زابـــــــــــــــل ( زاول، زابـــــلستان )

 
    که چېرې  ددې سیمې  ولسي او فولکلوریکو کیسو ته سر ورښکاره کړو، نو وبه ګورو، چې رښتیا زابل، زاول، زاولستان یا زابلستان په لرغونو او زړو متونو کې په وار وار راغلی دی.
  کله کله زابل ( زاول ) له کابل ( کاول- کوبها ) سره جوخت یاد شوی دی، له مخه تردې چې،  ددې سیمې لرغونتوب ته ولاړ شو، اړینه یې بولم، چې تر هر څه وړاندې ددې سیمې  په هکله لنډ او تفصیلي مالومات وړاندې کړم، تر څو ددې سیمې په هکله د هرچا دې پوښتنې ته ځواب وویل شي، چې دا سیمه له کوم مهال راهیسې، په دې نړۍ کې په کومو نومونو شتون درلودی.
  د اسیا په منځ کې په غرونو پوښلی، طبعي ښکلا نه ډک د میړنیو زړه افغانستان،  چې له ویاړه ډک تاریخ لري او د نړۍ د سترو ځواکمنو لښکرو پر وړانډې د سپر په شان په میړانه  دریدلی، یوازې  دا نه چې،  خپل هیواد ته یې له ویاړه ډکه خپلواکي ورپه برخه کړې، بلکې ددې ترڅنګ یې په بار بار ګاونډي  هیوادونه له ښکیلاکګرو خلاص کړي، چې ددې هېواد  په زیاترو بریاو کې  د زابل یا زابلستان نوم د یادولو وړ دی.  په زیاترو تاریخي اثارو کې همدا سیمه د ( کاول- کاولستان ) په نامه هم یاده شوې ده، چې د همدې اثارو په مټ یې د هیواد په تاریخي او لرغونو سیمو کې یادولی شو او د وخت سره جوخت لیکوالو دهمدې سیمې میړني،  د هیواد څخه  په هره سرښندنه کې یاد کړي دي.
 زابل د افغانستان د جنوب لویدیځي حوزې یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د کابل- هرات  د لویې لارې په اوږدو کې د غزني او کندهار ترمنځ  پروت دی.
   کله  چې په کال (۱۳۰۰ ل) کې د اساسي قانون پر بنیاد  افغانستان په څلورو سترو ولایتونو او حکومتونو ووېشل شو، نو هماغه مهال همدا تاریخي زابل د کندهار په ستر ولایت او حکومت پورې  وتړل شو. له دې وروسته  کله چې په کال ( ۱۳۴۳ ل ) کې افغانستان په ( ۲۹)  ولایتونو او حکومتونو  ووېشل شو، نو همدا تاریخي زابل هم د ولایت مقام ته لوړ شو.
   زابل  د شمالي عرض البلد په ۶۶ درجو او ۵۴ دقیقو،  د ختیځ طول البلد د ۳۲ درجو او ۷ دقیقو ترمنځ پروت دی، چې په جغرافیایي لحاظ (۱۷۲۹۳) کیلومتره مربع  پراخوالی لري، شمال ته يې د ارزګان ولایت تر( خاص ارزګان ولسوالي پورې)، سهیل ته د محکوم پاکستان تر پښتونستان پورې، لویدیځ ته د کندهار ولایت تر ( دامان ولسوالۍ ) پورې او ختیځ ته د غزني ولایت تر ( ګېلانه ) پورې پروت دی. ددې ترڅنګ سهیل ختيځ ته د پکتیکا ولایت سره هم د یوه لنډ واټن ګاونډیتوب لري. ( ۱۹-۴۴، ۴۵ م ).
   مګر د یوه بل سند له مخې د لرغونتوب مهال څلور خواوې یې داسي تثبیت شوې دي، چې ختیځ طرف ته تر کابلستان پورې ، لویدیځ ته تر سیستان پورې، شمال ته د هزاره او خراسان تر غرونو پورې وو، نو  پورتنیو سرحدونو ته په کتو سره دا په زغرده ویلای شو، چې زابل یا زابلستان زموږ د لرغوني هیواد یو پراخ ولایت و. کله چې زابل هم د ولایت مقام ته لوړ شو، نو د وخت په تېرېدو سره په لسو ولسوالیو وویشل شو: ( شاجوی، شملزي، نوبهار، شنکی، اټغر، شهرصفا (ترنک و جلدک) ، خاک افغان (خاکیران)، میزانه، ارغنداب، دایچوپان) او د ( اتلس محلات افغانستان) لیکوال په وینا، چې د پخوانۍ سروې په اساس یې ( ۱۴۸۵) محلات او کلي درلودل، چې اوس یې همدا شمېره  ډېره  لږ او کمه ده. (۲۰- ۱۸۵،۱۸۶م).
