په ایران کې د سني مسلمانانو ډله ايزې وژنې او په افغانستان کې د عدالت نارې

 
دوه اونۍ مخکې په کابل کې د هزاره وو پر لاریون داعش تکفيري ډلې په برید کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله له دې سره سره چې د لاریون پلان کوونکو ته د برید او یا پيښې د کيدو په اړه خبرداری ورکول شوی و، خو د ایران د سفارت په فرمايش او ټينګار سره لاریون وشو او بالاخره په لاریون کې وينې روانې شوې.
تر لاریون وروسته نړۍ دا برید وغانده خو ایران بیا په دې اړه د څيړنو په خاطر يو لیک هم افغان حکومت ته لیږلی وو او يو ډول يي د شیعه ایزم په خاطر له هزاره وو سره سیاسی زړه سوی ښودلی وو خو زړه سوی يي هم داسې وو لکه د پروژې پر وړاندې د هزاره وو درول چې موخه پکې برښنا شوه خو په اصل کې برښنا نه بلکه د رښنا ساکټ په باميانو کې غوښتل کيدو څو ايرانیان هر وخت په ډیر کم لګښت سره وکولای شي د افغانانو کورونه د سويچ په کته کولو سره تياره کړي،د ایران  دا زړه سوی په داسې حال کې وو چې داعش مشخص ويلي وو چې دوی دا بريد ددې لپاره کړی دی چې شل زره افغاني شيعه ګان چې د هزاره نژاد لرونکي دي په سوریه کې سنيان وژني او دوی يي غچ په افغانستان کې واخيست.
د دې افغانانو په اړه په ایراني رسنیو کې هم ښه ډير خبرونه خپاره شوي دي او ډير يي چې وژل شوي دي په ایران کې په رسمي ډول خاورو ته سپارل شوی دي او دا افغانان د فاطميون په نوم د يو لشکر کسان ياد شوي دي چې د شيعه دين له اصولو سره سم د اهل بیت د حرم ساتونکي بلل کيږي او دوی ته همدا انګیزه ورکول شوې او قربانی کیږي.
خو د سکې بل لوری ته بیا ایران په منظم ډول نه یوازې په اسلامي هیوادونو بلکه په خپله په ایران کې هره ورځ سني مشران، سوداګر، علما، مخور او وتلي ځوانان نيسي، وژني او يا يي تر لنډ زندان وروسته په ډيره بې رحمۍ سره په دار کوي.
په ایران کې د سنيانو وژنې او د دوی پر ضد اقدامات دومره غیراسلامي دي چې ان په کفري نړۍ کې يي ساری نشته ځکه په امریکې، بريټانيا، اروپا او نيږدې ټولو کفری هیوادونو کې ديني ازادۍ شته، جوماتونه شته، اسلامي مراکز شته دي خو په ایران کې سنيان ته ان د جمعې د لمانځه، په جهر د اذان او نورو  ديني مراسمو اجازه هم نشته ولې دوی بیا د مذهبي افراطیت او نژادي ستونزو په لړ کې په افغانستان کې هزاره وو ته عدالت له تهران څخه غواړي او په دې اړه د بروجردي وروستۍ لیک او په افغانستان کې د داوود مرادیان او بهزاد په څير د څيرو شتون او د دوی نظرونه په ښکاره ایران ته رسنیزه او فکري جاسوسي ده.
اوس اوس ځينو رسنیو ويلي دي چې په کرج نومي ایراني وحشي زندان کې د لسګونو سني مسلمانانو له منځ څخه ۲۱ تنه يي په ډيره وحشي بڼه په دار شوي دي چې د ولسو تنو جنازې يي کورنۍ ته هم ښودل شوي دی او لسګونو نور لا هم د دار په تمه په زندانونو کې د ایراني پوليسو او قدس د سپاه تر زیاتي لاندې دي.
ويل کيږي په دې منځ کې ۳۷ تنه چې سترګې يي تړل شوې وې او سخت امنيتي تدابیر نيول شوي وو په دار شوي دي او د څو تنو نورو په اړه هم ایراني محاکمو د اعدام حکم کړی دی چې شونې ده په راتلونکو څو ورڅو کې په دار شي.
