
د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ د اسمان څکو غرونو، لوړو چينارنو، سر شارو سیندونو، د مستو شازلمیو او پتمنو پیغلو هيواد د افغانستان په نامه شتون لري چې په افغانانو پورې اړه لري، زرګونه کاله تاریخ لري، دنړۍ د دریو تمدنونو څخه یې یو نیم په همدې خاوره کې رامنځته شوي دي . خو تیرو څلويښت کلنو جګړو د دې هيواد هر څه له خاوره سره خاورې کړل .
له ښه بخته په سیمه کې وروستي بدلونونه او د هيواد د ښه اقتصادي موقعیت له کبله د هيواد پرمختګ لپاره یوه ښه موقع په لاس راغلې ده د هيواد اقتصادي پرمختګ لپاره نوې هیلې ټوکېدلي دي حکومت، ولس او کاروباریان باید له دې موقې لا ګټه پورته کړي هر یو خپل مسولیت ادا کړي . حکومت باید د اقتصادي پرمختګ لپاره په یو داسې پلان جوړ کړي چې لومړیتوبونه په کې ذکر شي هيواد اقتصادي بساینې په لور سوق کړي د هيواد هر سکتور لپاره باید پلان جوړ کړي اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
حکومت ، ولس کاروباریان درې واړه لاس په لاس په اقتصادي او ټولنیز سکتورونو کې په دې ډول کړنې ترسره کړو: کرنه عصري کړي،په کرنه کې له ماشين الاتو کار واخلو،د کرنیزو توکو لپاره سړې خونې جوړې کړو،کرنیز توکي د پروسس،پکينګ اسانتیاوې برابرې کړو ، د نباتاتو د مرضونو مخنيوي وکړو ، د کرنيزو توکو لپاره بازار پيدا کړو ،کروند ګرو مسلکي کړو،کروند ګرو ستاینه وکړو، حيواني فارمونه جوړ کړو، حيواني کلينکونه جوړ شي ، د لبنياتو د پروسس لپاره د فابريکې جوړې شي ،د کبانو فارمونه جوړکړو ،د حيواناتو د پوستکو لپاره مارکيټ پيدا شي او د پروسس عمليه اجرا کول ،د ځنګلونو د پرې کولو مخه نيول ،د پرې شويو ونو پر ځای نوي نيالګي کينول شي ، د ځنګلونو له لرګيو څخه د بيلابيلو توکو د جوړولو لپاره د فرنېچرو د جوړولو فابريکې رامنځته کړو . په همدې ډول د صنعت سکتور لپاره پانګه برابره شي ، په هيواد کې د پانګونې شرايط برابرول،په بيلابيلو صنعتونو د صنعت کارانو هڅول،دصنعتي پرمختګ لپاره يو منظم پلان جوړه ول، د ډم، جولا،نداف ، پښ او نوربدو نمونو کاروباریانو نه یادول ،د هيواد کې صنعتي زونونه جوړول، صنعت کارانو ته د پور اسانتياوې برابرول،صنعت کارانو ته د پانګيزو توکو په ورادولو کې د اسانتياوې رامنځته کول،صنعت کارانو ته دصنعت په برخه کې د کورنيو او بهرنيو پوهانو له خوا روزنه ورکړل .
پانګوال باید په هيواد کې پانګونه وکړي ، پانګوالو ته (ځمکه، بريښنا، امنیت، د ماليې کموالی، د پانګونې شرایط، بیمه، ټرانسپورټ، ګودامونه، اسعار، وارداتي تعرفو لوړول، د پانګیزو توکو وارد، بې اړتیا توکو د واردولو مخنیوی ،پور ،توکو لپاره بازار پیدا کول ،د پيسو لیږد رالیږد) او نورې اسانتیاوې برابر کړي ، پانګوال باید، صحي، باکیفیته ، مناسب قیمت ، پر وخت د نورم سره برابر توکي بازار ته عرضه کړي .
په همدې ډول خدماتو په برخه کې : د (ښوونې، تفريحي ، روغتيا، داوسيدو، د پاکو اوبو ، عامو ښونيزو ادارو پر ځای مسلکي ادارې جوړې، ټرانسپورټ،بیمه ،بانکوالی) اسانتیاوې رامنځته کول .
پورتنۍ کړنې باید یوازې حکومت ته وسپارل نه شي په دې کې حکومت ، ولس پانګوال درې واړه باید کار وکړي په کوم ځای کې چې د ولس او خصوصي پانګوال وس کيږي باید لاس په کار شي او په کوم ځای کې چې د دوی وس نه کيږي حکومت باید لاس په کار شي.
که پورتنې کړنې په پوره صداقت سره ترسره شي نو په اسانۍ سره کولای شو چې د خپل وطن له تولیداتو څخه برخمن شو ..او لرې نه ده چې یو داسې افغانستان جوړ کړو چې هر څه مو خپل وي دې ته اړتیا نه وي چې د کور جوړونې لپاره د پاکستان سمنټ وکاروو بلکې د غوري سمنټ به کاروو ،لبنیات به د ایران څخه نه بلکې له لوګر څخه راوړو ،فرنېچر به له ترکې نه بلکې له کنړ څخه راوړو ،سینګار توکي له ایران او پاکستان پر ځای له ننګرهار څخه راوړو،جوس به د پاکستان او د ایران پر ځای د قندهار له انارو ،میدان وردګو له مڼو ،قندوز او بغلان له خټکيو، د ننګرهار له (لیمو، نارنج، مالټې) جوړوو ،ازبکي پلو به خپلوغوړیو کې پخوو،د شمالي د ښورا او شينواري کړايي غوښې به وارداتي نه بلکې تازه د خپلو حیواناتو به وي،د لغمان وګوره به د بامیانو کورتو سره خورو ،قابلي پلو به د هندۍ وريجو پر ځای د قندوز له وریجو پخوو،د لوی پکتیا ډنډه کی د ترکمنستان د ګازو پر ځای د شبرغان په ګازو پخوو،د بريښنان لینونونه د لوګر له مس جوړ کړو، نور فلزې توکي به د بامیانو د حاجګګ څخه جوړوو .
مانا دا خپلې اړتیاوې به په خپله پوره کوو خپل وطن به وي خپل تولید به وي دا کار شاید لږ وخت ونیسي خو په پایله کې به یو داسې هيواد جوړ کړو چې هر څه به مو خپل وي که څوک لار خلاصوي او که بندوي زموږ به پرې پروا نه وي خپل هيواد خپل تولید به ولرو .
په خمتا د وطن فخر کړه ملنګ جانه
پردی پشيمنه ډکه له پيغور
محمد داود نیازی