
ليکوال: نويد نابـدل
ژباړه: شکـور کامـران
امريکا، افغانستان ته څلور A-29 سوپر ټوکانو برازيلي جنګي ورکړې، چې دفاع وزارت يې څو ورځې په تلويزيونونو کې په اړه اعلانات کـړل او د وسله والو په ځپنه کې يې اغېزناکې وګڼلې. امريکا له ۲۰۱۱ څخه د دا ډول الوتکو د پېردولو لپاره له افغانستان سره د ۴۲۷ ميليون ډالرو قرارداد لاسليک کړی و. د ځنډېدو يو دليل يې په امريکا کې د دوه افغان پيلوټانو تښېتدل و، چې هلته د دې الوتکـو په اړه روزنه ورکول کېده.
که څه افغان چارواکــو دا الوتکـې پرمختللې او د پراخو امکاناتو لرونکې يادې کړې، خو د ځينو لويديځو رسنيو اطلاعات ښيي چې يادې الوتکې ورځينۍ عصري ټکنالوژي ته په کتو ساده او پخوانۍ دي.
د خوست په هوايي ډګـر کې د افغانستان د اردو الوتکې چې د مجاهدينو منګولو ته ولوېدې او په قـوي احتمال اوس د پاکستان د اردو په اختيار کې دي.
په تېر کې افغانستان د سيمې په کچه ډېر پياوړی هـوايي ځواک درلود. افغان هوايي ځواک داسې پرمختللې الوتکـې درلودې چې پاکستان وېره ترې لرله، نو په همدې اساس پر کابل د تنظيمونو له تاړاک وروسته د پاکستان پوځ او د هغه هېواد صدراعظم نواز شريف د خپلو اخواني مزدورانو په لاس فورا لاس په کار شو، لومړی يې د افغانستان اردو له منځه يوړه او پر ځای يې غله او لوټماران حاکم کړل او وروسته يې د هغو پرمختللو تجهيزانو اخيستو او پاکستان ته د لېږدولو زمينه برابره کړه.
د نواز شريف مسلم ليګ ګـوند د خپل رقيب (پاکستان پيپل پارټي) په مقابل کې تل دا شعار پورته کاوه چې (تاسو ډاکه له لاسه ورکړه، موږ کابل لاسته راوړ.) د ۱۹۹۳ کال د فبروري په ۲۲ نېټه د هغه هېواد د مرکزي پارلمان له خوا د نواز شريف د استيضاح په جـريان کې، هغه له ځانه په دفاع کې وويل:((هو زه بايد لاړ شم، ځکه چې ما په سيمه کې تر ټولو مهمه او مجهزه اردو، چې زموږ ملي امنيت ته لوی خطر ګڼل کېده، له منځه يوړه... تاسو تصور وکړئ چې له هندوستان سره د افغانستان ستراتيژيکـو همکاريو به زموږ په سر څه بلا راوستې وی.)
د مسعود نظار شورا د افغانستان ډېری پرمختللې الوتکې او راکټونه په اختيار کې واخیستل، چې تر اوسه يې په اړه مالومات نشته.
د افغانستان پرمختللي وسايل ډېری د افغان خاينانو له خوا پاکستان ته يوړل شول، چې نن پاکستانی پوځ په هغو موږ ته خپل زور ښيي. د شته اطلاعاتو له مخې، د ډاکټر نجـيب الله د حکومت د سقوط په وخت زموږ هوايي ځواک ۶۰۰ بېلابېلې پرمختللې فعالې الوتکې درلودې، چې د هېواد په هر ګـوټ کې د جهاديانو منګولو ته ورغلې، هر يوه سوداګري پرې وکړه او ډېری يې وړيا يا د بوسو په بيه پاکستان ته ورکړې. له دې ډلې د خوست هوايي ډګر د مولوي جلال الدين حقاني لاس ته ولوېد، چې دومره زيات تجهيزات، پرزې او اوسپنه يې پاکستان ته صادره کړه چې په (مولوي کباړ) مشهور شو.
د پاکستان "فرنټييرپُسټ" ورځپاڼې د ۱۹۹۲ کال د اکتوبر په ۹ نېټه پېښور ته د افغان پوځ د يوې الوتکې د لېږد خبر ورکـړ.
سره له دې چې د برهان الدين رباني له خوا (په اېران کې د هغه د استازي انجينر عبدالرحيم پواسطه) په "کاسپين هوايي شـرکـت" د اريانا افغان هوايي شرکـت د نهه ميليون ډالري "توپولوف ۱۵۴" الوتکي د غير قانوني پلورلو اسناد ، چې تقريبا يوازې په څلورنيم لکه ډالره يې پلورلې وه، رسنيو خپاره کړل، خو د دولت له خوا يې بېرته غوښتنه ونه شوه او رباني ته د (الوتکې غل) لقب پر ځای د غلو له خوا د (سولې قهرمان) لقب ورکړل شو.