   دا چې زموږ د هیواد هره سیمه د لرغوني تاریخ نښانې، د  ویاړ نه ډک څپرکي او سرلیکونه لري، خو د زابل او زابلیانو تاریخي کارنامې زموږ د هیواد په لرغونو، منځنیو، او معاصرو تاریخي پیړیو کې ستر سرلیکونه او زرین فصلونه ځانته خپل کړي. د سبګتګین له واکمنۍ د مخه پښتانه  لویکان ( لاویک- لویک)، چې د زابلي کورنۍ په  نوم هم کله کله په تاریخونو کې راغلي دي، زابل یې  ( راوزویل) باله، په خپله لاویک او لویک یفتلي نومونه دي، چې د ( یفتلي زاولي ) یعنې ( زابلي) په نوم هم ځای ځای یاد شوی دی، هغه وخت چې،  یفتلیان هلمند ته ورسیدل او د کندهار سیمه  د (اور ښار) یعنې  (  زمینداور) یې ونیوه، نو د کابل او زابل نوم پراخ شو، چې د فرانسې نامتو ختیز پوه (مارکورات) په ( ۱۹۷۳ ز)  کې د ختیځې او لویدیځې مهالنۍ په لومړۍ او دوه یمه ګڼه کې  د زابل د سروزرو تاج په اړه کښلي دي، چې د زابل واکمني کندهار او هلمند کې پراختیا او پرمختیا ومونده. (۴- ۹۳،۹۴،۹۵م).
   په ( واقعات بابري ) کې د (فردوسي) د اشعارو له مخې غزنین او کندهار یې د زابل جزء بللی دی، په پهلوي کې (زابلستان)  په (سکو) کې (Zawalistan) راغلی دی. په کارنامک کې (زاول) دی. عربو (زاول- زابلستان ) لیکلی دی او مقدسي د (جابلستان) په نامه  خوندي کړی دی. (هیونګ تسانګ )، (taso-kiu-cea ) بللی دی، (Glasse) د ( tsouli) په نامه یاد کړی دی، چې پایتخت یې ( HO-ZI-NA )، (غزنه ) دی او بل پایتخت یې ( Hosa-lu) دی، چې رستم یې بنسټ ایښی دی. د شارنستان په دویم چمن ( ۵۷۷ مخ ) کې زیاتوي، چې  رستم په خپل باغ کې ښخ دی او دا باغ په  زابلستان کې دی. په (شاهنامه ) کې د رستم زابلي جنګونه چې له اسفندیار سره یې کړي دي، یاد شوي دي. په تیره بیا هغه جکړه چې په هلمند کې پېښه شوې ده او د اور (زمینداور) او سیستان ځینې سیمې د زابلستان او کابلستان سرحدي کرښې دي، دا چې د اسفندیار له نوم سره یوځای د اسفندیار بلخي ذکر کېږي، نو جوتیدای شي، چې بلخ د رستم زابلي له سیال اسفندیار سره و.
   مرحوم حبیبي د زابل د تسمیې د وجې په باره کې، د ژبپوهنې د قاعدې له مخې داسې  یوه څېړنه کړې ده، چې د زابل (زاول) لرغونی نوم لغوي څېړنه داسي ده، چې ( ل ) د مکاني ظرفیت مفهوم لري او ددې نوم لومړی برخه چې ( زاو- زاب) ده، د مورخانو په شهادت دا ( زاویا – زو) د یو پاچا نوم و، د (نوزر زوی بن تهماسپ)، (خلماسپ) داریایانو له اساطیري پاچاهانو څخه،  چې طبري ورته (زو بن تهماسپ بن منوچهر) وایه او منهاج سراج د طبقات ناصري په  (۱ج ۲۴ ص) کې وایي:  چې دا (زو) په اصل کې (زاب) دی.
