
شاید ډېر ځلي مو داسي یو کچالو چي یوه برخه يې زرغونه سوې وي لیدلي وي، داسي فکر مو کړی دی چي ایا دا د کچالو یوه برخه ولي زرغون رنګ اخیستی دی؟ او دا به څه وجه وي چي د کچالو دا یوه برخه زرغونه سوې ده؟
څه وخت چي کچالو په حالت د غټیدو کي وي، د کچالو هغه برخه چي د لمر وړانګي ورباندي لویږي او یا د حرارت درجه ډیر زیات تغیر وکړي، په دې وخت کي په کچالوو کي د زرغونیدو حالت رامنځ ته کیږي، ای سمي د سولانین په نامه ماده په کچالو کي په وجود راځي.
سولانین سمي ډیر خطرناکه دی، که چيري یې مقدار د انسان په وجود کي لوړ سي، ډیر احتمال سته چي د انسان عصبي سیستم ته په دوامدار بڼه مشکلات پیداکړي.
همیشه په یاد ولرئ، چي زرغون رنګ لرونکي کچالو استعمال نه کړئ! د کچالو هغه برخه چي د زرغون رنګ لرونکې وي پرې او لیري يې وغورځوئ!