فساد او مجبوريت

 
د مجاهدينو تر سپېرې حکومتي دورې  وړاندې له فساد سره حکومت او ملت دواړو بلدتيا نه درلوده يوازې حکومت يې له نوم سره اشنا و او بس، چا ورسره په بشپړه توګه بلدتيا نه درلوده  او نه يې ورته بلدتيا ارزښت درلود، ځکه ژوند په داسې ډول پرمخ روان وو چې نه چا د بيوزلۍ له کبله خپل بچيان خرڅول او نه هم داسې چارواکي موجود و چې وګړي يې د بچيانو خرڅولو ته اړ کړي وای. ژوند په خورا ښه ډول روان وو چا د چارواکو له کړنو څخه سر نه ټکاوو خورا د ورولۍ او ارامۍ ژوند پرمخ روان و، حکومت د ملت او ملت به د حکومت ملاتړي ول دواړو به په ګډه د هيواد د پرمختګ په چارو کې د زړه له تله ونډه اخيستله.
خو د نوې انتقالي دولت په رامنځته کېدو سره کله چې حامد کرزی د هيواد ولسمشر شو ورسره سم د فساد ريښه هم رابرسېره شو او د وخت په تېرېدو سره يې ريښې وخځېد،ورو ورو يې وده وکړه او دادی اوسمهال يې کچه خپل اوج ته رسېدلې ده.
کله چې نوې انتقالي دولت رامنځته شو نو حکومتي ادارې داسې فساد خوښو افرادو ته وسپارل شوې چې تل يې د شخصي شتمنۍ په اړه فکر کاوو او په بشپړه مانا سره د حرص ښکار شوي و، دوی په داسې حال کې چې د پراخې او زياتې شتمنۍ خاوندانو و خو بيا حرص د انسان يو داسې خاصيت دی چې که د نړۍ ټوله شتمنۍ هم د دوی په واک کې ورکړې نو قناعت به حاصل نه شي.
کله چې حامد کرزی ولسمشر شو نو ددې کرغېړنې پدېدې  په لور يې هيڅ ډول پاملرنه ونه کړه او ټولو اداراتو به خپلې کړنې په خپل سري ډول پرمخ وړلې له دوی څخه يې پوښتنه نه کوله او په بشپړه مانا يې له بې غورۍ څخه کار واخيست د مجاهدينو تر دورې وړاندې مې د تېر حکومت له يوه مامور څخه يوه ورځ وپوښتل چې تا ولې د ولسمشر کرزي د واکمن پرمهال دندې ته زړه ښه نه کړ دغه مامور راته په ځواب کې وويل چې ماته ولسمشر کرزي څو ځلي د وزارت وړانديز وکړ خو ما زړه ښه نه کړ چې له دې فاسد حکومت سره دنده ترسره کړم هغه وويل چې ما کرزي ته مخامخ ډول وويل چې زموږ د واکمنۍ پرمهال زموږ د حکومت ګڼ شمېر دولتي او نظامي افراد  د مجاهدينو له خوا په شهادت ورسېدل له دوی څخه کونډې، رنډې او يتيمان پاتې شول د دغه کونډو له ډلې څخه ګڼ شمېرو يې د بيوزلۍ له کبله فاحشه خانو ته مخه کړه په اخلاقي فسادونو کې اخته شوې او يتيمان مو څوک موټر مينځونکي او څوک د بوټانو رنګونکي او يوه اندازه د خيرات په غوښتلو روږدي شول اوس که چېرې هغه کونډې او يتيمان ما په دې وزارت کې ويني چې ژوند مې په خورا هوساېنه پرمخ ځي نو هسې نه چې داسې فکر وکړي چې دې شخص د هيواد او ولس لپاره نه بلکې د يوې څوکۍ لپاره مبارزه کړې، زموږ د پلرونو او خاوندانو په وينو يې معامله وکړه او زموږ ژوند يې دې حالت ته راورساوو نو له همدې کبله ما زړه ښه نه کړ ترڅو چې په هغه حکومتي اداره کې  دنده ترسره کړم چې وړاندې دی زما او زه د ده وينو تږی وم خو اوسمهال چې څوک فساد کې نو ځان مجبور ګڼي او د فساد کول خپل مجبوريت بولي، دوی په پراخه کچه مفسد او په فساد کې ډوب چارواکي دي  هر حکومتي چارواکی د ميلونونو ډالرو شتمنۍ خاوند دی خو بيا هم کله چې يو انسان په يوه عمل روږدی شي نو بيا يې پريښودل لږ څه ستونزمن وي خو دا چارواکي نه د دې عمل د پريښود هوډ لري او نه پخپلې شته شتمني قناعت، له يو څو تنو دولتي چارواکو مې اورېدلي چې وايي موږ فاسد نه بلکې مجبور يو خو دې ښاغلو لاتراوسه پورې د خپلې مجبورۍ دلايل نه دي څرګند کړي اوس پوښتنه دلته چې ايا دوی د شتمنۍ له قلت سره مخ دي؟  