د پاکستان (دي نيوز انټـرنېشنل) ورځپاڼې د ۱۹۹۴ کال د اکـتوبر په ۱۷ د (افغانستان د خرڅلاو په حال کې) تر عنوان لاندې د کابل د تنظيمي جګـړو په اوج کې د افغان اردو د يوه زرهې موټـر تصوير چاپ کړ، چې د پاکستان سرحدي پوليسو له يوه جهادي قومندان څخه يوازې د ۱۵۰ زره کلدارو په بدل کې اخيستی و.
د برهان الدين رباني له خوا په اېران د اريانا شرکت الوتکې د غير قانوني پلور اسناد څو کاله مخکې په رسنيو کې خپاره شول، خو د غـلو لپاره د معافيت د فضا له امله، هغه او د جـرم ملګري يې هېڅکله ونه پوښتل شول.
لاندې د روس د حاکميت د وخت د الوتکو د ځينو غلو لېست وينئ، چې په فېسبوک کې په پراخ ډول خپور شوی دی.
آيا په جهاديانو کې به داسې باوجدانه سړی پيدا شي چې د الوتکـو د تنظيمي غلو لېست، چې له دې څو چنده زيات دی، راټول او خپور کړي!؟
د هغو خاينو او جاسوسو افغانانو لېست چې زموږ د هوايي ځواک الوتکې او چورلکې يې پاکستان ته لېږدولې دي:
۱ـ تورن جمال الدين په 7/2/1359 له کندهار هوايي ډګر څخه د (Mi ـ8 ) الوتکـې لېږدوونکی.
۲ـ تورن محمد نبي په 28/8/1362 له کندهار هوايي ډګر څخه د (سو ـ 7) الوتکـې لېږدوونکی.
۳ـ جګـړن فقير محمد په 1/7/1362 له کابل هوايي ډګـر څخه د (N-26) الوتکی لېږدوونکی.
۴ـ تورن محمدحسين په 4/2/1364 له خوست هوايي ډګـر څخه د (M-25) الوتکې لېږدوونکی.
۵ـ محمدداود سلطان زوی په 1/8/1365 له بګـرام هوايي ډګـر څخه د (ميګ ـ 21) الوتکـې لېږدوونکی.
۶ـ عبدالمالک په 30/2/1367 له بګـرام هوايي ډګـر څخه د (N-26) الوتکې لېږدوونکی.
۷ـ تورن اسدالله په 1/8/1367 له بګـرام هوايي ډګـر څخه د (مېګ ـ 21) الوتکې تښتوونکی.
۸ـ تورن سخي الله په 12/4/1368 له کندهار هوايي ډګـر څخه د (Mi ـ 35) الوتکی تښتوونکی.
۹ـ تورن محمدحادر په 12/ 4/1368 له کندهار هوايي ډګـر څخه د (Mi ـ 25) الوتکې تښتوونکی.
۱۰ـ تورن جان محمد په 15/4/1368 له بګـرام هوايي ډګـر څخه د (سوو ـ 22) الوتکې لېږدوونکی.
۱۱ـ جلال الدين په 7/7/1368 له بګـرام هوايي ډګـر څخه د (مېګ ـ 21) الوتکې لېږدوونکی.
۱۲ـ (مي ـ 17) ترانسپورتي الوتکـه، چې د شينډنډ ګارنيزيون د قومندان بريد جنرال غلام رسول او د دفاع وزير شهنواز تڼي الوتکه وه، له شينډنډ هوايي ډګـر څخه الوتنه وکـړه او د سياسي بيرو د غـړي نيازمحمد په همغږي په 17/12/1368 پاکستان ته يوړل شوه.
۱۳ـ د تخنيکي بورډ غـړي جګـړن ګلاب الدين پيلوټ، بريد جنرال خواجه محمد شفېع کشاف او ډګـروال سيف الدين د هوايي ځواک او هوايي مدافعې عمومي قومندان ډګـر جنرال عبدالقادر، بريد جنرال مير حمزه او څو نورو کودتاچيانو د شهنواز تڼي له الوتکې سره په يوه وخت په 17/12/1368 له خپلې (N-12) الوتکې سره د اسلام اباد په هوايي ډګر کې ناسته وکړه.
ياد کسان د "آی ايس آی" له تود هرکلي سره مخ شول! دوی مخکې له مخکې د "آی ايس آی" له خوا گمارل شوي او د هېواد د هوايي ځواک الوتکې يې "آی آېس آی" ته ډالۍ کړې؛ په داسې حال کې چې په نظامي روزنه کې يې لوستي چې د دولت وسله د دولت او ملت "ناموس" دی.
ليکـوال: نويد نابـدل