
په کابل کې تیره ورځ قومي ټيکه دارانو هزاره ولس برمته کړی وو او د قومي لاريون په لړ کې يي مشخص قوم ته ځينې شعاري غوښتنې درلودې دا غوښتڼې نه ملي وې او نه هم د ملت په ګټه بلکه مشخصې قومي او شخصي غوښتنې وې چې هزاره مظلومان يي وسيله او لامل يي د بهرنیو سفارتونو ويشل شوي ډالر وو، په دې اړه په ټولنیزو پاڼو کې ډير عامه پوهاوی وشو، د روشنايي خوځښت ډير مشران له دې لاريون څخه په شاه شول، په خپل منځ کې يي انشعاب رامنځ ته شو او ان په پر يو بل يي د جاسوسۍ او نورو ته د کارو کولو رازونه په ټولنيزو پاڼو کې افشا کړل خو دا لاریون بیا هم وشو چې پيل يي سوله ايز او پای يي له وينو او ظلم سره مل وو.
پرون په دهمزنګ کې داعشي ترهګر چې کوم وحشت وکړ او وينې يي روانې کړې دا به د افغان ملت په تاريخ کې د عطف ټکی وي، هغه زړه سوی چې ملت وکړ،هغو ځوانانو چې وينې ورکړې،هغو چې په ټولنیزو پاڼو کې يي په دې اړه د عدالت نارې سورې پورته کړې او هغو کابل ښاریانو چې سخت ورځ تیره کړه، زده کونکي له ازموينو پاتې شول، لارې په کانتيرنو وتړل شوې، په موټر کې ناروغانو مرګ په سترګو وليد او شپږ ميلیونه خلکو د څو سوه تنو خلکو غږ ته د لبیک په ويلو هيڅ ډول مزاحمت ونکړ ټول هغه څه وو چې ددې ملت د يو والي او ورور ولۍ ښکارندويي يي کوله او هزاره دې د قومي عقدو له لرلو سره سره تر دې د ډير زړه سوي تمه هم نه کوي.
خو نن کومه پريکړه چې ارګ يا شخصا ولسمشر د دهمزنګ د تاريخي څلور لارې په اړه کړې او دا څلور لارې يي د شهيدانو د څلور لارې په نوم نومولې دا کار يي ملت، آزادۍ، او د آزادۍ د لارې مبارزينو او د دې مبارزينو د ارمانونو پالونکو او افغانانو ته ځکه د منلو نه ده چې ددې څلور لارې وياړلي غازي د ازادۍ او خپلواکۍ په لار کې مبارزه کړې.
د دهمزنګ د څلور لارې امتياز د نايب سالار عبدالوکیل خان نورستاني دی ځکه نورستاني له ننه څه کم سل کاله مخکې د انګريزي ښکيلاک پر وړاندې مبارزه کړې، نورستاني مبارز د قوم لپاره نه برښنا غوښتې او نه يي د قوم په استازيتوب د آزادۍ زغرې پر تن کړې وې بلکه د يو آزاد او آباد افغانستان لپاره يي ځان ته په تاريخ کې ځای جوړ کړی دی او څو چې دا ځمکه اسمان وي نو د نورستاني نوم به نيغ ورسره ياديږي.
بله مهمه خبره داده چې د قومي مظلومیت په لړ کې د هزاره وو تر مظلوميته د نورستان د ولسونو مظلومیت او محروميت په زروهاوو ځلې ډير دی، په نورستان کې نه توریزم ته داسې پام شوی لکه په بامیانو کې او نه هم ولسي شعور ته دومره هڅې او مبارزې شوي دي لکه هزاره ولس ته چې مشخصې شوي دي، نورستاني ولس تل د افغانستان د یو قوم په استازيتوب قومي غوښتنې نه دي کړي او نه هم په دې ولايت کې د بهزاد په څير متعصب، د خليلي په څير پروژه اي او د داوود ناجي، سعادتي او... په څير د نورو په خلاطونو روږدي استازي لري، نورستان ته نه د ایران پيسې راځي او نه هم په کابینه کې لس اته وزیران، سلاکاران، درې سوه جنرالان او.... لري، نورستانيانو ته خميني لمانځلی او نه يي هم لکه بهزاد د ایران په ننګه د ایران له قونسلګرۍ پيسې اخیستي دي، نورستانيان ددې وطن د بچيانو په توګه په غرونو کې ژوند کوي خو کله هم نورو ته جاسوسي نه کوي، نورستان او د نورستاني ولس مظلوميت دومره ډير دی که وخت وی نو شونې ده پوره کتاب پرې لیکل شوی وی.