که مخ دي نو ايا د خلکو د حقوقو تر پښو لاندې کولو سره دوی غواړي شتمن شي؟ که هو نو بيا دوی د ولس ژغورونکي نه بلکې د ولس وژونکي دي، که چيرې د بيوزلۍ خبره وي نو بيا خو ولس له پراخې بيوزلۍ سره مخ دی ولې دوی ته د فساد زمينه نه برابروي چې د وچې مړۍ له خوړلو څخه خلاص شي اوس چې د فساد په نوم هر ناوړه کار ترسره کيږي نو زه يې ستر لامل پخوانی ولسمشر حامد کرزی ګڼم ځکه هغه وخت يوه داسې نوې حکومتي دوره رامنځته شوه لکه چې يو ماشوم نوی له موره  زېږېدلی وي او دا ماشوم له هر ډول ګناهونو پاک او سپيڅلی وي که دې ماشوم ته په هر ډول روزنه ورکړل شي په هماغه ډول وده کوي که د پوهې او ادب په لار يې روان کړې نو په راتلونکي کې به د نورو د درد دوا شي خو که برعکس د يوې بدې لارې ښوونه ورته وشي نو کېدای شي چې راتلونکي کې د نورو لپاره د ستر ګواښ په توګه شتون پيداکړي ولسمشر کرزي کولی شول چې دغه نوی ماشوم په داسې ډول وروزي چې د ولس د ستونزو د حل سبب وګرځي ، د هيواد پرمختګ خپل مسوليت وګڼي  او په ټوله مانا يې هيواد ته د يوې مور په سترګه کتلی، خو ولسمشر کرزي داسې ونه کړل ولس يې د تل لپاره د بيوزلۍ اوفقر  په ستونزو کې ښکيل کړ، ولس يې له تل پاتې ناورين سره مخ کړ او دوی ته يې د ژوند تر پايه يو سرخوږی پيدا کړ کرزي دا هڅه ونه کړه چې په خپل حکومت کې د يوه فاسد شخص دوسيه هم وڅېړي ټولو ته به يې په خورا خوندوره لهجه وويل چې «بګيريد ولې در خارج مصرف نکنيد» نوکله چې يو واکمن په خپل د عام ولس ښېګڼه نه غواړي نو دته بيا د مشر کلمه استعمالول ستر کفر بولم اوسهمال چې د ولسمشر اشرف غني دوره ده نو ده هم لا تراوسه د فساد پر وړاندې د مبارزې کوم عملي ګام نه دی پورته کړی ټول حکومتي چارواکي يې خپل زور ته په کتو سره فساد ته لمن وهي وزير د وزارت تر وسې او ترافيک  ټرافيکۍ تر وسې په فساد اخته دي هر څوک د خپل جيب په ډکولو بوخت دي په څو مياشتو کې له يوه ملنګ څخه خورا شتمن شخص جوړ شي، د همدې کرغېړنې پدېدې له کبله موږ هرکال په فساد کې دويم يا دريم مقام خپلوو چې دا نه يوازې زموږ د حکومت بلکې د ملت لپاره هم ستر شرم دی خو له ملت څخه هم اوس لار ورکه ده د ښه او بد ترمنځ توپير ورته ګران شوی، په چارواکو د ولس باور تر ډېره له منځه تللی چې څوک په نيکو افرادو هم باور نه کوي لکه په متل کې چې وايي« د وچو له تپه لامده هم سوځي»  اوسمهال په دولتي ادارو کې داسې افراد دي چې په هر ډول غيرقانوني کړنو لاس پورې کوي خو داسې څوک نشته چې پوښتنه ترې  وکړي ما ليدلي چې ځينو دولتي چارواکو هغه مهال چې چارواکي نه وو پوره ملنګان او سرمايه به يې په کلدارو شمېرل کېدله خو چې کله به هم چارواکی شو نو د يوې مياشتې په اوږدو کې به د ډالرو، لوړو ودانېو، د تيلو پموپونه او بيلابيل ښارګوټو مالکان شول چې ستر لامل يې د کرزي کارنامه(فساد) ده اوسمهال ولس د زياتې بيوزلۍ له کبله خپل بچيان نه شي ساتلی ګڼ شمېر دېته اړ دي چې خپل بچيان يانې د زړه ټوټې په داسې افرادو وپلوري چې سمه رزونه ترلاسه کړي ځکه دوی يې د خوراک لګښت نه شي پوره کولی نو د نورو مصارفو خبره خو پرځای  پرېږده.که چېرې نوی او راتلونکی حکومت د فساد په وړاندې ريښتنې مبارزه پيل کړي نو کېداې چې په څو لسيزو کې د دې کرغېړنې پدېدې کچه راټيټه کړي او که تش په نوم مبارزه موجوده وي او په عمل هيڅ نه وي نو شونې ده چې هيواد او ولس به مو د قيامت تر ورځې له دې ناوړه پدېدې سره لاس ګريوان وي.
د يو هوسا او له فساده پاک لوی افغانستان په هيله!