د بریا ۳۰ رازونه

 
لومړی راز
له هغو کارونو څخه، چې باید ترسره یې کړې خوند واخله، پلمې د نور هم ستړی کوي او د سم کار کولو ته دې نه پرېږدي.
که له بریا سره د یوه ملګري په شان وچلېږې، هغه به د سپي په شان هر چېرته درپسې وي.
دوهم راز
هڅه وکړئ کارونه مو د زړه له تله وي، نه د دې لپاره چې مجبور یی ترسره یې کړی، باید په کار مو باور ولرئ. د اوبو ضعیف جریان، یوازې نیمه باغچه اوبه کولی شي.
دریم راز
هر څه چې څنګه دي وې ومنه. یوازې غوښتل بدلون نه شي راوستی، بدلون د باد د چلېدو مخه نه شي نیولای او واوره د نبات په اوبو نه بدلوي؛ که د څيزونو د ښه بدلون غوښتونکی یې، هغې سره څنګه چې دي، هماغسې وچلېږه. 
څلورم راز
تمرین وکړه، چې د ننه خوښ واوسې، مه پرېږده چې نور ستا د خوشالۍ لپاره پرېکړه وکړي، خپله د خوښۍ د کارخانې رئیس شه.
پنځم راز
خپل ذهن په آسمان کې د سپینې ورېځې په شان آزاد پرېږده، هڅه وکړه؛ خو د کار پایله پرېږده چې هر څه کېږي. ورېځې ته د باد د چلېدو لوری څه توپیر لري؟ ولې خپل وخت د هغه څه په خاطر ضایع کوې، چې په خپل واک کې د نه دي؟
شپږم راز
کله چې د کوم کار د کړو لپاره پرېکړه کوې، له ځانه مه پوښته: زه څه غواړم؟ بلکې وپوښته: کوم کار د ټولو په ګټه دی؟
که د نورو د ګټې په فکر کې وې، نور به د څنګ کې کار وکړي او مرسته به درسره وکړي، چې بریالی شې.

اووم راز
کله چې کار ستونزمن کېږي، مه نور ملامتوه مه ځان، انسان هغه وخت لامبو زده کوي، چې په اوبو کې له ډوبېدو ونه وېرېږي. 
اتم راز
د هر کار د بریا لپاره باید د هغه کار د نقشې څخه روښانه تصویر ولرې. هغه وخت لکه څنګه چې په تېز باد کې ګوډي پران کلک نیسې، باید هدف هم هماغسې کلک ونیسې. 
نهم راز
که کوم پلان په عمل کې له هغه څه ستونزمن شو، چې فکر د کو، ناهیله کېږه مه، د نړۍ ټول څيزونه همداسې دي، په ځانګړي توګه که ارزښتمن وي. دا ښايي د هغې دانې په شان وي، چې ظاهر یې ښایسته؛ خو داخل یې خالي دی.
لسم راز
ستونزې موږ  قوي کوي او د سترو بریاوو لارې خلاصوي. په غره ختل آسانه نه دي؛ خو هغه منظره، چې د غره له څوکې ښکاري، ډېره ښکلې ده.
یولسم راز
اراده مو قوي کړئ، ځان په هغه کارونو کې ښکېل کړه، چې ترسره کول یې درته ستونزمن دي، وروسته هغه په جدي توګه ترسره کړه؛ بیا به وګورې چې اراده د دې فولاد په شان، کلکه او روښانه شوې ده. 
دولسم راز
په پوره انرجۍ پر خپلو کارونو تمرکز وکړه. کله چې د کلیسا له رنګه ښیښو نور تېرېږي ډېرې ښکلې او روښانېږي. که کارونه د هم په انرجۍ ترسره کړې، ښکلي او روښانه به شي.
دیارلسم راز
کله چې د کوم کار د کړلو نیت لرې، له ځانه مه پوښته: نورو دا څنګه او په کومه لاره ترسره کړی؟ بلکې وپوښته: څنګه کولی شم هغه په سمه او ښه توګه ترسره کړم؟
په دې پوه شه، چې تل یو نوی حقیقت د کشف کېدو په تمه دی. که د دې احساس شتون نه وی، هېڅکله به کریسټف کلمب امریکې ته نه وی رسېدلی او ګراهام بل به ټلیفون نه وی اختراع کړی.
څورلسم راز
هر کار د زړه له کومې ترسره کړه. که د خپلې انرجۍ شعاع د ذربین په شان، چې د لمر نور متمرکز کوي، په خنډونو متمرکزه کړې، د لارې هر خنډ به دې وسوزي.
پنځلسم راز
نن یو نوی پیل وګڼه، ولې د هغه شي په اړه فکر کوې، چې پرون پېښ شوي یا ترسره شوي؟ ژوند هغه سیند دی، چې تل د راتلونکي په لورې جریان کوي ، یو څاڅکی یې هم بیا د یوه پله له لاندې نه تېرېږي. کار په نوې لاره ترسره کړه، له هر وخت ښه. 
شپاړسم راز
هیلو او فکرونو ته د وده ورکړه. کله چې بهر دومره دومره پراخه چمن وي، چې له هر لوري تر آسمانه اوږد وي؛ نو ولې باید ځان په زندان کې بند کړو؟

اوولسم راز
مه پرېږده چې فکرونه او لیدتوګه د په عادت بدل شي. ډېره هڅه وکړه هېڅکله په یوه ځای کې ونه درېږي، هره ورځ هر کار ته له نوې زاویې وګوره. ژوند د کیسو ډکه صحنه ده، شاوخوا ته د نظر واچوه، د ښکلا ډېرې نښې به ووینې، چې نویو کشفیاتو ته اشاره کوي.
 
