سلیم صافي صیب ته! 

سلیم صافي
پوهېږم تل دې د افغانستان مسله په ډېرې ریښتینولۍ سره یاده کړې او کوښښ دې کړی چې د افغانستان غږ په پاکستان کې په مثبت ډول پورته کړې. دا چې ستا په نوم دا مقاله چا خپره کړې او ولې تا پرې له مجبوریته خوله پټه کړې، مونږ ته بهتره معلومه ده. الله دې تاته هم د حق ویلو پوره جرئت در کړي. 
غواړم په هغه مسایلو وغږېږم چې تاسو په خپله مقاله کې را پورته کړي او تاسو پرې زما څخه ښه خبر یاستۍ. 
تاسو ویلي چې پاکستان د افغانستان د مسلې د عامل پر ځای ځان د افغانستان د مسلې قرباني ګڼي، پاکستان له طالبانو سره اړیکې پرې کړې، له ترهګرۍ سره په نړیواله مبارزه کې یې ګډون وکړ، ۵۰۰۰۰ پاکستانیان ددې جګړې قرباني شول او ۱۰۷ میلیارد ډالر مالي تاوانونه یې وګالل. 
د افغانستان مسله د یوولسم سپتمبر څخه نه شروع کېږي او نه پاکستان له همدې وخت څخه د افغانستان د ستونزو عامل دی. له څلوېښت کلونو چې په افغانستان کې د کومو خلکو وینه تویه شوې، مسولیت یې د پاکستان په غاړه دی. د داوود خان له نظام څخه پیل تر کورنیو جګړو او نن پورې د افغانستان د مسلې او بې ثباتۍ لامل پاکستان دی. دا سمه ده چې له یولسم سپتمبر وروسته پاکستان له طالبانو سره اړیکې پرې کړې او د نړیوالو او افغان دولت ترڅنګ ودرېد. ولې دا باید له یاده ونه باسو چې طالبان رامنځته چا کړل او د چا په زور په کابل واکمن شول. له طالبانو سره د اړیکو پرېکول هم د افغانستان لپاره د ښه نیت د لرلو له کبله نه بلکه نوموړی عمل د پاکستان پر ګټو ولاړ و. له طالبانو سره د اړیکو پرېکولو سره پاکستان په دې وتوانېد چې د امریکا د متحده ایالتونو د قهر څخه ځان وژغوري، په افغانستان او له ترهګرۍ سره په جګړه کې د هند رول کم رنګی کړي او له امریکا څخه پوځي او نورې مرستې ترلاسه کړي. پاکستان د ترهګرۍ سره په جګړه کې دوه مخی رول لوبولی. له یو لوري یې له نړیوالو څخه میلیاردونه ډالر او پوځي توکي ترلاسه کړل نو له بل لوري افغان طالبان د نړیوالو او افغانستان پر خلاف جګړې ته وهڅول، خوندي ځایونه یې ورته برابر کړل او روزنه یې ورته ورکړه. د ۵۰۰۰۰ پاکستانیانو وژل کېدل او د میلیاردونو ډالر تاوان هم پاکستان ته د افغانستان له کبله نه بلکه د خپلو غلطو پالیسیو په نتیجه کې رسېدلي دي. د پاکستاني طالبانو رامنځته کېدل د افغان حکومت او نړیوالو سره د مرستې له کبله نه بلکه په خپلو ښارونو او قبایلي سیمو کې افغان طالبانو د ازادۍ په ورکولو سره رامنځته شول. په ۵۰۰۰۰ وژل شوو پاکستاني وګړو کې ۹۰ سلنه پښتانه مړه شوي او ۱۰۷ میلیارده ډالر د پاکستان عوامو تاوان کړی. ته چې د چا په استازیتوب  غږېږې نو هغوی نه د پښتنو پروا لري او نه د پاکستان د عوامو. 
تا په خپله مقاله کې ویلي چې افغان حکومت پاکستاني طالبانو، بلوچ بېلتون پالو ته پناه ورکړې او د هندوستان ته یې اجازه ورکړې چې د افغانستان خاوره استعمال کړي. 
تا ته یې یوځل بیا یادونه کوم چې افغان دولت د ترهګرۍ ځپلي هېواد په توګه د هیڅ یوې تروریستي ډلې ملاتړ نه کوي او ترهګري د ټولې سیمې او نړۍ لپاره یو لوی ګواښ ګڼي. د ترهګرۍ ملاتړ د هیڅ هېواد په ګټه نه دی. پاکستاني طالبان نه یواځې د پاکستان پر خلاف بریدونه کوي بلکه افغان امنیتي ځواکونه یې هم تل خپل هدف ګرځولي دي. افغان دولت د پاکستاني طالبانو او ددې ترهګرې ډلې پر خلاف تر اوسه پورې ۱۱ نظامي عملیات تر سره کړي او درانه تاوانونه یې نوموړې ډلې ته اړولي دي.د افغانستان حکومت چمتو دی چې ددې عملیاتو ټول اسناد پاکستان ته په لاس ورکړي. ولې پاکستان دې یو داسې سند وړاندې کړي چې دوی د افغان طالبانو پر خلاف جزوي ګام پورته کړی وي. د پاکستان پوځ د ضرب عضب په عملیاتو کې یواځې پاکستاني طالبان، القاعده، چیني او ازبکستاني ترهګر په نښه کړل. د حقاني شبکې او حافظ ګل بهادر د ډلې په شمول یې نور ترهګر خوندي کمپونو ته انتقال کړل او تر اوسه یې ملاتړ کوي. پاتې شوه د افغانستان او هندوستان د اړیکو موضوع نو باید ووایم چې افغانستان یو خپلواک، ملي واکمنۍ لرونکی او بامسولیته هېواد دی. ازادي او ملي واکمني مونږ ته دا حق را کوي چې خپلې داخلي او بهرنۍ پالیسۍ د خپلو ملي ګټو پر بنسټ جوړې او تطبیق کړو. د نړیوالې ټولنې د یو بامسولیته غړي په توګه افغانستان دا خپله دنده ګڼي چې خاوره یې د نورو هېوادونو پر خلاف استعمال نه شي. 
مونږ په مستقل ډول خپله بهرنۍ پالیسي تعقیبوو. هیڅوک دا حق نه لري چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي او یا هم مونږ ته ووایي چې له کوم هېوادونو سره اړیکې وساتو او له کومو سره یې وشلوو. زمونږ په بهرنۍ تګلارې یواځې زمونږ واک دی. مونږ د پاکستان او هندوستان په ګډون د نړۍ له هر هېواد سره نېکې او ښې اړیکې غواړو. هندوستان زمونږ ملګری هېواد دی چې د افغانستان په بیا رغاونه کې یې ډیری مرستې کړي دي. له هندوستان سره زمونږ دوستي د پاکستان په قیمت نه ده او نه هم پاکستان سره زمونږ دوستي د هندوستان په قیمت دی. 
مونږ د هندوستان په ګډون هیچا ته دا حق نه ورکوو او نه مو ورکړی چې زمونږ خاوره دې د بل هېواد پر خلاف استعمال کړي. مونږ نړیوالو ژمنو او قوانینو ته ژمن یو. پاکستان باید له بې ځایه تورونو لګولو ډډه وکړي او په دې دې ډاډه اوسي چې هیڅکله به هم د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف استعمال نه شي. ولې پاکستان د افغانستان دښمنانو او افغان طالبانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده. مونږ او تاسې پوهېږو چې د کویټې شورا د پاکستان د کویټې ښار په نوم ده او له همدې ځایه د افغانستان په دننه کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي. د پېښور شورا د پاکستان د پېښور د ښار په نوم ده چې له همدې ښار څخه خپل فعالیتونه ترسره کوي. د افغانستان حکومت په پاکستان کې د افغان طالبانو د مرکزونو ادرسونه او پتې لري او نوموړې پتې د پاکستان له چارواکو سره ډیری پلا شریکې کړای شوي دي. 
که چېرته ستا په شمول د پاکستان پوځ زمونږ په خبرو باور نه کوي نو مونږ چمتو یو تر څو د ملګرو ملتونو، چین او امریکا په ګډون  دریم ګړي ته د پرېکړې لپاره مراجعه وکړو. پاکستان دې ټول هغه اسناد چې دوی یې د پاکستاني طالبانو، بلوچ بېلتون پالو او د هندوستان د څارګرې ادارې سره د افغانستان د ملاتړ په هکله لري، وړاندې کړي. افغانستان به هم ټول هغه اسناد چې ښيي پاکستان له طالبانو ملاتړ کوي او خوندي ځایونه یې ورته برابر کړي، دریم ګړي ته وړاندې کړي. که چمتو یاست نو بسم الله. 
