
ډاکټر شير حسن "حسن"
د روسيې په پلازمېنه مسکو ښار کې د مېشتو افغانانو سراسري اتحاديې د افغانستان د استقلال د اوه نويېمي کاليزې د هرکلي په وياړ، د روسيي د مليتونو د خونې په همکارۍ د «اسرار خلقت» تر سرليک لاندې د نامتو افغان انځورګر سيد قطب الدين زمر د نقاشۍ او خطاطۍ نندارتون پرانيست.
د نندارتون دپرانيستو په غونډه کې د انځورګرۍ د هنر علاقمندانو، د روسيي د رسامۍ او هنري بنيادونو کارپوهانو، په مسکو کې اوسيدونکو افغانانو او نورو مليتونو د ټولنيزو سازمانونو مسؤلينو او استازو ګډون کړی و.
په غونډه کې په روسيه کې د افغانستان د سفارت کلتوري اتشه نجيب الله شينواري، د روسيي د مهاجرينو د فدراسيون رئيس وديم کاژينوف، په روسيه کې د ازبکانو د اتحاديې رئيس ابراهيم خدايبرديف، د نقاشۍ هنرپوهانو او منتقدينو واسيلي پاپوف او سيميون بيلوف او همدارنګه د مسکو د مليتونو د خونې کارمندې اولګا کاريلينه خبري وکړې او د افغان انځورګر د هنري استعداد په مختلفو اړخونو يې رڼا واچوله.
د انځور ګرۍ تجربه لرونکی هنرپوه، منتقد او د انځورګرانو د نړيوال انجمن غړي واسيلي پاپوف ښاغلی زمر يو مورزادي استعداد وباله ، ويې ويل: زه پرته له دې چې د ښاغلي زمر په ژوند ليک خبر شم، يوازې دده انځورونو ته په کتو مې دده د انځورګرۍ اکاډميک مهارت او د سوريکوف د مکتب شيوه او ليد لوری په کې احساس کړ. د انځورګرۍ په مختلفو اړخونو کې د مختلفو رنګو د کارولو مهارت ددغه هنرمند د څو اړخيزه ځانګړتياوو ښکارندوی دی او دده په دوامداره کار، تجربې او استعداد دلالت کوي. ښاغلي بيلوف، سيد زمر د انځورګرانو د نړيوال انجمن د غړيتوب وړ وباله او په دې برخه کې يې له خپلې خوا همکارانو ته ځانګړې سپارښتنه وکړه.
سيد قطب الدين زمر له وړوکتوبه د انځورګرۍ، خطاطۍ او ګرافيک له هنر سره مينه درلوده، ددغه هنر په زده کړه يې پيل وکړ، د غلام محمد ميمنګي هنري ښوونځی يې په ښه درجه پای ته ورساوه او د هيواد په رسنيو، مطبوعاتو، ټولنيزو سازمانو او هنرمندانو اتحاديه کې يې خپلې وړتياوې تجربه کړي. ښاغلی سيد زمر په مسکو کې د سوريکوف د هنرونو اکاډمي پای ته ورسوله او له دغه اکاډمۍ څخه يې د ماسټرۍ ديپلوم تر لاسه کړی دی.
ښاغلی زمر د هيواد په دننه ( ملي ګالرې، د ځوانانو موزيم او د ملي اردو موزيم ) کې د خپل کار او فعاليت ډير اثار نندارې ته وړاندې کړي دي. هغه په هيواد دننه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لومړۍ او دوهمه درجه جايزې او په روسيه کې ګڼ شمير ستاينليکونه تر لاسه کړي دي.
د سيد قطب الدين د انځوريزو پنځونو دغه نندارتون به د جون له ۱۸ څخه د ۲۹ نېټې پورې د مسکو د مليتونو په خونه کې د مينه والو نندارې ته پرانيستی وي.
ادرس: г. Москва, ул. новобасманная, дом 4 " дом национальностей"