
له هغې ورځې، چې په افغانستان کې د کرکټ پرمختګ پیل شوی، دلته یو شمیر تخریبي مریضان پیدا شوي، چې د پردیو په لمسون او دخپلو شخصي مفاداتو په لټه کې ډوب دي.
په دې وروستیو کې دهغو لاسته راوړنو،چې هېواد مو دکرکټ په برخه کې ترلاسه کړې په نړیواله کچه یې دخلکو توجه راجلب کړې او د دولت په مختلفو برخو کې د کرکټ اداره او منجمېنټ دیوه مثال په بڼه یادیږي،چې په کم وخت کې یې دنېکو کارونو ګراف تر اسمانه اوچت شوی.
دملي ټیم وروستۍ درې دورې،چې لمړی یې دسکاټلیند لوبډله په خپل کور کې له چېلېنج ورکولو سره سره په ګونډو کړه،ورپسې یې دایرلینډ هغه لوبډله،چې پاکستان،بنګله دېش،زیمبابوې لوبډلې یې همېش ترپوزې رسولې په سیالیو کې په خپل کور کې سلامي کړه او هم یې دڅلورو ورځنیو لوبو هغه دوه کلنه لړۍ،چې دلویو وچو دسیالیو په نوم نومول شوې په حیرانوونکې توګه وګټله او دټولو دویمه درجو لوبډلو له منځه یې لمړي مقام ته ځانونه ورسول او هغه یې هم هالنډ ته په خپل کور کې په ماتې ورکولو سره.
دا هم یو ریکارډ حسابولی شو،چې یوه لوبډله دې سرپه سر درې دلوبو لړۍ په داسې ډول وګټي،چې مخالفو لوبډلو ته دې په خپلو کورونو کې سابه ورپه مالګه کړي.
ورسره جوخت دلته افغانستان ته دکرکټ یو داسې هېواد،چې نیږدې اتیا سلنه دکرکټ بودجه له همدې هېواده لاسته راځي او دکرکټ دتاریخ یو داسې هېواد دی،چې له هره اړخه په ځان بسیا دی ( هند ) یادوم او له موږ سره دخواخوږی او ښو کارکردګیو په موخه یې خپله دمعلولینو ملي لوبډله دلته راولیږي او په افغانستان کې په لمړي ځل دټیسټ درجه لرونکي هېواد ملي لوبډله ولیدل شي او هغې لوبډلې ته هم زموږ په کورکې زموږ معلولین ملي اتلان ستره ماتې ورکوي.
ورپسې دمسلسلو کامیابیو لړۍ او غوره اداري کارونه او ځوانه انرژي په کار اچول کیږي،چې دافغانستان د داخلي کرکټ سترې سیالۍ (شپږیزه) په داسې وخت کې،چې دکابل موسم سم دم لوبو ته برابرشي، برابرې کړې.
په دې سیالیو کې دتیر په څیر بیا هم دهېواد دپنځو زونونو پیاوړې لوبډلې او یوه بله یې کابل بازان لوبډله برخه لري،چې دهېواد ملي اتلان او ترڅنګ به یې زموږ نویو لوبغاړو ته داسې طلايي چانس په لاس ورشي،چې دوی له ملي او نړیوالو لوبغاړو نوي مهارتونه زده کړي او په راتلونکي کې دهېواد په درد وخوړل شي.
بل غټ او ترټولو غټ ګام
زموږ دکرکټ بورډ اتلې ادارې،چې په ټول دولت کې یوه بې سارې اداره ده،ددې لویو سیالیو له پاره یې داسې ګام اوچت کړ،چې دټولې نړۍ پام یې دې لور ته راوګرځاوه او هغه هم داچې داسې زمینه یې مساعده کړه،چې اووه نړیوال لوبغاړي یې دې ته چمتو کړل،چې رادې شي او له موږ سره د په شپږیزه کې ولوبیږي.
