
وړمه ورځ د حکومت اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ځوانانو د ورځې په موخه جوړې شوې غونډې د حکومت پر کړنو په ځانګړي ډول پر ولسمشر محمد اشرف غني توندې نيوکې وکړې. نوموړي پر ولسمشر تور پورې کړ، چې ده ته يې په درېيو میاشتو کې د ځينو مسایلو په اړه د مخامخ خبرو کولو فرصت نه دی ورکړی. نوموړي ولسمشر ته په اشارې وویل، چې څوک د بحث او خبرو کولو حوصله نه لري، نو د ولسمشرۍ لیاقت هم نه لري. ده همداراز ويلي لومړی کس چې دغه حکومت ته يې مشروعيت ور وباښه زه وم، هوکړه ليک مې لاسليک کړ چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر دی او همدا وخت د حکومت مشروعيت پيل شو.
دا چې پر ولسمشر د اجرايه رياست نيوکو سرچينه څه ده، ولې ښاغلی عبدالله په غصه شوی دی او د توندو نيوکو پيغام يې څه کيدای شي؛ دلته پرې رڼا اچوو.
که څه هم د ملي يووالي د حکومت مشرانو تر ډیره هڅه کوله چې د مشرانو تر منځ اختلافات يې د ولس له سترګو پټ کړي او خلکو ته دا وښايي چې په خپل منځ کې سره په ملي مسايلو کې همغږي دي؛ خو وړمې ورځې پر ولسمشر د اجرايه رياست نيوکو له دغه رازه پرده پورته کړه چې د ملي يووالي حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات تر بل هر وخته اوس اوج ته رسيدلي دي. په ټوله کې ويلای شو چې پر غني د عبدالله نيوکې له دريو ځايو سرچينه اخلي.
- لومړی ؛ د ارګ او سپيدار ماڼۍ تر منځ د اختلافاتو اوج
- دويم ؛ د جمعيت ګوند د رهبرۍ پر سر د عبدالله، عطا محمد نور او صلاح الدين رباني تر منځ اختلافات
- دريم ؛ کيدای شي پر ولسمشر د اجرايه رياست توندو نيوکو سرچينه د بلخ د سرپرست عطا محمد نور له ګوښه کيدنې اخيستې وي.
افق نیوز خبري اژانس وايي چې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور د ولسمشر له لوري برطرفه شوی دی. دا اژانس په ارګ کې د یوې سرچینې له قوله، چې نوم یې نه دی یاد کړی، وايي چې عطا محمد نور له دوو اوونیو راهیسي په کابل کې د جمعیت ګوند د کانګریس لپاره کار کوي خو ارګ پرېکړه کړې چې نوموړی له دندې ګوښه کړي. خو د ارګ ماڼۍ د دغې خبر د رد او تاييد په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي. د افق د راپور پر اساس د پنجشنبې په ورځ د ځوانانو په غونډه کې پر ولسمشر غني د عبدالله عبدالله د توندو نیوکو علت دا و چې ولسمشر د عطا محمد نور د لېري کېدو پرېکړه کړې ده.
که پر ولسمشر غني د عبدالله عبدالله له سختو نيوکو وروسته د عطا محمد غبرګون ته وکتل شي؛ همدا په ډاګه کوي چې ښاغلي عبدالله په خپل ګروپ کې خپل موقف له لاسه ورکړی او جمعیت ګوند پرې نور د نشت حساب کوي. عطا محمد نور، د پنجشنبې په ورځ د عبدالله عبدالله له څرګندونو وروسته په یوه لنډه خبرپاڼه کې وویل«زه د اجرايي رييس د نن ورځې د دریځ ملاتړ کوم چې په لړ کې یې ده د خلکو د غوښتنو او هیلو په باب زغردې څرګندونې وکړې.» ده همداراز هیله څرګنده کړې چې د عبدالله عبدالله څرګندونې به تش شعار او د خلکو د غوسې د سړولو په هدف نه وي بلکې دریځ به یې غوڅ او جدي وي.» د نور له همدې څرګندونو چې ويلي دي؛ هيله مند دی چې د عبدالله عبدالله څرګندونې به تش شعار او د خلکو د غوسې د سړولو په هدف نه وي؛ دا په ډاګه کيږي چې د جمعيت ګوند رهبريت او غړي له عبدالله عبدالله سخت ناراضه شوي دي او تر دې مهاله د عبدالله هر کار او څرګندونې ورته تش شعار او د خلکو د غوسې سړولو هڅې ښکاري. نو پر ولسمشر د ښاغلي عبدالله د توندې لهجې او سختو نيوکو يو لامل همدا هم کیدای شي.
دا چې د اجرايه رييس لخوا پر ولسمشر د توندو نيوکو سرچينه هر څه وي خو ولس ته يې څرګند پيغام دا کيدای شي چې اجرايه رياست څوکۍ؛ له اساسي قانون او د ولس له رايو څخه د حکومت د مشرانو تر منځ سياسي هوکړه ليک معتبر او ډير لوړ بولي. د ښاغلي عبدالله وروستۍ څرګندونې چې ويلي دي لومړی کس چې دغه حکومت ته يې مشروعيت ور وباښه زه وم، هوکړه ليک مې لاسليک کړ چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر دی او همدا وخت د حکومت مشروعيت پيل شو؛ دا د ولس په رايه او ارادې ملنډې وهل دي. د دې مانا دا ده چې د ملي يووالي حکومت مشران اساسي قانون، د ولس ارادې او رايې ته هيڅ کوم ارزښت نه ورکوي او يوازې سياسي هوکړه ليک ورته د حکومتولۍ معیار دی او بس.
لیکنه : خوشحال آصفي