
لیکوال: افسر خان خټک
ژباړه: زمریالی اباسین
د پخواني او اوسني پاکستان ترمنالوژي یا اصطلاح د دغه هېواد د وروستیو سیاسي بحثونو پر یوه ځانګړي مفهوم بدله شوې ده. له دغه بحث سره هم مهاله کله چې په بحثونو کې د تروریزم په تقابل کې د نوي پاکستان د د راولاړېدو پر سر خبرې کېږي، ورته ادعاوې او تضادي نظریات هم منځته راځي.
د ۲۰۱۴م کال د ملي عمل پلان (NAP) او ضرب عضب عملیات په پاکستان کې د امنیت د تامین په برخه کې د نوي څپرکي پیلامه بلل کېده او داسې انګېرل کېدل چې د هر ډول ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې د دغه هېواد د صبر کاسه نسکوره شوې ده. د ۲۰۱۴م کال د ډسمبر په ۲۴مه د پاکستان ټولو ګوندونو ګډه ناسته یا All Parties Conference کې وپتېيل شوه چې حتا د مذهب تر نوم لاندې فعالیت کوونکو ډلو په ګډون که هر ډول ملېشه ځواک وي، نور به په دغه هېواد کې د فعالیتونو بستر ونه لري. داسې انګېرل کېدل چې دغه بدنامې ډلې ټپلې چې د دین په نوم فعالیت کوي، بې وسلې او منحل شي. د پاکستان د پوځ د هغه قانون له مخې چې په ۱۹۵۲م کال کې نافذ شو، په صراحت سره ویل شوي چې هغه څوک چې د دین او مذهب په نوم وسله راپورته کوي او د دولت پر وړاندې جګړه کوي، جټ تور ترهګر (Jet Black Terrorists) بلل کېږي، د ترهګرۍ ضد قانون له مخې به ورسره چلند کېږي. د NAP په یوه برخه کې په هغو ډلو چې تر یوه نوي نوم لاندې فعالیت کوي د بندیزونو لګولو یادونه هم شوې ده. هغه منتقدین چې له ملېشه سازمانونو سره یې د دولت د دوامداره اړیکو د پرېکون د دغه ډول جدیت په اړه شکونه وښودل؛ ځکه غلي وو او څه یې نه ویل چې د پوځ مشرتابه هم د All Parties Conference د پرېکړه کوونکو په ډله کې وو او دغه کار د سوداګرۍ معنا درلوده.
د یو څو میاشتو لپاره د ملي عمل پلان (NAP) اجرا کوونکو دغو غوښتنو ته انعکاس ورکړ. حکومتي ویاندویانو هم په پرله پسې ډول رسنیو ته د ترهګرو د پټنځایونو او د هغوی د هدفي عملیاتو په اړه جزئیات ورکول او همدا راز یې له کرکې او انزجار ډکې ویناوې او د تاوتریخوالي تحریکوونکې لیکنې وړاندې کولې. خو کله چې ۲۰۱۵ کال په پای ته رسېدو شو دا خبره څرګنده شوه چې هر څومره پاکستان بدلون مومي، هماغومره پر خپل حال پاتې کیږي. تمرکز پر دې و چې له زهرجنو مفکورو راووځي نو له همدې امله یې د سند ایالت په Fisheries Department کې د فساد له امله چې ګومان کېده د تروریزم د تمویل سرچینه ده، پر وسله والو ډلو بندیزونه وضعه کړل. انګېرنې دا وې په کراچۍ کې د ډاکټر عاصم حسین روغتون د ترهګرو په بنسټیز هستوګنځای بدل شوی دی. څرګنده شوه چې د دغه نوي روایت له مخې، له ښو طالبانو (افغان طالبان، جماعت الدعوی، جیش محمد) د وېرې اړتیا نشته. سناریو پخوا هم همداسې نه وه؟ د جنرال پروېز مشرف د روښانه منځلاري “enlightened moderation” هغه اصطلاح مو په یاد ده چې د افراطیت او ترهګرۍ د ایډیالوژي د مخنیوي لپاره یې کاروله او د پاکستان په خاوره کې یې د هغو طالبانو د بیا یو ځای کېدو بستر برابر کړ چې په لومړیو کې په افغانستان کې پاشل شوي وو؟
د ۲۰۱۶م کال په نیمايي کې د تروریزم پر وړاندې جګړې بشپړ سرچپه حالت خپل کړ. په ځانګړې توګه، د افغان طالبانو د مشر ملا منصور له وژل کېدو وروسته په پاکستان کې جهادي فابریکې د عمومي احیا پړاو خپل کړ. د مې په ۳۰مه جماعت الدعوه ډله په اسلام اباد کې د پاکستان د دفاع شورا Defense of Pakistan Council تر سیوري لاندې د جهاد پلوو ډلو د یوې ناستې کوربه وه.