د شته اسنادو پر بنسټ په اعدام شويو کسانو کې: 1- احمد نصيري 2- ادريس نعمتي 3- آرش شريفي 4- پوريا محمدي 5- عبدالرحمان سنكاني 6- نصرالله مرادي7- بهروز شاه نظري8- بهمن رحيمي 9- عالم برماشتي 10- طالب ملكي 11- شهرام احمدي 12- سيد شاهو ابراهيمي 13- تيمورنادري زاده 14- فرزاد شاه نظري 15- كاوه ويسي16- كاوه شريفي17-فرشيد ناصري18- او فرزاد هنرجو هغه کسان دي چې مړي يي کورنۍ ته ښودل شوي دي.

ويل کيږي په دې منځ کې لاندې ولس تنه نور هم چې ټول۳۴ تنه کيږي اعدام ته برابر دي:1- ﮐﺎﻭه ﻭﯾسي 2- ﺑﻬﺮﻭﺯ ﺷﺎﻧﻈﺮي 3- ﻃﺎﻟﺐ ﻣﻠكي 4- ﺷﻬﺮﺍﻡ أﺣﻤﺪي 5- ﮐﺎﻭﻩ ﺷﺮﯾفي 6- ﺁﺭﺵ ﺷﺮﯾفي 7- ﻭﺭﯾﺎ ﻗﺎﺩﺭﯼ ﻓﺮﺩ 8- ﮐﯿﻮﺍﻥ ﻣؤﻣني ﻓﺮﺩ 9- ﺑﺮﺯﺍﻥ ﻧﺼﺮالله ﺯﺍﺩه 10- ﻋﺎﻟﻢ ﺑﺮﻣﺎﺷتي 11- بوﺭﯾﺎ ﻣﺤﻤﺪي 12- أﺣﻤﺪ ﻧﺼﯿﺮي 13- ﺍﺩﺭﯾﺲ ﻧﻌمتي 14- ﻓﺮﺯﺍﺩ ﻫﻨﺮﺟﻮ 15- ﺷﺎﻫﻮ ﺍﺑﺮﺍﻫﯿمي 16- ﻣﺤﻤﺪ ﯾﺎﻭﺭ ﺭﺣﯿمي 17- ﺑﻬﻤﻦ ﺭﺣﯿمي 18- ﻣﺨﺘﺎﺭ ﺭﺣﯿمي 19- ﻣﺤﻤﺪ ﻏﺮﯾبي 20- ﻓﺮﺷﯿﺪ ﻧﺎﺻﺮي 21- ﻣﺤﻤﺪﮐﯿﻮﺍﻥ ﮐﺮﯾمي 22- أﻣﺠﺪ ﺻﺎﻟحي 23- ﺍوﻣﯿﺪ بيوند 24- ﻋلي ﻣﺠﺎﻫﺪي 25- ﺣﮑﻤﺖ ﺷﺮﯾفي 26- ﻋﻤﺮ ﻋﺒﺪﺍﻟﻠهي 27- ﺍوﻣﯿﺪ ﻣﺤﻤﻮﺩي 28 - قاسم آبسته 29- داود عبداللّهي 30- کامران شیخه 31- خسرو بشارت 32- أیوب کریمي 33- أنور خضري 34- فرهاد سلیمي 35- عبدالرحمان سنكاني 36- جمال موسوي 37- فرزاد شاه نظري.

دا کسان چې له مدافع وکيل او عدالت ته له لاسرسي پرته په دار شوي دي ويل کيږي کورنۍ هم نه دي ور پريښودل شوي څو يي وروستی دیدن وکړي خو ایراني سیاستوال چې په اسلامي نړۍ کې د تيلو او نفتو په زور د شيعه ایزم د راج چلولو خوبونه ويني په اسلامي هیوادونو کې يي اقلیت شيعه ګان د خپلو شومو موخو قرباني کړي دي.
