
د نومیالی دینی عالم او پیاوړی لیکوال استاذ محقق د نوي کتاب ٫٫والیل اذ عسعس ... نوزایی، افراط گرایی و تنگناها٬٬ د مخکتنې غونډه چې د ښاغلی ډاکټر صیب محب الله زغم په مهربانه او متینه غږ کوربتوب کیده پکې د هیواد نامتو لیکوالانو، د پوهنتون استاذانو، زدکړیالانو، د حکومت لوړپوړو چارواکو، شاعرانو، ادیبانو، دقلم خاوندانو، ډاکټرصیبانو، او ... حضور درلود.
غونډه چې د کمال سادات (د ځوانانو د چارو معین) په وینا پیل شوه، هغه لنډه وینا وکړه او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دندو او مسولیتونو په اړه یې خبرې وکړي او دا یې د یاد وزارت دنده وباله چې د ریښتنو لیکوالانو د کتابونو د مخکتنې او کره کتنې د غونډو چارې سمبال کړي. هغه زیاته کړه: مونږه سره همکار شئ او مونږ ته خپلې ریښتنی څیرې چې د ټولنې په تنویر او روښنایي کې یې رغانده رول درلودلی دی وښئ تر څو د هغوي ولسي او ملي هڅې د قدر په سترګه وکتل شي.
د غونډې دویم ویناوال د معاصرې پښتو ادبی دورې یو ځلانده او نامتو لیکوال، نقاد او د جمهوری ریاست د کلتوری چارو سلاکار وزیر استاذ اسدالله غضنفر و. د استاذ خبرې لکه د تل په شان د ملغلرو ډکې وي او دده له خبرو تل د ژورې فلسفې بوی او خوند راځي، استاذ یو مخکښ افغان فیلسوف دی چې خبرې یې د یونان، اروپا او بیا تر اریانا او ننې افغانستان له تاریخی منظره پیلیږي او دهغو مخینو ته په کتنی سره مسایلو ته ژور نظر کوي او د ابهام غوټې یې پرانیزي. استاذ د بحث غوټه د یونان د فیلسوفانو او نامتو مشاهرو او د هغوي د فکري مبارزو پیل کړه او ویې ویل چې هغوي هر یو سقراط، ارسطو او ... په خپل وخت د دودیزو او صلیقوي ذهنیتونو او حاکمو نامطلبو بهیرونو په مقابل کې فکري پاڅونونه پيل کړل او په نتیجه کې يې د ځینو ژوند ته د پای ټکی کیښودل شو او ځینو د هجرت لاره غوره کړه؛ خو له فکري مبارزې لاس په سر نه شول او لا یې ګړندۍ کړه. د یونان فلاسفو خپل ښونځي د راتلونکو نسلونو لپاره بنسټ ایښونه وکړه او د وخت او شرایطو مطابق ځواب یې د وخت موجوده ستونزو او پوښتونو ته ورکړ او د دوي انقلابی خوځښتیزو هڅو مثبتې او معقولې اغیزې درلودې. استاذ د هسپانیه اسلامی تمدن ته اشاره وکړه او ویې ویل: مونږ د هسپانی په اسلامی تمدن ویاړ کوو او اوس هم پري ویاړو؛ خو هغه تمدن د اخلاقی ماهیت له کبله هم خپلې ستونزې او تشې لرلی چې سترګې تر نه شو پټولی او اخلاقی انحطاط او زوال یې په تدریج تجربه کاوه. استاذ دا هم وویل چې: اسلامی تمدنونه د تاریخ په اوږدو کې اخلاقی او عقلانی زوال او انحطاط تجربه کړي او دا هغه عناصر دې چې اوس هم د نن ورځې د اسلامی نړۍ ولسونه یې د یو نامالوم او مبهم برخه لیک سره مخ کړي.
استاذ د اخلاقي زوال په اړه وړاندې وویل: اخلاقی زوال ښائي په فردی او یا هم په ټولنیز ډول ښکاری شي چې په هر حالت کې کواي شي د یو تمدن اخلاقی بنیاد جرړې وباسي.