په دې اوو لوبغاړو کې دنړۍ دکرکټ نامتو لوبغاړي دي ( سلمان بټ،چې دپاکستان دهېواد دملي لوبډلې لوبډلمشر پاتې شوی، کمران اکمل،چې دپاکستان تیز پیلوونکی لوبغاړی او غوره ویکټ ساتونکی حسابیږي، محمد سمیع،چې دتیزې توپ ویشتنې ماهر بلل کیږي، محمد اصف،چې په پیاوړتیا یې سترګې نشي پټلېدلی، خالد لطیف،چې دپاکستان دملي لوبډلې سره یې زیاتې لوبې ترسره کړې او هم دالف لوبډلې پیاوړی لوبغاړی دی،ناصر جمشېد،چې دا هم یو ښه ماهر چپ لاسی توپ وهونکی حسابیږي او هم دزیمبابوې هېواد ښه توپ وهونکی،ښه توپ اچوونکی او ښه توپ ټولوونکی سکندر رضا ).
دا ټول لوبغاړي به دهېواد دزونونو او کابل بازانو لوبډلې باندې تقسیم شي او د دوی په شتون کې به زموږ دغه کورنۍ سیالۍ دنړیوال کرکټ له پاره بل مهم پړاو حساب شي.
اوس به راشو دې ته،چې موږ ولې دخپل هېواد پرمختګ نشو لیدلی ؟ کرکټ یوازې زما او ستالوبه نده، دا دټول هېواد لوبه ده او دې لوبې دهېواد ټولو وګړیو ته په بې سارې توګه خوشحالیانې ورکړې،نو ولې ددې دومره لوی ملت خوشحالیانې نشې زغملی،نو معلومه خبره ده،چې تخریبي مریضان یی.
ښه راته معلوم یی،چې په همدې اداره کې به مو کار کاوه،چې دخپلې ادارې لمن به مو په سر اړولې وه او له یو دفتره به دیوه په تخریب او له بله دفتره به د بل په تخریب تاسو من من خوښې اخیستې،خو نه پوهیږم،چې دې خپل وجدان ته به څنګه سرټیټوی.
بله مهمه خبره،روزانه لګیا وی،چې شفق ته چانس،شفق ته چانس او همدا تاسو یی،چې وایی قانون دې پلی شي،پرېږدۍ،چې قانون پلی شي،همدا شفق دی،چې دخپلې تېروتنې په سبب ورته سزا اورول شوې او باید تیره یې کړي.
لدې وړاندې دافغانستان نامتو لوبغاړي شاپور ځدراڼ خپله شپږ میاشتنۍ سزا تیره کړه،خو یو هم داسې کس پیدا نشو،چې له شاپور سره یې دنوموړي په غم کې ځان شریک کړی وی،ځکه چې شاپور نه غوښتل،چې ځان دې بدنام کړي او په خپله ګناه پوه و او همدا ډول دمیس عینک زون درې نور لوبغاړي ( غمی ځدراڼ، احسان منګل او رشید ځدراڼ ) درې هغه لوبغاړو وو،چې دخپلو ګناهونو سزا یې لیدلې او خپلې اورول شوې سزاګانې یې تیرې کړې،خو کوم کس دا خبره هیڅ مطرح نکړه او دوی هم خپلې ګناوې منلې وې.
رابه شو بیا شفق ته،نوموړي یو ځل پخوا هم ورته سزا تیره کړې او اوس یې باید بیا هم تیره کړي،ځکه چې په پخوانۍ سزا یې دسر ماغزه ځای ته رانغلل.
اوس هم دویم ځل دی،شاید په دریم ځل تقرار یې کرکټ ته مخه ښه ووایي.
خو تاسو ته وایم،اې تخریبکارانو،لمر په دوو ګوتو نه پټیږي او نه هم دکرکټ پرمختګ په دوو ګتو پټېدلی شي او نه هم داوسنۍ ادارې قوي رهبري ستاسو په شان پست خلک له منځه وړای شي.
که رښتیا مو په هېواد زړه بدیږي،لاسونه رابډ وهی او هېواد ته له یوې بلې لارې خدمت وکړی.