   ددې ترڅنګ همدا نوم د باختري اریایانو په منځ کې زیات لیدل کیږي، چې د ژبپوهنې د څېړونکو په قول د هغه پخوانی شکل ( اوژاوه ) و، چې د دروند او ګران مانا یې درلودله. په داستاني او فولکلوریکي تاریخ کې (زر- زاب) او د فردوسي په شهنامه کې د کیان کورنۍ ته منسوب دی، په هر صورت  (زاو- زو) د منهاج سراج جغرافیایي په قول هماغه  (زاب)  دی، چې د باختري اریایانو د مشهورو اعلامو څخه و، چې په سنسکریت کې هم د (جو- مائل) کلمه د بادار، محبوب او عزیز په مفهوم ده.
 د سانسکریت قاموس د ( ۲۹۰ ) په مورد ویلای شو، چې همیشه (ز) په (ج) سره بدلون مونده، نو ددې تاریخي او ژبنیو اسنادو له مخې ویلای شو، چې زابل یا زاول هم د اقایانو،بادارانو او عزیزانو استوګنځی و، هغه ځکه چې همدا لویه سیمه همیشه په لرغوني تاریخ کې د اتلانو زانګو او د لویو ځواکمنو روزنځای و، حتی د افغانستان په تاریخ کې هم ډيره مشهوره او تاریخي سیمه بلل شوې ده او دا سیمه کې میشته  قبیله د یفتلي قبیلو د ډیرو مشهورو قبیلو څخه شمیرل کیده، چې ددې طایفې مشران او لویان د یفتلي مشهور حکمران د اخنثور ستر پاچا په زمانه کې شهرت درلود. (۲۰- ۱۸۶،۱۸۷،۱۸۸م).
    د حبیبي صیب پنځوس مقالې (۳۶۱، ۳۶۸، ۳۷۶،۳۷۵) پاڼو کې، چې د یفتلي کورنۍ په هکله وضاحت په کې راغلی دی، هغه به وروسته په پوره وضاحت سره تشریح کړو. ترهر څه وړاندې اړینه بولم، چې د زابل د تاریخي معرفت په هکله د اسلامي دورې د څیړونکو، مورخانو او جغرافیه لیکونکو نظر راواخلو.
   د سیستان د تاریخ په  روایت، چې زابل د سیستان د تاریخي نومونو څخه یو نوم ګڼي او د دري ژبې حماسي ادبیاتو کې د ( زاول) کلمه د (زابل، زابستان، او زاوستان) په نومونو او املا ضبط شوې ده، چې تر (۵۰) ځله زیاته د ( زابل) کلمه او د (۹۰) په شاوخوا کې د ( زابلستان ) کلمه او ددې ترڅنګ تر  ( ۲۵) ځلو زیات د ( زابلي) کلمه کارول شوې ده.
    د فردوسي د شهنامې د تذکراتو په اساس د زابلستان او سیستان ترمنځ کوم سرحد موجود نه دی، یعني له هغه وخته چې د زابلستان نوم اخستل کیږي، مطلب یې سیستان دی، هماغه سیستان چې د جهان پهلوان (رستم یورزال) ټاټوبی و. (۲۰- ۱۹۰م). ددې ترڅنګ په (حدودالعالم) کې د زابل یا زابلستان د موقعیت په باب داسې اشارې شوې دي: ((غزنین او هغه سیمه چې ورسره نښتې ده، ټولي ته زابلستان وايي)).  هغه مهال چې د اسلام لښکرو د ایران چارواکو ته ماتې ورکړه او بیا يې افغانستان ته مخه کړه، نو د لیږدیز په (۲۳) کال یې سیستان لاندې کړ او په ( ۴۴ لیږدیز) کال یې کندهار ونیوه، له زابل نه تر غزني پورې راورسیدل.
