د پاکستان جھاد ثمره وركړه

 
هماغسې چې جنرال ضیاالحق او نورو د پاکستان استابلشمنت فرض كړې وه د پاکستان جهاد ثمره ورکړه.
کابل خوار او په گون‌‌‌‌‌‌ډو شو، د انگور ا‌‌‌‌‌‌ډه، د تورخم دروازه، لو ...... او ‌‌‌‌‌‌ډيورن‌‌‌‌‌‌ډ لاین د خيالي او تحملي كرښې فزیکي. وجود او  پیدا کړ . سرحدي قواو د وجود او قوت هڅې او د بار‌‌‌‌‌‌ډر منجمنت د زرداري هڅې چې د جناب ح کرزي لخوا لندن کې رد شوې خو دادې ورته عملا کار روان دې او یعنې هغه کار چې امیر عبدالرحمان خان کمیتې له 1893-1897ز كاله تحميل او روښانه نشوه کړای او حتی امیر عبد الرحمن خان د تاج التواریخ په حواله هغه وخت رسما اعتراض وکړ چې دا هغه  نقشه نه ده چې سر تیمار ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ ورته ښودلې وه او ګویا دا هغه نقشه نه ده چې د افغان امیر او برتانوي استعمار د نفوذ ساحه يې مالوموله او سر حد نه وه او انګلیسي جانب هم ومنله او د اصلي نقشې وعده ورکړل شوه. اما تر نن عملي نه شوه.
له بلې خوا د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ فرضي  او تحميلي كرښې شرقي  خوا هیڅكله هم حتی د ‌‌‌‌‌‌سر تيمار ډیورند په لیکنو کې د برتانوي  هند خاوره نه وه بلل شوې.
د بر تانوي هند په قلمرو  كې هغه وخت یواځې پېښور او یوه برخه د دیره جات او هغه هم د ګندمک د ګروي خط د نامشروع توافق پر بنياد د استعمار له خوا په یوجانبه ‌‌‌‌‌‌ډول عملي شوې وه. یعنې داچې یعقوب خان د انګلیس ضد سیاست له کبله د خپل پلار امیر شیر علیخان یعنې د پلار په اته کلن بند کې حواس بایللي خاین  ( د انګلیسي جنرالانو  لخوا ورته هم هغه وخت  په لیکنو کې خاین ویل شوای چې هغه مات او د انګلیس سره تسلیم هم وه) اما د ګندمک د ګروي خط توافق ته مجبور شوای او مادي امتیازات يې تر لاسه کړل( لکه چې تاريخ تكراريږي) نو په ١٩٤٧ز كال د هندد وېش پرمهال او د پاکستان د ایجاد پر مهال. باید هماغه هند تقسیم شوای وای چې د هند اداري واحد وه نه له هغه نه بهر.
په هر صورت حقوقي، قانوني او انساني تفاصیل او مستندات زیاد دي خو دلته دا ویل غواړو چې کابل په ګون‌‌‌‌‌‌ډو شو، زرګري جنګونه عوام فریبي ده او پټ خیانت او معاملې نورې پټې نه دي.
تاریخ یې خپل وشرماوه او خپل تقدیر يې خپله ولیکه.
طالبه او د کابل حاکمیته (دواړه د کابل حاکمانو ته وايم) تاسې د دښمن د برنامو، هو پاکستاني دښمن د اصلي هدف مجریان شوئ.
پاتې شو د جمعیت اسلامي او نورو وړ غټو احزابو تاریخي موضع چې راته ښکاري له مخه ای اس ای د تعصب او قومي لومو كې پوره پوره ګیره کړې ده.
پاتې شو حزب اسلامي د جناب ګلبدین حکمتیار په مشرۍ چې سختو مجبوریتونو ګیر کړای او د ملي افغانيسیاست توان یې سخت ضعیف کړای شوای او صراحت توان نه لري.
پاتې شو یو شمېر ملي مشران چې د افغان حاکمیت کابل مې چوکۍ ساتي نو له دوی نه هم توقعات کم او یا مړه دي.
 
د كابل پر حاكميت مسلط متعصب ستميان او افغان ضد ځاکونه منظم افغان ضد خیانت جاري ساتلای او ساتي، افتخار کوم او افتخار لرم چې نو پاتې شو د ملت او د ملت مخکښ با عزته لیکوالانه او د انساني او افغاني عادل او منصف ضمیر لیوالان چې هڅې به جاري ساتو او انشاء الله حقایق او منطق د خبرې به پوره پوره عاموو او له ټولو با احساسه ملي وطنوالو خواهش دی چې حقایق په ټول توان نشر نشر نشر او پخش کړئ.
د لر او بر د یو ملي، سراسري غورځنګ او حرکت پوره پوره اړتیا شته او ددغه کار او ملي حرکت پر اصولو کار روان دی چې. انشاء الله زر به مو په جریان کې واچوو. هڅې شریکول او انتظار نه پاتې کیدل حتمي حتمي او حتمي خبر ده!
خدای ھم نه بدلوي حال د هغه قام
څو چې خپل حالت بدل نه کړي په خپله
و من الله التوفیق