د بېلابېلو ډلو ټپلو مشرانو په یو نه یو ډول په څرګنده د افغانستان جګړې ته د شدت ورکولو یادونه وکړه. دوی همداراز په ګاونډیو هېوادونو کې د جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ ته د دوام ورکولو په اړه هم څرګندونې وکړې. د جون په پنځمه هم د افراطي ډلو دغه اتحاد په اسلام اباد کې د قوت ښودلو په موخه یوه غونډه وکړه. یواځې د روژې په میاشت کې جهادي ډلو ټپلو د دوی په وینا د جهاد د ملاتړ لپاره د پاکستان د بېلابېلو ښارونو په جوماتونو کې په عمومي ډول د مالي مرستو غوښتنه کوله. د دغو فعالیتونو په اړه رسنیو رپوټونه خپرول خو د حکومت حال بېخي بل ډول و. په جون کې د پاکستان تحریک انصاف (PTI) حکومت ولایتي بودجې ۳۰۰ میلیونه کلدارې د حقانیه هغې دینې مدرسې مشر سمیع الحق ته چې ځان د طالبانو معنوي پلار بولي، ته ورکړې. دا لا کوم منطق دی چې له عمومي خزانې دې هغو سازمانونو ته پیسې ورکړل شي چې د افراطیت د ترویج په موخه جوړ شوي دي او تر دې مهاله وروستی لاریون د جماعت اسلام، جماعت الدعوه او نورو افراطي ډلو له خوا تېره یکشنبې په راولپنډۍ او اسلام اباد کې ترسره شوه چې موخه یې ظاهراً د هند تر ولکې لاندې په کشمیر کې د پاڅون کوونکو ملاتړ وبلل شو. دې لاریون جوړوونکو په عام محضر کې مالي مرستې راټولې کړې.
دغه ډول کړنې خورا خطرناکې ځکه دي چې په سیمه کې د وسله والو خوځښتونو په رامنځته کېدو سره د سوله يیزو اقتصادي پروژو لکهCPEC, CASA او TAPI د انقباض لامل کېږي. له شک پرته چې پاکستان هغه نه شي ترلاسه کولی. د ملګرو ملتونو له خوا ایجاد شوو ترهګرو شبکو عمومي فعالیتونه به یقیناً د پاکستان د نړیوالې انزوا ماهیت لا پسې زیات کړي. خو تر دې خطرناکه بیا په سیمه کې د داعش احتمالي ظهور دی. هغه واقعیتونه چې د افغانستان په ختیځ کې له داعش سره د تړلو وسله والو پر ضد د دولتي ځواکونو د عملیاتو په اړه له رپوټونو څرګندیږي، دا دي چې قوماندانان او ډېر جنګیالي یې پاکستانیان دي. په کوټ، نازیانو او اچین ولسوالیو کې ډېر جګړه مار د خیبر، اورکزۍ او باجوړ ايجنسیو کې جنګېدونکي ډېر یې د پاکستاني طالبانو تحریک TTPغړي دي. دغه جګړه مار په فعاله توګه په خیبر ايجنسۍ کې د تیرا درې له لارو چې دغو ولسوالیو ته څېرمه دي، افغانستان ته داخلېږي. لشکر اسلام چې مشري یې د خیبر ايجنسۍ منګل باغ کوي، افغانستان ته د دغو وسله والو اصلي لېږدوونکی دی. دغه همکاري چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې رامنځته شوې، دغه راز د مخدره توکو قاچاق او نورو جرمي فعالیتونو ته هم زمینه برابروي. د یادولو ده چې د همدغو عناصرو له امله د افغانستان او پاکستان د حکومتونو تر منځ اړیکې هم له بې باورۍ او ترینګلتیا سره مخ شوې دي. دواړو حکومتونو په دې هیله چې یواځې مقابل لوري ته زیان واړوي، دغه عناصر له پامه غورځولي دي. بالاخره افغانانو په کوټ ولسوالۍ کې د داعش اړوند وسله والو د له منځه وړو په موخه بریالي تصفیوي عملیات پیل کړي چې دا د یوې اغېزناکې ستراتیژۍ ښکارندويي کوي. تر اوسه پورې د ګډو ګواښونو د له منځه وړو لپاره د افغانستان او پاکستان تر منځ د همکاریو هېڅ نښه نه لیدل کېږي. د ترهګرۍ ضد هغه ګډ عملیات چې د افغانستان او پاکستان حکومتونو له خوا د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې اټکل شوي وو هم له دې امله چې پاکستان سولې ته د طالبانو په حاضرولو کې پاتې راغی، دواړو لورو تسهیل نه کړل.
په دې وروستیو کې په عراق او سوریې کې داعش سخت ځپل شوی. ابوبکر البغدادي چې دغه سیمه ښه پېژني، ښايي اوس پر دې کار کول پيل کړي وي چې په افغانستان او پاکستان کې چې ښه بسترونه او جګړه يیز ظرفیتونه لري، د داعش فعالیتونه پراخ کړي. دا به په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو د نوي څپرکي د پرانيستو په معنا وي چې د نړیوالو پام د ځان خوا ته را اړولی شي. خو افغانستان او پاکستان به څه ډول له عراق او سوریې څخه یوه ښه ټېکانه وي؟ دا د دې وخت نه دی چې د مسلمان هېوادونو له خوا نور د شخصي جهاد څپرکي وتړل شي؟ د پاکستان لپاره باید دا د افغان پالیسۍ او نورو مسایلو په اړه د بیا غور وخت وي.
سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه