
څرنګه چې زمونږ ګران افغانستان د ولسواکی په نظام که ځوان دی، په دا مانا چې زمونږ ولسونه خپل ځای په نوموړي نظام که په پوره ډول نه پيژني، بیا هم ورځ تر بلې خپلو مسوليتو او صلاحیتو ته متوجه کيږي، او خپل شتون او قوت احساسوي، پوهيږي چې د حکومت جوړونکي او ساتونکي ولسونه دي، ځکه چې حکومت د دوی پر شتون مشروع دی،څرنګه چې په افغانستان که مونږ درې ځلې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کړي، او نوموړو ټاکنو که په هر ډول شرایطو که اکثریتو هغه وطنوالو ګډون کړی دی، چې د انتخاباتو قانون له مخې دوی کولی شول چې ولسمشر انتخاب کړي، نو دلته دخوست ولایت د انتخاباتو پروسې بحث را اخلم، خوستوالو په ډېره مېړانې سره په پوره ګډون په درې واړه دورو که د وطني، جغرافيوي او اسلامي مينې په لرلو سره انتخاباتو پروسې ته پیاوړیتوب، ښکلا او مشروعیت ور بخښلی دی، او ډېره د ویاړ خبره داده، چې خوستوال د ولسمشرۍ ټاکنو په تېرو دورو که په د توانيدلي دي، چې خپل هدف داسې وټاکي، تر څو چې په غوڅ اکثریت داسې نوماند سره همکاره شي چې د هغه پلانونه، تګلاره ، ستراتيژي اوولسي مينه د د وړ وي، چې ټاکنې په خپله ګټه پای ته ورسوي، یعنې خوستوال په غوڅ اکثریت (۹۰% څخه پورته) دګټونکي یا ولسمشر تر څنګ ولاړ دي، را به شم اصل بحث ته، کله چې د خوست ولسونه د ګټونکي ولسمشر سره په اکثریت ډول د ولسمشرۍ د رسيدو لپاره کار کړی نو ولې په تېرو درې واړه ټاکنو که حکومتونه د خوست ولایت قرضداره دي؟ یا ولې په تېرو حکومتو باندې د خوست ولایت حق پاتې دی؟ تحليل: څرنګه چې ولسواکۍ نظام که پیاوړي ولسونه یوه متحد سيستم ته ضرورت لري، چې متحد سيستم باید دښې ستراتيژی، طرحی او پاليسی لرونکی وي، د ولسونو متحد سیستم باید د ټولنې، جغرافیې، کلتور، مذهب او ملي ارزښتونو پر بنسټ منځ ته راغلی وي نه د افرادو پر بنسټ. نو دلته که د خوست ټاکنو ته نظر واچوو، د خوست ولسونو اهداف یا ټاکنه د ستاینې وړ وه اما ټاکنې ته طرحه، پالیسي او پلان یې انفرادي ليدل کيدو، په دا مانا چې خوست میشتو متحد پلان او سيستم نه درلود د خوست مختلفو قومونو، ډلو، ټولنو او سیاسونو په جلا توګه د واحد نوماند لپاره د نوموړي په ملا تړ کار کاوه، يعنې په انفرادي ډول یې ټولنيز هدف لرلو، چې همدا يې لامل شوو چې حکومتونه د خوست قرضداره پاتې شول، که چېرې په ولسواکي نظام که ولسونه د ملي ارزښتونو، کلتور، مذهب او ولسونه پر بنسټ متکي متحد سيستم ونه لري، نو په داسې نظامو که حق غوښتل ګران څه چې ناممکن ښکاري، او د پاسني سيستم په نشتون که ولسونه تل د افرادو یا مشخصو سیاسي ډلو او سیاسونو د شخصي اهدافو ښکار ګرځي. ولسواکي نظام که د پرمختګ یواځينۍ عامل د ولسونو لپاره متحد سيستم موجودیت دی چې د ولسونو، ملي ارزښتو، کلتور جغرافیې او مذهب پر بنا را منځ ته شوی وي. مننه انجينر هلمند