د ښاغلي جمهور رئيس او محترم حكمتيار صاحب د پام وړ

 
 
غوښتل مي دا مهم خبر د كوم اعتمادي كس په لاس تاسو دواړو ته ورسوم، خو دې ته په پام سره چي ځنډ راته تاواني وبرېښېد نو ځكه مي د انټرنيټ له لاري د خپرولو پرېكړہ وكړہ.
ډېرى افغانان داسي انگېري چي د سولي اصلي مخالفين په سپېدار ماڼۍ كي راغونډ شوي، دوى د سولي بهير شنډوي او نه پرېږدي چي دولت او حزب اسلامي توافق ته ورسېږي. خو د سولي هغو مخالفينو ته ئې پام نه دى چي د امنيت په شورى كي ئې ځاله جوړہ كړې او دوى تر سپېدار ماڼۍ هم زيات د سولي بهير له گواښونو سره مخامخ كړى. ما ته يوې باوري سرچيني وويل: اتمر په يوې خاصي غونډي كي لوړہ وكړہ چي حزب اسلامي به پرې نږدي كابل ته راشي او په حكومت كي برخه واخلي، داسي شرائط به برابر كړي چي حكمتيار هم د حزب له دننه تر سخت فشار لاندي راشي او هم له بهر او زموږ ټولو شرائطو ته غاړہ كښېږدي. هغه د حزب هيئت ته ويلي چي له دولت سره د بل هر چينل له لاري خپلي اړيكي قطع كړئ، ستاسو هر ارتباط بايد يوازي زما له لاري وي، د جمهور رئيس پرېكړہ همدا ده، غوښتل ئې مذاكرات په بشپړہ توگه د ده په واك كي وي، جمهور رئيس تري خبر نشي او دى وتوانېږي د توافق مخه ونيسي، په تېرو دوو مياشتو كي د ده له لوري داسي غوښتني په پر له پسې توگه وړاندي شوې چي حزب اسلامي ئې له منلو ډډہ وكړي او دې ته اړ شي چي مذاكرات قطع كړي. ويل به ئې: دا ماده د امريكايانو سره كرښه ده، دا د اجرائي رئيس غوښتنه ده، دا د جمهور رئيس خبره ده، په داسي حال كي چي ټولي د ده خپلي خبري او غوښتني وې. خپل فيسبوكي ټيم ئې هم گمارلى وو چي د حزب اسلامي په ضد پاروونكي تبليغات وكړي.
د سولي دښمنانو ته دا مهمه نه ده چي تر هر چا وړاندي دولت سولي ته اړ دى، هر څاڅكى وينه چي توئېږي مسئوليت ئې د دولت او چارواكو پر غاړہ دى، له حزب سره سوله دوى ته تر هر چا زياته گټه رسوي، كله چي مذاكرات پيل شول او په خلكو كي ئې هيلي راوټوكولې نو ومو ليدل چي جگړہ تر ډېره بريده سړہ شوه، هغه هم د جگړي په موسم كي او په داسي حال كي چي طالبانو عمري عمليات اعلان كړي وو، دا عمليات په بشپړہ توگه كم رنگه شول، چارواكو په ډېر غرور سره ويل: د طالبانو عمري عمليات ئې شنډ كړل. خو كله چي دا هيلي تتي شوې او مذاكرات متوقف شول دا دى اوس دولت هره اونۍ يوه ولسوالۍ له لاسه وركوي، د سلگونو امنيتي ځواكونو او عام ولس د وينو او مرگ ژوبلي په بيه ئې بېرته موقتاً ترلاسه كوي. دا حالت پر حزب اسلامي هيڅ اغېز نه لري او سولي ته ئې نه يوازي نه مجبوروي بلكي لا زيات ئې بې نيازه كوي. نه پوهېږم اتمر ولي پر ځان دومره غره شوى چي گمان كوي حزب اسلامي ته به ماته وركړي، كه دى دومره نر وي نو د شوراى نظار چاره دي وكړي.
ما ته همدې سرچينې وويل: كله چي جمهور رئيس ته د حزب اسلامي له لوري لېږل شوى تفاهمليك له بلي لاري ورسېد نو هغه له مطالعې وروسته له ځنډ پرته وويل: زه له دې سره موافق يم، لاسليك ته ئې چمتو يم، دا ئې هم ويلي چي ولي كار ځنډېدلى او ولي زه ترې بې خبره ساتل شوى يم.
دواړو مشرانو ته دا سوال كوم چي د سولي مهمه قضيه په خپله مديريت كړي، داسي خلكو ته ئې پرې نږدي چي نه سولي ته ژمن دي او نه د خپل ولس غم ورسره دى، بهرنيو استخباراتي شبكو ته ژمن دي او غواړي سوله د خپلو غرضونو او سياسي رقابتونو قرباني كړي.