استاذ په خپله وینا کې د لیکوال او د هغه د ارزښمنده اثر په اړه وویل: چې هر لیکوال یو کتاب لیکی او نور کتابونه او لیکنې یې هغه فکري خط تعقبوي؛ نو دې ټکی ته په کتنې سره د ښاغلی استاذ محق دا کتاب د هغه یوه اصلي هسته ده چې د ده د فکري منظومو مسیر نور هم غښتلی کوي. استاذ د استاذ محق کتابونه ټول اصیل وبلل او استاذ محق یې یو اصیل لیکوال وباله او ويې ویل چې اصیل لیکوال ځکه ورته وایم چې لاندې ځانګړنې لري:
د غونډې دریم ویناوال عبدالکبیر صالحی و. ښاغلی صالحی د یو لوړ قضاوت او هسک فکري انداز خاوند و. صالحی صیب د اسلام ریښتنی او حقیقی فکري بهیر په وړاندې شته خنډونه په ګوته کړل او په اړه یې وویل:
د کتاب په اړه:
استاذ محق کتاب په شکایت پیلوي، هغه له اسلامی ملتونو نه ګیله کوي او وایې دا برخه لیک چې اوسنۍ ملسمانې ټولنې یې تمرینوي یوازی په بهرنی عواملو نه څرخي بلکی تر هغو زیاتې دنني یا داخلی عوامل او عناصر لری چې خورا مضر او منفی واقع شوي دی، نامطلوب او نامالوم سرنوشت یې مونږ ته را په برخه کړي. استاذ په دې باور دې چې دومره کفار نه شي کولای اسلام ته په سل کلو کې هم ضرر ورسوي لکه څنګه چې یو ناخلافه او ناپوه مسلمان د اسلام په سپیڅلې او مقدسه لمن تور داغ کږدی او داسلام واقعی او حقیقی هویت ته زیان رسوي. د سریزې په یوه څنډه کې استاذ محق د اسلامي هیوادونو یا په بل عبارات د اسلامي ټولنو حالت له شپې سره ورته ګني او وايې هرې خواته تته تیاره خپره ده او د مسلمانانو زړونه یې تور کړي دې. د دې تیارو څخه وتل خورا لوړه حوصله غواړی چې د مبارزې به بهیر کې باید رعایت شي او دا قافله تر منزله رسول یا هم د واقعی او ریښتنی اسلام واقعی تصویر خلکو ته ښودل او ریښتني ارشادات پلی کول تر ډیره بریده دا اغزنه لاره یو څه له ځنډ سره مخ کوي او په دې لار کې د چلنجونو په مقابل کې باید مقاومت وشي تر څو د ظلمت او ناپوهۍ دراوزه بنده شي. استاذ وایې: مونږ لا هم تر اوسه په شپه کې یو او دا شپه زمونږ د کړنو او پریکړو پایله ده. استاذ د اوس مهال اوږده چوپتیا او د تیارې نه ډک حالت د نورو عواملو تر څنګ د دوو عاملو حضور ته اشاره کوي چې یو یې د تاریخ په اوږدو کې کلتوری انسداد او بل یې د تاریخ په اوږدو کې سیاسي استبداد دی. کتاب په ټوله کې پر دې څرخې چې څنګه د نوی والی حرکت او بهیر منځ ته راغی، کومه اخیستنه تر وشوه او کوم عوامل یې د جوړښت کیدو او بهیر کیدو سب شول، او بل د تندلاریتوب نه ډک برداشت له اسلام څخه دی چې دا د اسلامی نوی والی بهیر په وړاندې یې خنډونه پیدا کړل. هغه په خپله سریزه کې دا هم په ډاګه کړي چې: نه غواوړ د دا سې یوې ډلې اوسو چې په هیرو کې ګیر پاتې وي البته هغه هیرې چې خپل ماهیت او حرارت یې له لاسه ورکړي وي او مونږ پکې د داسې یو ګوهر او جوهر پلټنه کوو چې قطعا موندني یې کړونی نه وي او یا هم اصلا وي نه. او که چیری داسی یو څوک یا هم ډله پیدا شي چې مونږ دې واقعیت ته ځير کړي او یا هم زمونږ سترګې د یوه مسلم واقعیت په لوری پرانیزی نو مونږ طبعا چې پري ټاپه لګوو، یا هم له هغه کرکه کوو او یا هم د دښمنۍ ملا ورسره تړو. هغه په خپله سریزه کې دا هم ویلي چې باید دینی فکر و څیړل شی او پری پوره غور وشي تر څو هغه څه چې داسلام له دین سره قطعا ګډه وجه نه لری او مردود ګڼل کیږی د ځینو لخوا ورته اسلامی صبغه ورکول کیږي او هغه له اسلامی قلمرو بلل کیږي. هغه دا هم ویلی چې له پیغمبرانو نه راهیسی دا دنده د هوښیارو او بیدارو عالمانو ده چې دین له خرافاتو جلا کړي او ریښتنی دین د خدای تعالی مخلوق ته بیان او توضیح کړي.
لیکوال: خلیل الله توحیدیار ساپي