پروګرام سره تر پایه مجاهدین یوځای نه شول او دا معلومه ده چې طالبان د پخوانې ولسمشر حامد کرزي او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني د سولې له پروګرامونو سره هم تر اخیره یوځای نه شول. همدا د اوسنیو او پخوانیو جهادیانو د بلواکۍ ستر دلیل او ثبوت دی.
د وروستیو کلونو حالات او تحولات څرګندوي چې د دې سیمې په اړه د انګرېزانو او امریکایانو اهداف اوس هم نه دي بدل شوي او دوی اوس هم پاکستان ته د هماغې زړې پروژې د بشپړېدو لارښوونه کوي، که داسې نه وای، ښايي دوی په خپل واک او خپل زور ایجاد کړی هېواد (پاکستان) له هر ډول خپلسریو راګرځولی وای او یا یې لږ ترلږه مرستې پرې درولې وای.
که نتیجه ګیرۍ ته راشو نو دا لوبه او حالات به تر هغو دوام کوي چې د سیمې په اړه د پورته یادو زبرځواکونو سیاست تغيیر نه وي کړی او یا د سیمې ټول ویده قومونه راویښ شوي نه وي. اوس دا د دولت ستره دنده ده چې خپل ټول پام د خلکو په راویښولو، باسواده کولو او اقتصادي وده ورټول کړي؛ ځکه یو دولت له ویښ ملت پرته نه شي کولای خپله خپلواکي وساتي.