تاسو ویلي چې د طالبانو پر خلاف د افغانستان پالیسي واضح نه ده. نو زه یې درته واضح کوم. افغانستان غواړي چې پاکستان دې خپل نړیواله وجیبه چې د نورو پر خلاف د خپلې خاورې نه استعمال دی، ترسره کړي. ددې مطلب دادی چې پاکستان دې د طالبانو پر وړاندې نظامي عملیات ترسره کړي ترڅو پټنځایونه یې ورته له منځه یوسي. که عملیات نه ترسره کوي نو د افغانستان-پاکستان-چین- امریکا د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې په چوکاټ کې دې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي. پاکستان په دې ډلې کې وعده کړې وه چې طالبان به د خبرو مېز ته راکشوي او د هغه طالبانو پر خلاف به عملیات ترسره کوي چې خبرو ته نه چمتو کېږي. اوس پاکستان پورې اړه لري چې کوم اپشن انتخابوي. 
تاسو د ملا غیرت بهیر او ملا ضعیف د سپارلو خبره کړې ده. ددوی د سپارلو له کبله له پاکستان څخه مننه کوو. ځکه اوس دواړه په افغانستان کې باعزته او سوله ایز ژوند لري. په دې باوري اوسه که پاکستان نور طالب مشران هم افغانستان ته وسپاري نو سوله ایز او باعزته ژوند به ولري. 
د افغان مهاجرینو په اړه باید درته ووایم چې دا یوه بشري مسله ده او باید پاکستان نوموړې موضوع ته د بشري اصولو او قوانینو په چوکاټ کې رسیدګي وکړي. د افغان مهاجرینو له ستنېدو پرته افغان ملت نیمګړی دی. مونږ تل کوښښ کړی چې افغان مهاجرین خپل هېواد ته ستانه شي. افغان مهاجر د پاکستان په اقتصاد کوم بوج نه دی. پاکستان هر کال په میلینونو ډالر د افغان مهاجرینو د قالینو څخه ترلاسه کوي. د افغان مهاجرینو په نوم په سلګونه میلیونه ډالر پاکستان له نړیوالې ټولنې څخه ترلاسه کړي دي او له همدې مهاجرینو څخه پاکستان د افغانستان پر خلاف په جګړه کې کار اخلي. دا خبره چې د افغان مهاجرو او طالبانو ترمنځ توپیر نه شي کېدلای خورا احمقانه ده. شل ځله پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې افغان طالبانو مشران په پاکستان کې دي او دوی پرې نفوذ لري او دلته له طبي سهولتونو څخه برخورداره دي. خبره د مهاجرینو نه ده بلکه د افغان طالبانو څخه ملاتړ، ددوی روزل او مالي مرستې دي چې پاکستان یې باید بندې کړي.
تاسو ویلي چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري او کنټرول پرې نه لري. دلته خبره کنټرول او نفوذ نه ده بلکه خبره د نړیوال مسولیت ده. پاکستان دا مسولیت لري چې ثابته کړي چې خاوره یې د بل هېواد پر خلاف نه استعمالېږي. معنی دا چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر خلاف عملیات ترسره کړي. 
د مري په رسمي خبرو کې هم د پاکستان دوه مخي توب او دوکه ثابته شوه. نوموړي هېواد دوه کاله د ملاعمر د مرګ خبره پټه ساتلې وه. لمړی دا چې نوموړی خبر خپله د طالبانو له لوري ښکاره شوه او افغان حکومت یواځې د نوموړي د مرګ پخلی وکړ. دویم دا چې کله یو شخص شتون ونه لري نو څرنګه له هغه سره سوله کېدای شي؟
افغانستان له پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او تل یې کوښښ کړی چې له پاکستان سره نېکې اړیکې ولري ولې تر هغه پورې افغانستان پر پاکستان باور نه شي کولای تر څو پورې د ځينو اقداماتو په ترسره کولو سره خپله ریښتینولي ثابته نکړي.