په افغانستان کې په وروستیو ۱۵ کلونو کې د سړکونو، څلور لارو، علمي مراکزو، تاريخي ځايونو، غونډيو،تپو او..... د نومونو چور تالان روان دی او دا چور او تالان مشخصې ډلې او مشخص قوم ته ورکول کيږي دا اوس نیمی کابل يوازې د يو تنظيم د مشرانو په نوم دی ان تر دې چې د مړه او وژل شوي توپير پکې نه کيږي چې ژوندي وي سياسي امتيازات اخلی او چې مړه شي بیا نو د دوی قبرونه پر تپو جوړ شي او د تپو غصب، خرڅلاو او... پيل شي، همدارنګه ماشوم زوی يي یا وزير شي يا هم جنرال، سلاکار او والي....
که څه هم موږ له تيرې ورځې شاک شوي يو او خولو مو هم نه جوړيږي چې غږ پورته کړو ولې د يو ملي رسالت په پوره کولو سره د حکومت دا کار نه يوازې ناسم بلکه له تیر تاريخ سره تاريخي جفا بولو او له ولسمشر څخه نيولې بیا تر عادي مامور پورې که هرڅوک تاریخ محوه کوي،پر تاريخي څلو او ځايونو مشخص قوم ته امتياز ورکوي دا يي په افغانستان کې ملوک طوایفي او قومي ټيکه دارانو ته يو ډول بازار موندنه ده او شونې ده سبا ته يو بل قومي ټيکه دار هم لاریون تیار کړي ولس مخکې کړي او بله زړه بوګنونکې پيښه وشي.
امنيت خراب دی، دښمن په کمين دی، بيکاري ډيره ده،استخباراتي او تحميلي جګړه هره ورځ افغانان قرباني کوي، نو حکومت باید دا ټولې ستونزې په پام کې ونیسي او په خپلو پريکړو کې دې عاطفي او سیاسي نه بلکه شعوري چلند وکړي که پرون په دهمزنګ کې د قومي غوښتنې په خاطر مشخص قوم راټول شوی وو بريد پرې وشو او دا څلور لارې ورته امتياز ورکول کيږي شونې ده سبا ته پکې نورستانيان او د ملي فکر لرونکي هم خيمي و وهي او يو بل ناورين رامنځ ته شي.
که څه هم حکومت د لاریونونو د نه کولو خبرداري ورکوي خلک سولې او ارامۍ ته رابولي ولې دا ډول کړنې او قومي امتیاز ورکول يي پخپله يو بل ناورین ته لاره هوارول او په ولس کې درز را منځ ته کول دي.
ترهګرو په هر ولايت کې وينې تويي کړي دي په پکتيکا کې پر کرکټ او فوټبال دوو خونړيو بريدونو همدومره انسانان قرباني کړل، په ننګرهار کې داعشي وحشت همدومره وينې تويي کړې او دا وينې لا هم روانې دي، په هلمند کې همدا اوس روان شواخون په لکونو انسانان بې کوره کړي دي او سلګونو نور يي وژلي دي، په کندز کې قومي، طالبي او داعشي پروژو يو غټ اکثريت له انساني حقوقو بې برخې کړی دی او په ټول کې په وطن کې په هر ګوټ کې بل اورونه ددې خاورې له کور کور او سر سر څخه قرباني اخلي نو هیله مې داده چې پر دې پريکړه غور وشي او کوښښ دې نه کيږي يو وار بیا قومونه د يو بل په مقابل کې ودرول شي ځکه دښمن او خصوصا بهرنۍ استخباراتي کړۍ همدې کار ته د لمن وهلو په لټه کې دي او که حکومت دا حساسيت په پام کې نه نيسي او تر عاطفې، شعور ته لومړيتوب نه ورکوي دا يي په هر حالت کې له ملت سره خيانت او قوميت ته موکه سازي کول دي.
له هزاره وو سره ملي زړه سوی وشو، د امنيتي ادارو مسولینو ورته خبرداري ورکړل، ملت ورته وينه ورکړه، په ټولنیزو پاڼو کې پر دوی شوی بريد د بیان پر ازادۍ، افغانستان، انسانيت او انساني کرامت بريد و بلل شو که ملت وي او انسانيت وي تر دې پورته زړه سوی نور نه شي کيدای.
هیله من يم حکومت دا خبرې جدي ونیسي او بل قومی ټيکه دار ته د يو بل لاریون موکه برابره نکړي او د ملت په اړه جوړ شوی ذهنيت بیا قومي او سمتي نه کړي.
شخصا ولسمشر د افغانستان په ټولو نزاکتونو پوی سړی دی، جديت، قاطعیت، د کار اراده او...... يي هغه نموني دي چې خلک يي له دې دومره ستونزو او کړاوونو سره سره پر ځان رامات کړي دي خو که پريکړې او تصاميم يی له داسې احساساتي او عاطفي چلندونو ډک وي نو ګمان نه کوم چې دا وړۍ شړی شي او بل ناورين ته دې په تمه شي.