آيا داسي څوك شته چي د بدمعاش لاريجاني د اخطار او گواښ ځواب وركړي؟

 
 حقپال
د صفوي ايران د مجلس رئيس لاريجاني د افغانستان د مشرانو جرگې رئيس فضل هادي مسلميار ته د دهمزنگ د پېښي په اړہ ليك لېږلى او په هغه كي ئې ليكلي: ... دا پېښه د منلو او زغملو نه ده!!! په دې اړہ څو مختصر عرائض لرم:

  • د لاريجاني ليك د گاونډيتوب او ديپلوماتيكي آدابو خلاف د گواښ او اخطار او د بدمعاشۍ ژبه ده، دا له هيڅ پلوه په ده پوري تړلې او د پارلماني چارو اړوند قضيه نه ده، محترم مسلميار نه د ده سيال دئ او نه دا مسئله په ده او محترم مسلميار پوري تړلي مسئله. د ده سيال د ولسي جرگې مشر عبدالرؤف ابراهيمي دئ، او د مسلميار سيال د ايران د خبره گانو د شورى رئيس دئ، خو لاريجاني د ديپلوماتيكي آدابو خلاف د خپل سيال پر ځاى د مشرانو جرگې رئيس ته ليك لېږي، چي په دې كي ئې خاص شيطانت هدف دئ، غواړي داسي وښيي چي ايران د دهمزنگ د پېښي مسئوليت د پښتنو پر غاړہ اچوي!! آيا په افغان حكومت كي داسي څوك شته چي مغرورو ايرانيانو ته داسي شايسته او د مېړاني ځواب وركړي او د خپل ولس له حيثيت دفاع وكړي چي هيڅ مغرور ايراني بيا افغانانو ته په سپكه سترگه د كتلو جسارت ونه كړي؟!! ايرانيانو ته ووايي: موږ ته د هغو لسگونو زرو ايراني بلوڅانو، كردانو، عربانو، سيستانيانو او نورو سنيانو بې رحمانه وژني د منلو او زغملو نه دي چي ستاسو په لاس او د خميني له تسلط وروسته تر نن پوري وژل شوي، موږ ته په عراق او سوريه كي ستاسو په لاس د سنيانو وژل نور د زغملو نه دي، په اسلامي نړۍ كي ستاسو شرارتونه د منلو نه دي، موږ ته د افغانستان په كورنيو چارو كي ستاسو لاسوهني د زغملو نه دي، د خميني له راتگ تر نن پوري چي په اسلامي نړۍ كي كومي فتنې او جگړي رامنځته شوې او د مليونونو مسلمانانو ويني په كي توى شوې د ټولو مسئوليت ستاسو پر غاړہ دئ.
  • د دهمزنگ په پېښه كي افغانان وژل شوي، نه ايرانيان، هزاره افغانان وژل شوي، د دې مظلومو افغانانو وير هم په افغانانو پوري مربوط دئ، د قاتلانو موندل او مجازات ئې هم په افغانانو پوري، قاتل ئې داعش نه دئ، اصلي قاتل ئې هغه دئ چي دوى ئې په دهمزنگ كي راغونډ كړي وو. موږ د خپل افغان ورور په مرگ ژوبلي اوښكي تويوو، د هر مظلوم افغان پر بې رحمه قاتل لعنت وايو، د هزاره وو قاتلان پښتانه نه بلكي ايرانيان دي، د لاريجاني ملگري ئې اصلي قاتلان دي، دوى ئې د سوريې او عراق مقتل او مذبح ته لېږي او د خپلو شيطاني موخو او اغراضو لپاره ئې د څو ډالرو په مقابل كي جنگوي. كه څه د منلو او زغملو نه دي نو هغه د ايراني چارواكو دغه خائنانه عمل دئ چي د مظلومو او مجبورو افغان هزاره وو له مجبوريتونو او محروميتونو ناروا او ناوړہ استفاده كوي، د اجيرو جنگياليو په څېر ئې د عراق او سوريې جنگي جبهاتو ته لېږي، په افغانستان كي ئې د دوى په نامه جوړي كړې ډلي دې ته اړ كړې چي له امريكايي يرغلگرو سره يو ځاى شي او د سنيانو او پښتنو په خلاف د امريكايي افسرانو تر قومندې لاندي وجنگېږي، همغسي لكه چي په سوريه كي هغوى د روسي افسرانو تر قومندې او د روسي جهازونو تر وزر لاندي د سوريې د مسلمانانو په ضد جنگوي. د هر هزاره هره قطره وينه چي په افغانستان، عراق او سوريه كي توى شوې يا تر دې وروسته توئېږي مسئوليت ئې د لاريجاني او د ايران مشرانو پر غاړہ دئ.
