
وروسته له هغه چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند تريخ شو او نور يې د شپو تيرول ګران شول؛ نو خپلې کډې يې وتړلې او د ګران هيواد په لور يې مخه کړه.
دا معلومه خبره ده، هغه څوک چې له خپل هيواد نه د غربت او ناچارۍ په حال کې بل هيواد ته مهاجر شوي وي او هلته يې ورځني مصروفيات داسې خواري او مزدوري وي چې يوازې دومره پيسې وګټي چې بيګا ته خپلو بچيانو ته پرې خوراکي توکي واخلي؛ نو داسې خلک به کله د ډیر زيات مال او دولت څښتنان شي او کله به د ځان له پاره کور او ځمکه واخيستلای شي؟
په پاکستان کې د افغان کډوالو وروستی انديښمن حالت خو ټولو ته معلوم دی او هرڅوک چې په اوس وخت کې خپل هيواد ته ستنيږي نو له يو عالم مشکلاتو او ستونزو سره مخ کيږي؛ مګر بله چاره نشته له دې پرته چې خپل هيواد ته ستانه نه شي، هغه که په خپل وطن کې په دښته کې که له شين اسمان لاندې ژوند کول وي او که په ګرمۍ کې په خيمو کې ژوند وي؛ خو د پردي وطن له غيږې ددې له پاره ځانونه راوباسي چې په خپل هيواد کې د ارام شپې تيرې کړي؛ خو هغوی څه خبر وو چې خپل هيواد تګ به ورته د داسې ارام ورکړ چې نه يې د وطن د هوا تنفس ته پريښودل او نه هم د وطن د اوبو څښاک ته، مګر وطن ته د ستنېدو لومړي ساعتونه يې د ژوند وروستي شول.
تاسو به له رسنيو څخه اوريدلي وي چې له پاکستان څخه ننګرهار ولايت ته د تيرې سه شنبې په ورځ ستانه شوي کډوال د پوليسو له لوري وروسته له هغه ووژل شول چې په يوه دښته کې يې د سر پناه د نه شتون له امله خيمې وهلې، دغه غمځپلې کورنۍ د ننګرهار ولايت د حصارشاهي ولسوالۍ په ډاک کې خپلې خيمې ووهلې؛ خو پوليسو د راستنېدو د ستړيا دمې ته پرېنښودل او د هغوی هر کلی يې په مرګونو مرميو وکړ، چې له امله يې دوه تنه ستانه شوي کډوال په شهادت ورسول او ۷تنه نور يې ټپيان کړي دي، ددې ترڅنګ حکومت ۱۲تنه سپين ږيري ستانه شوي کډوال هم له ځان سره بيولي دي.
له پيښې وروسته د سيمې پاريدلو خلکو مړي د ننګرهار ولايت مقام ته د اعتراض په توګه راوړل او له حکومت څخه يې د انصاف غوښتنه کوله، د ننګرهار امنيه قومندانۍ دغه کسان د ځمکو غاصبين بللي دي او ادعا يې کړې ده چې د پوليسو په هوايي ډزو کې کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او ويلي يې دي چې د کډوالو په ډزو کې ۹تنه پوليس هم ټپيان شوي دي.
افغانستان او پاکستان چې د کډوالو په موضوع کې نن سبا له يو بل سره په ضد دي، دواړه خواوې هڅه کوي چې د افغان کډوالو په سرخپله سياسي ترينګلتيا سره وپالي، پاکستان له دغه هيواد څخه د افغان کډوالو په ويستلو او افغان حکومت يې هيواد ته د راستنولو او په هيواد کې د ځای په ځای کولو خبرې کوې؛ خو پاکستان په دې پروسه کې بريالی شو او د افغان کډوالو د ځورولو، مجبورولو او هيواد ته د ستنولو له پاره يې ټولې لارې چارې په کار واچولې او افغان کډوال يې دې ته اړ کړل چې نور خپل هيواد ته ستانه شي، مګر افغان حکومت په خپله اراده کې ناکام او پاتې شو، ددې په ځای چې خپلو هيواد والو ته د سرپناه له پاره ځای په ګوته کړي د موقت اوسېدو له پاره يې هم پرينښودل او د شنه اسمان لاندې ژوند تيرول يې ورباندې په مرګ کړل.