     چینایي لرغونپوه (هیوان چنګ)، چې کله بېرته له هند څخه (۲۴ لیږدیز) کې اوسني افغانستان ته راستون شو. د کاپیسا  (۲۳) میله سهیل ته د (ارونا)  پر غره یې اروڼا بابا (د لغمان په الینګار کې یوزیارت دی)، د اسماني اروا (سونا ) مزدک لیدلی و او انګېرلې یې وه، چې دا مزدک د ( زابل) سونا ګیرته وړل شوی و، چې دا هماغه د اور زمین (زمینداور) د سرو زرو بت و، چې سترګې یې د یاقوتو دي او لسګونه کیلو ګرامه په کچه دروند و، کوم چې د زور (سور) یعني سره غره کې د سمره زوی عبدالرحمن ترلاسه کړی و. ښایي چې ددې لامل داوي، چې زابلي رتبیلانو په دغه وخت کې، چې لا داسلام لښکرې سیمې ته نه وې راغلې، له غزني نه نیولې تر سیستانه پورې حکومت کاوو او دوی د کابل شاهانو سره خیښي ،خپلوي هم  لرله، چې دغه کهول بیا له کابله تر پنجابه پورې ځمکې ولکه کړې ، خو د اسلام لښکرو چې کابل ونیو، دوی (ټکسلا) ته کډه شول.
په ویدي او اوستایي متونو کې د (یونانیانو- باختري) پېر لیکوالانو د زابلي او کوشاني واکمنیو د زیاتو مورخینو په اثارو او لیکنو کې یې د برم، دبدبې او یا د مقاومت کارنامې شته.
   زابل یا زابلستان چې، د پښتنو د لرغونو قبیلو زاولیانو ټاټوبی دی او دا نوم له ډيره وخته د هیواد په همدې برخه چې، اوس یې د زابل ولایت په نوم پیژنو، ایښودل شوی او پیژندل شوی دی. همدا نوم په لږ او ډېر توپیر سره د املا  له مخې د یوه خپلواک هیواد په توګه، چې زیاتې سیمې یې تر ولکې لاندې درلودې او کله هم د یوه ولایت یا یوې محدودې سیمې په ډول د تاریخ په ویاړلو پاڼو کې ثبت شوی دی.  د یو شمېر څیړونکو له نظره د زابل نوم لږ تر لږه (۱۷۰۰ ) کاله پخوا تر زیږدیز هغه وخت یاد شوی دی، چې د زردشت یا سپنتمان د ستورو پیژندونکو په مرسته د کال د فصلونو د ښوولو او پیژندلو په نیت د سیمو ټاکلو اراده وکړه او په دې ډول یې د اوسني زابل سیمه هغه ټاټوبی وښود، چې د کال لمر له ژمني څنډې څخه پسرلنۍ څنډې ته ځان رسوي، نو هغه ته یې دزابل نوم ورکړ.
  د زابل د ویاړ نه ډک نوم او ریښې په هکله د یو شمیر نورو څیړونکو نظریې هم په یو شمېر رسالو او اثارو کې شته او رانقل شوې دي، چې وروسته به يې یادونه وکړو. خو د پورتنۍ طرحې لپاره د نورو لاسوندونو ترڅنګ د بیلګې  په توګه تر ټولو ارزښتمن دلیل یادوم. هغه دا چې د زابل په سیمه کې د (زون) په نوم د لمر نمانځنې  ستر معبد له ډیرو پخوانیو زمانو څخه بیا د اسلامي لښکرو تر واکمنۍ پورې دیوه عبادت ځای په توګه په سیمه کې د میشتو وګړو او هم د زابلي واکمنانو له لورې  په درنښت ساتل کېدو او هغه ته یې عبادت کاوه. د زون معبد ورسره د هغه معبد شاوخوا سیمې د زابل واکمنو تر ولکې لاندې وې او د کابل په خیرخانه کې د سوریا معبد پیداکیدل، چې همدا ددې وینا ډاډمن لاسوندی دی.
  زابل د یفتلي زابلي نه پخوا هم مشهور و، لکه چې په ځینو لرغونو او فولکلوریکو متونو کې لولو او فرانسوي نامتو تاریخ پوه ډارمسترد (زند اوستا) په ژباړه کې لیکلي دي: ((ګرشاسب یا غرغښت د کابل له نامتو اتلانو څخه ګڼل کیده او په کابلستان، زابلستان، ګندهارا، ننګرهار، کندهار، ارغنداب، پښین او کاکړستان، لوګر، ګردیز، غزنی، سیستان او زمینداور کې یې سیال او مخي نه درلود)). (۱۰-   م).
