کرکټ بورډ هڅه کوي نړۍ ته د کابل ګل تصویر وړاندې کړي

 
یو وخت به موږ مهاجرت کې ښوونځي ته تلو ، هلته به د درس تر څنګ لرو پښتنو د کرکټ کیسې کولې ، د لوبغاړو نومونه به یې اخیستل او وخت ناوخت به یې د پاکستان کرکټ لوبډلې د بریا دعاګانې او خوشالۍ کولې.
دا وخت حتا موږ د کرکټ لوبې لا په تلویزون نه وې لیدلې، هو کلیو او بانډو کې به مو عام خلک لیدل چې کرکټ کوي، ولې داسې نړیوالې لوبې چې پاکستانیانو پر تلویزونو کتې موږ ورته لاس رسی نه درلود ، بلاخره یو وخت داسې هم شوه چې تلویزون ته مو لاس رسی پیدا کړ ، ټنډولکر مو وپېژانده او سلیزو ته به مو یې چکې وهلې ، عمران خان مو وپېژانده لکه یرغه اس نړیوالو لوبغالو کې به یې منډې وهلې ، وسیم اکرم ، افریدی ، انضمام او وغیره وغیره مو وپېژندل ، لوبې مو یې کتلې او پردیو لوبو کې به مو د خوښې لوبغاړي ټاکل او چې بیا به مو د خوښې پردی لوبغاړی خدای وواهه ، و به ټکېده بیا به مو ماښام ته ډوډۍ هم نه خوړه ، دا داسې نه وه چې موږ دا کار له بې غیرتۍ کاوه ، بلکې موږ نه پوهېدو چې خپله او پردۍ لوبډله څه مانا ؟
یو وخت داسې هم شوه ، ارمان راغی چې کاش موږ خپله لوبډله درلودی ، موږ خو افغانان یو ، پردۍ لوبډلې او په ماتو او بریاوو یې خوشالي په درد نه خوري ، هسسې وخت ضایع کوو ، هسې ماغزه خورو او هسې ځانونه ستړي کوو ، خو وروسته راسره ذهنونو کې دا فکر ورو ورو په ټوکېدو شو ، د لوبډلې ارمان مو وکړ.
هماغه وو چې خپل ګران هېواد افغانستان ته راستانه شوو ، له ذلیل ژوند څخه خدای ج خلاص کړو ، حکومت رامنځ ته شو ، دیموکراسي پلې شوه ، خلکو سا واخیسته ، ماشومان او ځوانان ښوونځیو او پوهنتونو ته روان شول ، د بیا رغونې کارونه پیل شول او ورسره ورسره د کرکټ لپاره هم یو سېستماتیک حرکت پیل شو.
لنډه دا چې موږ هغه ارمان ته ورسېدو چې تنکۍ ځوانۍ کې مو درلوده ، زموږ هغه خوبونه په خپل وطن رښتیا شول چې د مهاجرت په کوډخو کې مو لیدلي وو ، موږ د کرکټ خاوندان شوو ، موږ د عزت خاوندان شوو ، زموږ غرور پر ځای شو ، زموږ ابرو خوندي شوه ، موږ د سیالیو ډګر ته لاړو ، موږ هسکه غاړه ژوند پیل کړ ، موږ پردیو تلویزونو ته نه ، خپلو تلویزونو ته کېناستو ، موږ خپلو لوبغاړو ته لاسونه لپه کړل ، موږ په خپله لوبډله کې لوبغاړي انتخاب کړل او بلاخره موږ د خپلې ملي لوبډلې په بریا خوشالۍ وکړې.
بې شکه چې رب لوی او هیلې پوره کوونکی ذات دی او بېشکه چې خدای ج غفور او رحیم دی ، موږ ته یې هغه څه راکړل چې موږ اول پېژندل هم نه ، موږ ته یې هغه څه راکړل چې موږ یې لا فکر نه و کړی او موږ ته یې هغه څه راکړل چې ګاونډیانو یې په ممکنه حالت تمسخر کاوه.