اتلسم راز
تر ټولو مهم شی هغه احساس دی، چې نسبت کار ته یې د لرې. په یوه تختهکې د تتو رنګونو شتون د هغې تختيد نقاش د خپګان نښه ده. روښانه رنګونه د نقاش په ژوند کې د انرژۍ او روښنایۍ ښکارندوي کوي. هر کار په خوښۍ ترسره کړه، چې نور هم خوشاله کړې.
نولسم راز
ژوند د زانګو په شان دی، چې کېدای په زړه پورې وي او یا مو حال خراب کړي. که هر ځل زنګېدل تاته د حیرانتیا احساس درکړي، د زنګېدو خوند به احساس کړې. په ژوند کې هم کله چې کوم کار ترسره کوې، د هغې د کړلو څخه د خوند احساس وکړه.
 
شلم راز
د حق خبره ومنه، په دې فکر مه کوه چا ویلې. مثلاً د  دود بوی احساسوې او طوطي د چیغې کړي: کور اور واخیست! آیا میلمنو ته د وایې: دا طوطي نه پوهېږي، چې څه وايي.
یوویشتم راز
د باورونو او حقیقتونو توپیر وپېژنه. حقیقت د بادام دانه ده او باور د هغې دانې پوستکی. که د هر کوم شي د حقیقت په لټه کې یې، باید پوستک یې لرې کړې، چې خپله دانه ووینې.

دوه ویشتم راز
د هر مهم کار له کړو مخکې، لومړی وګوره د هغه کار کړو ته څه احساس لرې. آیا هغه کار مهم ګڼې؟ آيا ریښتينی درته ښکاري؟ آیا له نورو سره مرسته کولی شي؟
درویشتم راز
کله چې احساساتي کېږی، هېڅ  مهمه پرېکړه مه کوئ، که نه نو تېروتنه به وکړی؛ لومړی د ځان آرام کړه. ذهن د سمندر په څېر دی، سمندر چې احساساتي شي، څپې وهي. سمندر هغه وخت د سپوږمي نور ته انعکاس ورکوي، کله چې آرامه وي.
څلور ویشتم راز
په یاد ولره، کله چې له کومې ستونزې سره مخ کېږي، حتماً د حل لاره لري؛ ځکه هر څه یې له خپلې جوړې سره پیدا کېږي. له هر ځل غورځېدو وروسته درېدل او له هرې شپې وروسته ورځ شته.
پنځه ویشتم راز
تل له هغه نعمتونه څخه خوښ اوسه چې ژوند تاته درکړي او د هغه څه په خاطر ګیله مه کوه، کوم چې نه لرې. ودانۍ له هغو تیږو جوړېږي، چې لاس رسۍ ورته لرو، نه د نورو خلکو د چم په تيږو.
 
شپږویشتم راز
هڅه وکړه، د هغه خراب ماشین په څېر چې نه ګلیږي، تل د بښنې غوښتنې په حال کې نه وې؛ له دې کار سره به د نورو پام د خپلو 
تېروتنو خواته واړوې. هڅه وکړه، چې تر ټولو ښه وکړې، هغه وخت موسک شه او حرکت وکړه. یوازې خدای(ج) له هر څه پوره دی.
 
اوه ویشتم راز
په دې نړۍ کې هر ښه کار چې وکړې، له ټولو ډېر خپله تاسره ډېره مرسته کوي، تاته قدرت، انرژي او لوړ درک دربښي. که خپله نقاشي وکړې، نور به یې له لیدو خوند واخي، سره له دې به ستا د  نقاشۍ تجربه ډېره شوي وي. 
 
اته ویشتم راز
د عمل کولو لپاره د خپل ځان دننه څخه امر واخله، د تفکر لپاره دننه څخه مرسته وغواړه؛ ځکه درک او پوهه لټول کېږي، خلق کېږي نه. ځمکه هغه وخت ګرمېږي، چې د لمر خواته مایله شي.
نهه ویشتم راز
هر شی چې سم او ریښتیني وي، ستا او د بل په ګټه دي. خدای(ج) له هر چا ښه پوهېږي، چې څه شی تاته ریښتینې خوښي دربښي. آيا بوټی پوهېږي چې باد یې تقویه کوي یا ستړی کوونکی باران د ښکلو ګلانو د ودې سبب کېږي.
 
 دېرشم راز
هېڅکله مه مغرورېږه، ځکه غرور وژونکی میکروب دی. غرور په تدریجي توګه عقل کوچنی کوي او د دې سبب کېږي، چې هېڅ کار په سمه توګه ترسره نه کړې.