
د بې ګناه انسانانو وژل که د هر چا له خوا په هر ځای کې وي، موږ یې د پخوا په ډول یو ځل بیا په کلکه غندنه کوو.
په دهمزنګ کې په بې وسلې لاریون کوونکو چې پر نارینه وو سربېره په کې ښځې او ماشومان هم وو، حمله او د هغوی وژل او د مذاهبو او قومونو تر منځ تفرقه اچول پر سختو ټکو غندو.
دا چې د لاریون کوونکو د سیاسي کړیو هر هدف و، له هغه سره په دې موضوع کې تړاو ورکول او بیا په ټولیز ډول پرې برید کول، په هېڅ ډول نه شي مواجه کېدای.
دا چې په تېرو ۱۵ کلونو کې تر ډېره پښتون د هزاره او تاجک ورور تر برید لاندې و، همدا ډول زموږ ځیني تاجک وروڼه هم په دغه اور کې وسوځېدل، نن دا دی بالاخره د دغه اور لمن هزاره وروڼو ته هم ورسېده. تر څو چې بهرني پوځیان او بهرنۍ لاسوهنې په هېواد کې شتون ولري، موږ به یو په بل پسې وژل کېږو، هغوی ته پښتون، هزاره او تاجک برتري نه لري، یواځي د محدود وخت لپاره له یادو قومونو څخه د خپلو ګټو لپاره په بېلابېلو نیرنګونو کار اخلي.
بهرنۍ کړۍ غواړي په هېواد کې هر هغه څوک چې د دوی ګټو ته لږ هم زیان ورڅخه رسېږي، په نښه یې کړي. په دهمزنګ کې له برید څخه ممکن دوه موخې به وي، یو دا چې د ایران لپاره سور څراغ وي چې په دغسي مسایلو کې چې د امریکا د خوښې خلاف وي، له پوره احتیاط څخه کار واخلي، بله موخه به دا وي چې یوه بله نوې ډله په کابل او د افغانستان په سيمو کې قوي معرفي شي.
په تېرو ۱۵ کلونو کې موږ د داسې برید شاهدان نه یو چې د لاریون کوونکو په منځ کې دې په دې ډول برید شوی وي، کله چې د ښځو، ماشومانو او بې وسلو خلکو په منځ کې برید کېږي، عواقب نه سنجول کېږي، وېره په کار ده چې کورنۍ، قومي، مذهبي او ژبنیو جګړو او تعصباتو ته په لوی لاس په کور دننه او د باندي لمن وهل کېږي.
زه په ټولو قومونو غږ کوم چې د هېواد د خوندي ساتلو لپاره یو بل ته لاس ورکړي، همدا ډول په اهل تسنن او اهل تشیع غږ کوم چې د بهرنیانو شومو اهدافو ته متوجه وي، تر څو له مذهبي جګړو څخه مخنیوی شوی وي.
هغوی چې لا هم د مجاهد کارت کاروي او د مجاهد په نوم په هېواد کې له دولت او ځینو وختونو کې له ښکېلو جهتونو څخه امتیازات ترلاسه کوي، هغوی دې پوه شي چې د دوی د ورکولو او د له منځه وړلو پلان هم په لاره اچول شوی دی.
که افغانان په خپلو کې سره جوړ نه شي، د جګړې پر ځای سوله غوره نه کړي، یو بل ته انعطاف ونه کړي، همدا ډول به په بېلابېلو وختونو کې د هر قوم او مذهب خلک په نښه کېږي او څوک به يې پوښتنه ځکه نه شي کولای چې پړه به یې طالب، دولت او بهرنیان پر غاړه نه اخلي.
الله ج دي افغان ولس له بدبختیو او د امریکا له خوا له تپل شوو جګړو څخه خلاص کړي، په دې هیله چې زموږ پښتون، تاجک، هزاره، ازبک او د نورو قومونو رښتيني استازي د بهرنیو کړیو شومو اهدافو او موخو ته متوجه شي او د افغانانو د یووالي او سولې لپاره کار وکړي.
د ملي شورا، ازادو او خپلواکو ټولنو، د ولس رښتينو استازو او ځوانانو څځه امید دی چې په لاریون کوونکو د برید جدي څېړنه او پلټنه له دولت او ښکېلو لورو څځه وغواړي؛ ځکه د اسلامي ګوندونو په تګلارو کې داسې ګوند چې له یوې مخې تش لاس سړي، ښځي او ماشومان په نښه کړي او د هغوی د وژلو پرېکړه وکړي، موږ یې مثال په اسلامي نړۍ کې نه دی لیدلی.
زه بیا هم هیله کوم چې زما هزاره او تاجک ورور د پښتون او پښتون مې د دوی تر څنګ ودرېږي، همدغه ډول پېښې د دې پر ځای چې موږ سره لرې کړي، کوشش وکړو چې سره نږدې شو.
یو بل تورن نه کړو، یو بل ته ترهګر او تروریست ونه وایو، د یو او بل مرګ ته خوشاله نه شو، د بهرنیانو له منګولو ځانونه خلاص، له عناد، کیني، بغض، حسد او غچ اخیستلو څخه مخ واړوو، که دغه کار وکړو، نو موږ ټول یو افغان او یو ملت یو، بیا به د دغسي بدو پېښو او د نورو د ګټو قرباني نه یو.