ښه دې هیلې ته خو ورسېدو ، دې سیند کې خو مو غوټې وکړې او ګوهر هم په لاس راغلل ، دې ډګر کې خو مو د افغانستان ملي بیرغ ورپاوه ، دې میدانونو کې خو مو ملي سرود وغږېده او بلاخره مو د جنګونو ، تورتمونو ، وحشتونو او جهالت پر ځای نړۍ ته د افغانستان ګل تصویر وړاندې کړ ، خو دا فکر مو بیا هم شکمن و چې افغانستان ته به څوک مهم کسان د راتلو زړه ښه کړي ، موږ خبر وو چې نړیوالو ته افغانستان د قتلونو ښار معرفي شوی ، موږ خبر وو چې ګاونډیانو مو نړۍ ته افغانستان جاهل ورپېژندلی و ، خو موږ خپلې هڅې درېغ نکړې ، موږ د دښمن بدو تبلیغاتو اراده ماتي نکړو او موږ کار وکړ ، موږ نړۍ ته یو بل څه مخې ته کېښودل ، موږ په خاص ډول د کرکټ نړۍ په دې قانع کړه چې افغانستان د تمدن نوم دی ، افغانستان د امن نوم دی ، افغانستان د علم او فرهنګ نوم دی ، افغانستان د ژوند نوم دی او افغانستان د کرکټ نوم دی ، هماغه وو چې د بېلا بېلو اتلولیو تر څنګ مو د کرکټ نړۍ ته کابل ته د راتلو اعلان او بلنه ورکړه ، په لومړي قدم کې دپاکستان کورني کرکټ قهرمانه حبیب بانک لوبډله افغانستان ته راغله ، د یو ورځینیو لوبو سریز مساوي او د څلور ورځینیو لوبو سریز افغانستان وګاټه ، شور شو ، غوغا شوه ، خوشالي شوه ، ولولې شوې او ویاړ شو افغانستان په لومړي ځل د یوې بهرنۍ لوبډلې کوربه توب وکړ ، نه پرې چا ډز وکړ او نه ورته چا سپکه خبره وکړه او د کرکټ د اصولو او اخلاقو مطابق مو بېرته له ماتې سره رخصت کړه او حتا لوبډلمشر یې د مطبوعاتو له لارې اعلان وکړ چې که څوک له کرکټ خوند اخلي افغانستان ته دې راځي.
ورپسې دوست هېواد هند لېوالتیا وښوده ، خبرې ورسره وشوې او د راتلونکو پلانونو تر څنګ حاضر دمه کابل ته د هندوستان معلولینو کرکټ ملي لوبډلې په راتګ هوکړه وشوه او دا دی یاده لوبډله کابل ته راغله ، له افغان سیالې لوبډلې سره به درې شل اوریزې لوبې کوي ، دا دی دوه لوبې وشوې دواړو لوریو یوه یوه لوبه ګټلې ده او د وروستۍ لوبې ګټونکې لوبډله به د سریز ګټونکې لوبډله اعلانیږي ، دا عادي خبره نده ، دا د دوو هېوادونو د دوستۍ تازه کولو او اعتماد پخولو خبره ده ، دا دوو ملتونو د باور فضا زیاتولو خبره ده ، دا نړۍ ته د ګل تصویر وړاندې کولو خبره ده او بلاخره دا د ویاړ خبره ده چې د هند معلولینو کرکټ ملي لوبډله کابل ته زړه ښه کوي ، په داسې حال کې چې کابل ته یو وخت خپله کابلیانو د راتګ زړه نه ښه کاوه ، نو اوس هغه وخت ندی ، اوس پر وطن بهارونه دي ، اوس وطن کې ژوند دی او اوس پر ملت دولت تاو دی او له دولت ملت ، اوس د یوه ویاړلي او متمدن ملت په حیث له نړۍ سره کېنو او پاڅېږو ، د کرکټ بورډ لاس ته راوړنې او نوښتونه د ستایلو دي ، د بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ، اجرایوي رئیس شفیق ستانکزي ، مرستیالانو ، حاجي عزیزالله فضلي ، تاج ملوک عالم ، دوست محمد نظري او د بورډ ټولو کارمندانو ته د زیار ایستلو او ویاړونو راوړلو مبارکي وایم ، کورونه مو اباد چې خپلو دندو ته ژمن یاست.
ښې چارې