تمه کيده چې افغانستان به خپلو ستنو شويو کډوالو ته ډير خدمات انجام کړي، د ستنو شويو افغانانو له پاره به د ژوند ټولې بنيادي اړتياوې حل کړي؛ خو خبره برعکس ده هيواد ته د کډوالو د ستنېدو د بهير لا يوه میاشت نه ده پوره شوې چې په اړه يې دغه ډول ناوړه او دردونکي خبرونه ترلاسه شول، ددې ترڅنګ ډيری افغانان خپلو کډوالو ورونو سره توپيري چلند کوي او داسې انګيري لکه بل هيواد نه چې پردي خلک افغانستان ته ستانه شوي وي، چې داهم يو ډير ځورونکی حالت دی.
که چيرته دغه ستانه شوي افغان کډوال چې سرپناه ونه لري او نه هم دومره پیسې ولري چې ځان ته پرې کور د اوسېدو له پاره واخلي نو بيا څه وکړي؟ دومره دوی حق نه لري چې په يوه ډاګ کې خيمه ووهي او تر هغې چې حکومت يې د سرپناه غم کوي ژوند تيرکړي. بله دا چې دولت هر چا سره دومره جدي چلند کوي او له هرچا سره د ټوپک په ژبه خبرې کوي، دلته خو نو بيا ژوند بيخي ګران شو او هغه هيلې چې کډوال يې په خپل هيواد کې د ژوند کولو له پاره له ځان سره لري هغه دې بيا بيخي له ياده وباسی.
بله خبره دا چې که چيرته دا په رښتيا سره غصب وي او دغه ځمکه د حکومت له لاسه وځي او حکومت د غاصبينو په وړاندې دومره جدي وي، نو بيا خو هسې هم اشرف غني د غاصبينو په وړاندې د جدي غبرګون ګواښ کړی دی او د حکومت ټول مامورين او لوړ پوړي چارواکي چې په لوړو دندو ګمارل شوي او نومونه يې د افغانستان په لوړ پوړو مفسدينو او غاصبينو کې راځي، هغوی دې لومړی له ګريوان نه راونيسي او دغه د حکومت په ځمکه يې چې خيټې اچولې دي، دغه ځمکې دې ترې راوګرځوي، خو دلته هغه کيسه ده چې وايي «زور مې په تا نه رسي مړ به دې بابا کړم» چې په هغوی يې زور نه رسيږي، نو د خدای په خاطر په عام ولس دې سترګه نه سره کوي، دا خو ډیره د شرم او خجالت خبره ده.
کله چې يو رقيب له بل سره په اختلاف بوخت وي نو هغه ددغه اختلاف د پاللو له پاره له هرې لارې چارې کار اخلي؛ مګر افغانستان په دې هڅه کې پاتې راغی او اوس ورته د پاکستان له لوري دا پيغور هم ورکول کيدلای شي چې ورته ووايي چې هغوی ۳۷کاله افغانانو ته په خپل وطن کې ځای ورکړ؛ مګر افغانان د خپلو خلکو ځای په ځای کولو ته دومره بې حوصلې او بې صبره دي چې اوس يې په خوندي کولو نه پوهيږي.
خو بيا هم وخت نه دی تير شوی، الله ج دې ددغو شهيد شويو افغانانو کورنيو ته د زړه صبر ورکړی، او الله دې په راتلونکې کې داسې پيښې نه رامنځته کوي؛ خو که خدای مه کړه له افغان کډوالو سره په خپل هيواد کې هم داسې توپيري چلند کيږي چې هم له پاکستان نه په زړه مات او د مظلوميت په حالت کې ستانه شوي وي او هم هلته له داسې حالاتو سره مخ کيږي؛ نو د دغو مظلومانو اهونه او فريادونه به حتماً د نظام او منصب ستنې ولړزوي او بیا به د لاسو او پښو وهل بې معنا وي.
نو همدا اوس هم اوبه له ورخه نه دي تېرې شوې، حکومت مکلف دی چې خپلو ولسونو ته بنيادي بشري اړتياوې پوره کړي او هغوی ته د خوندي ژوند زمينه برابره کړي، نه دا چې د هغوی د مجبوريت د بوج برداشت ونه لري او د سوال، زاریو چيغې يې د مردکيو په تريخ غږ کې د تل له پاره خاموشې کړي، چې نه به بيا ولسونه په خوښۍ ژوند وکړي او نه به د نظام ستنې په خپل حال پاتې شي.
د مظلومو شهيدانو کورنیو ته تسليت او غمشريکي وړاندې کوم