   دلته ګورو چې اوسنی افغانستان د مشهورو ولایتونو په لړ کې د زابل نوم راغلی دی، نو له دې څخه ښکاري چې زابل د تاریخ په اوږدو کې یو مشهور او لرغونی ولایت دی او ددې ولایت یوه مشهوره ولسوالي د لرغوني شهرت څخه برخمنه ده او په زړو متونو کې ډیر ځله ددې سیمي نوم تر سترګو کیږي، چې  شاوا ( شاجوی)، رنګا (کلات)، درنګیانا (دترنک ناوه) او نور دبیلګي په توګه یادولای شو. چې  په دې برخه کې د شاجوی د هغه سپین ږیري برهمني کیسه ډېره مشهوره ده. کوم چې  په شاجوی کې استوګن و.
  انګلیسي مولف ( سراولف کایرو) په دې باور دی، چې یفتلیان د منځنۍ اسیا څخه د سهیل په لور راخوځیدلي او په (۳۶۰ زیږدیز) کې یې د کوشانیانو واکمني پای ته ورسوله او د ساسانیانو سره تر سختې جګړې وروسته د خپلو سیمو دفاع ته اړ شول او زیات شمیر بودایي ودانۍ یې ړنګې کړې. خو ددې برخلاف د لمر نمانځنې عبادت ځایونه یې ودان پرېښودل. هغه وخت چې یې د واکمنۍ پراخه امپراطوري په وړو وړو سیمه یزو واکمنیو واوښتل، بیا یې د عربي مهاجمینو په وړاندې لږ تر لږه دوې پېړۍ دفاع سنګرونه تاوده وساتل او په پوره میړانه یې دفاع وکړه.
    یو شمیر څیړونکي له پراخې څیړنې وروسته په زغرده وايي: چې زابل نوم د هیپتلي پاچاهانو د نوم سره تړلی دی او په دې باور دي، چې د (هیفطل، هیاطله او هیطلیانو) نومونه  په ډیر لږ او کم بدلون سره په تاریخي متونو کې د بیلابیلو څیړونکو او مورخینو له خوا په خپلو اثارو او لیکنو کې کارولي دي.
     استاد احمد علي کهزاد او نور زیات شمېر څیړونکي یفتلیان او د هغو اړوند ټبرونه په اوسني زابل کې څه نا څه (۱۵۰۰) کاله پخوا تر اوس میشت بولي او وايي، چې همدا کورنۍ وې، چې د دریمې زیږدي پیړۍ څخه تر اوومې زیږدي پیړۍ پورې د افغانستان زیاتې برخې،  په ځانګړي توګه د هندوکش په لویدیځو ،سهیلي او ختيځو سیمو کې واکمني درلوده. په دې کې  هم شک نشته ، چې ددې قبیلې مشران د اخنثور د زمامداري په زمانه کې، ملکي او پوځي لوړو منصبونو ته رسیدلي و. هغه پاچاهان چې د اخنثور له مرګ وروسته د هندوکش په جنوبي څنډو او پراخو ډاګونو کې، چې د زابلستان په قلمرو کې راځي،  په بیلا بیلو پړاوونو کې پاچاهي منصب ته رسیدلي دي. د بیلګې په توګه: (تورامانا)، (مهراکولا) او داسي نور ټول له همدې زابلي جګړنو څخه و.  
  په اوستا کې تورامانا د (ګیورا) په لیکنه کې، خپل ځان په ښکاره او صریح الفاظو سره (جیوله) بللی دی او دغه کلمه د (اوستا) د زابل او زابلي نوم له اوصافو، اشکالو څخه شمیرل کیږي.
  علامه عبدالحی حبیبي له هر اړخیزي څیړنې څخه وروسته دې پایلې ته رسیږي ، چې د یفتلي پاچاهانو او یو شمیر نورو پښتني قبیلو د نومونو ترمنځ د ورته والي په اړه وایي: ( چې د هیپتل کلمه د پښتنو د قبیلو د ابدال د نوم سره چې، د پښتنو یو لوی ټبر دی. ورته والی لري او دا ورته والی د ژبني ارونو د بدلون سره برابر دی).
    د بیلګې  په راوړلو سره غواړم، موضوع لا ښه واضح کړم ، هغه دا چې د پښتو غلجۍ د عربي خلجۍ او د دري غلزۍ ده، چې په ژبنیو څیړنو کې یې د یفتلیانو سره اړیکې  ښکاره  دي، ددې ترڅنګ هغه مسکوکاتو پر بناء چې د کابل، هډي، غوربند او نورو سیمو څخه لاسته راغلي دي.  د یفتلي پاچاهانو څېره او قیافه د اوسني پښتني غلجي کوچیانو سره ورته والی لري. لوړې پزې، جګې ونې او د پاچاهۍ تاجونه یې پر سر دي او د اولسکیزي (مسکوکات) د یفتلي پاچاهانو په بیلابیلو واکمنو او بیلا بیلو دورو پورې اړه لري.