په دې برخه کې د یو اسلامی هیواد په توګه د ایران د آخندي نظام وروستی زیاتی په افغانستان کې لاریونونه او د جاسوسانو روزل هم هغه څه دي چې دوی تر ډيره کوښښ کوي په ملت باور لرونکی افغانستان هم د بهزاد، ناجي،سعادتي، خليلي او.... نورو په شتون کې  ددې نښتو ښکار کړي.
ایران په اسلامي نړۍ کې د عدالت کومه ناره چې کوي يوازې او يوازې شيعه ایزم او د خميني او خامنه اي فکري راج پکې چلول غواړي او که يي دا کار نه کولی په ایران کې پر سنيانو روان زیاتی، د کډوالو ځورول، په لبنان او يمن کې فرقوي نښتو ته به يي موکه نه برابروله خو اوس افغان ولس ته خصوصا هزاره وو ته چې تل له ایراني ادرسونو نارې سورې پورته کوي او د ډيرو سياسي مشرانو زامن يي په قم، مشهد، تهران او کرمانشاه کې ژوند کوي او په ایراني فکر روزل شوي دي باید دا ور ښودل په کار دي چې د بهزاد، افخمي، قم او تهران تباه کونکې پروژې به يوازې او يوازې دوی د تباهۍ کندې ته وغورځوي او ایران به پکې د اقليت وژنې په نوم په نړۍ کې د سياسي مانورونو په لړ کې امتیاز واخلي.
راځئ د ایران او پاکستان د مذهبونو پر وړاندې په یو غږ سره د اسلام په نوم پر مسلمه امت کيدونکي ظلم ته د نه په ویلو سره مسلمه امتونه نور د مذهبی او استخباراتي افراطيت ښکار نه کړو ځکه که چیرته موږ ددې پر وړاندې غلي کيږو شونې ده او لرې به نه وي چې په افغانستان او اسلامي نړۍ کې د وینو تويدلو لړۍ همداسې جاري پاتې شي.
هيڅکله يوه خبره مه هیروۍ چې اهل سنت په خاص ډول په افغانستان کې پاکستاني ملايانو برمته کړی او شيعه مسلمانان بیا د ایران تر برمتې لاندې راتلونکي دي او ایرن کلونه کيږی پر دې پروژه کار کړی دی او سلګونو  دې مشرانو ته يي د ایران آخندي فکر پيچکاري کړی دی او لا هم په ایراني مدرسو کې زرګونو افغان شيعه ګان په زده کړو بوخت دي چې افغانستان ته له راتګ سره يو لوري ته مذهبی افراطیت او بل لوری ته تعصب، کرکه، ایرانی فرهنګ،مصطلاحات او .... راوړي اودې کار ته په افغاني رسنیو کې هم خاص کسان ایران ګمارلي دي او فرهنګي يرغل يي داسې روان دی چې ان ځينې مصطلحات خو په ډيرې خواشينۍ سره د پيسو په زور له ملي شورا هم را تیر شول او يو ډول پر ولس په زوره ومنل شول.
ښه به دا وي چې اهل سنت او شیعه ګان په افغانستان کې د پاکستان او ایران د مذهبی افراطیت او حماقت ښکار نه شي ځکه په تیرو ۱۵ کلونو کې ولس ډيرې قربانۍ ورکړي دي خو هره ورځ موږ ته زموږ قتل داسې ښودل کيږي چې موږ يو بل وژنو خو داسې نه ده لکه څنګه چې سني مسلمانانو ته په کلیو کې طالب ځمکه سره اور ګرځولې اوس ایران کوښښ کوي دا ځمکه داسې پر شيعه ګانو هم سره کړي او کرار کرار په سيمه ایزه کچه لکه په پاکستان کې چې کيږي د شيعه او سني د وژلو او هدفي بریدونو لپاره موکه سازي وشي، اوس نو زموږ مسولیت دی چې د ایران او پاکستان د مذهبي افراطیت د بل شوي اور لپاره ځان په لرګیو يا سون توکو بدلوو که نه په اوبو.