  • د دهمزنگ د خونړۍ پېښي مسئوليت په كابل كي د ايران د سفارت پر غاړہ دئ، دا مظاهره د دوى له لوري ترتيب او تمويل شوې وه، په ايران پوري تړلو وطنپلورو څېرو جوړہ كړې وه، د هزاره وو له احساساتو ئې غلطه استفاده كړې، ايران په افغانستان كي بې امني، جنگ، قومي او مذهبي اختلافات پارول، قومونه يو د بل په خلاف جنگول، د افغانانو ملي وحدت له منځه وړل او د افغانستان تجزيه خپل اساسي هدف ټاكلى، په تېرو دريو لسيزو كي ئې پر همدې پانگوني كړې، ايران له هغو پروژو سره سخت مخالف دئ او د شنډولو لپاره ئې له هيڅ خائنانه اقدام ډډہ نه كوي چي مركزي آسيا د افغانستان له لاري له جنوب سره وصلوي او نفت، گاز او برېښنا ئې له دې لاري پاكستان او هند ته لېږدول كېږي. ايران نه غواړي يو ځواكمن، متحد او سرلوړى افغانستان په خپلي خوا كي وگوري، گمان كوي چي داسي افغانستان به په ايران كي مظلوم سنيان د خپلو انساني حقوقو ترلاسه كولو لپاره پاڅون ته وهڅوي. ايران د همدې لپاره په تېرو دېرشو كالونو كي زموږ هېواد كي د بې امنيو پر دوام پانگوني كړې، شمالي ټلوالي او شيعه ډلو ته ئې د جنگ لپاره پيسې او وسلې وركړې. ايران په افغانستان كي بې امني غواړي، د دې پروا نه لري چي په دې كي شيعه او هزاره مري او كه پښتون او تاجك.
  • موږ د هزاره وو هوښيارو او وطنپالو ته وايو: ايران ستاسو دوست نه دئ، هغه جفا، ظلم، خيانت او له تحقير او توهين ډك سلوك چي ايرانيانو له ټولو افغانانو مخصوصاً له تاسو سره كړى د نړۍ په هيڅ هېواد كي له هيڅ مهاجر سره نه دئ شوى!! نه هندو له مسلمان سره كړى او نه يهودو!! نن مو د عراق او سوريې جنگ ته لېږي، هلته له تاسو د خپلو جنگياليو لپاره ډال جوړوي، په دواړو هېوادو كي ستاسو د مړو شمېر تر ايرانيانو څو برابره زيات دئ، پرون ئې او هغه مهال چي زموږ هېواد روسي ځواكونو اشغال كړى وو او تاسو ايران ته پناه وړې وه، دا طمع مو درلوده چي ايرانيان ستاسو هممذهب دي نو په خلاصه غېږ به مو قبلوي!! خو آيا په ياد مو نه دي چي دغو ايرانيانو له تاسو سره څومره وحشيانه او د انسانيت او مروت خلاف چلن كړى، ستاسو څومره كورنۍ ئې په زور له ايران ايستلې، داسي چي مريض به مو په روغتون كي پاته وو، بچيان په كور كي؛ مېرمن له مېړہ بېل او مېړہ له مېرمن بېل له ايران ئې ايستلئ او په زور به ئې افغانستان ته راشړلئ!!!
  • له ايران او ايران پلوو ډلو او له اشغالگرو رابېل شئ، افغانستان خپل كور او گور وگڼئ، افغانان خپل وروڼه، داسي تگلاره غوره كړئ چي ټول افغانان په گډ هېواد كي د وروڼو په څېر ژوند وكړي، نه يو له بل وېره ولري او نه يو بل ته د دښمن په سترگه وگوري، په گډہ له خپل هېواد دفاع وكړو، هر هغه څوك خپل گډ دښمن وگڼو او په گډہ ئې مقابله وكړو چي افغانستان او افغانانو ته په بده سترگه گوري او د افغانانو تر منځ دښمني او جنگ ته لمن وهي. حقپال
لاندي عكس كي:
 

 
دا يو ئې سردار سليماني د سپاه پاسداران د قدس لښكر قومندان او بل ئې د فاطميانو د هغي لوا هزاره مشر دئ چي ايرانيانو جوړہ كړې، هزاره جنگيالي ئې په كي راغونډ كړي او په سوريه كي ئې جنگوي، تر شا ئې دوه كسان ولاړ دي چي مخونه ئې پټ كړي، دوى هم هزاره دي، خو پېژندل شوي هزاره، ښايي دوى به د دهمزنگ په غونډي كي هم برخه درلوده.