  د درېیمې زیږدي پیړۍ څخه د یفتلیانو کورنۍ د پخواني افغانستان پرټولو برخو واکمني درلوده، چې یو ستر اداري او نظامي مرکز یې داوسني نامتو زابل ویاړلی ښار کلات و، چې همدا د تاریخي زابل لپاره د خپلو خبرو د تایید ښه بیلګه بولم. د شپږمي زیږدي پیړۍ وروسته په وړو او سیمه ییزو واکمنیو واوښتل، چې د اعرابو سره په جګړه کې یې د خپلو سیمو د ساتلو پوره میړاني او زړه ورتوب سره د فاع وکړه.
  ددې ترڅنګ زابلیان یا یفتلیان چې،  د هندوکش پر سهیلي، سهیل لویدیځ او سهیل ختيځ سیمو پورې واکمني درلوده او د واکمنۍ برم یې د هند تر پوتالي، پوترا  رسیدو.  یفتلیانو د خپلې واکمنۍ په لویدیځه خواکې د ساسانیانو سره نا مالومې سرحدي کرښې درلودې، چې په پر له پسې توګه ددې دواړو سیاسي واکمنیو ترمنځ د سیمو دلاندي کولو لپاره د جګړې اور بلېدو. د یفتلیانو او ساسانیانو لومړی نښته په (۴۴۷ زیږدیز) کال کې د یفتلي بقوت پاچا او بهرام ګور ترمنځ شوېده، چې په دې جګړه کې د بهرام ګور زرین تاج او دهغه ټول مال او منال د بقوت لښکرو ته ورسېده.
   د یفتلي پاچاهانو سیاسي واکمني پراخیدل او د نویو سیمو لاندې  کول بل هغه څه و، چې زابلي یفتلیان ورته ژمن و. په پارس کې د نوشیروان ترواکمني وروسته زابلي پاچاهانو خپله مینه د پارس له لورې لږ کړه او د پارس په ځای يې د هند او د هندوکش شمالي سیمو لاندې کولو ته مخه کړه.
  د چیني مورخ (لیانګ شو) په قول: (( یفتلي پاچاهانو له هغه وروسته چې د هندوکش  زیاتي شمالي برخې لکه ګوالیار، واخان، زیباک او د اموسیند دواړو خواوو ته پرتې سیمي ترخپل واک لاندې راوستې، چې  ژر یې په سهیلي لوري کې د ګندهارا سیمه  هم خپله کړه او ورو ورو یې د هند  وچې په لور د خپلو پراخو فتوحاتو لمن وغځوله)).
  د هندي او اروپایي مورخینو په همدې ټکي یووالی شته، چې د هند په لور د زابلي پاچاهانو فتوحات ورو ورو د یفتلیانو له غرور نه ډک ارزښت د یوې پراخې امپراطورۍ د مرکز په حیث کم کړ. که څه هم (مهراکولا)، (تورامانا)  او دې ته ورته نورو یفتلي پاچاهانو په زیاته پیمانه د خپلې امپراطورۍ سهیلي لوري ته پام کاو.
په  زابل کې واکمنه سلسله په پرله پسې توګه د ساساني یرغلګرو او ترهغو وروسته د عربي لښکرو سره د ترپ او خرپ په جګړو لږ ترلږه  تر (۶۴۰ زیږدیز) پورې بوخت وساتل شول او په همدې ترتیب د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره د اسلام سپیڅلی دین تر پوره خپریدو پورې د خپلو پیاوړو اولسونو ملاتړ له ځان سره درلودی او تر خپل واک لاندې سیمې یې په پرله پسې توګه د (بهرتیا) په وړاندې وساتلې.
د زابل په هکله د پورته یادونو او لنډ بحث ورورسته اړینه نه بولم، چې لا نور هم د زابل د بیوګرافي په هکله پاته شو. نو اوس به راتلونکو څپرکو کې د زابل په پرتمینه خاوره کې زېږېدلي اتلان در معرفي کړو، کوم چې له شپږمې پیړۍ څخه بیا تر اوسه پورې د ادب د ډګر اتلان تېر شوي دي.