
سجاد احمد رحیم
په پرمختللې نړۍ کی خلک د اړیکو د شبکو جوړولو ته ځانګړې اهمیت ورکوي. د اړیکو د شبکې غزولو لپاره پیسې پری کوي ترڅو وکړاې شي داسې غونډو کې ګډون وکړي چې د اړیکو جوړولو لپاره ځانګړې شوې وي. آیا دا اړیکی جوړول دومره ارزښت لري چې خلک پرې مالي پانګونې ته هم چمتو کیږي؟
بل خوا ته مونږ چی غونډو ته ننوځو نو سترګې غړوو ترڅو کوم اشنا کس پیدا کړو او څنګ ته يې کینو. که اشنا کس په موندلو کی بریالي نه شو نو بیا په یوه څنډه کی ګوښه کینو ترڅو د نورو سره د پیژندګلو کولو او اړیکو جوړولو څخه ډډه وکړو. زمونږ د دا راز چلند کولو لامل یا خو زمونږ د نورو سره د اړیکې جوړولو د جرات نشتوالې دې او یا پخپله د اړیکو جوړولو اړتیا څخه ناخبري ده. په دې لیکنې کی هڅه شوې ده چی څنګه سره د دې چې جرات مو کم هم وي د یو څو مهارتونو په خپلولو سره وکړاې شو چی اړیکې جوړې کړو- همدا راز د اړیکو د نه درلودلو په اړه هم مالومات وړاندې کیږي-
له دې حقیقت څخه سترګی نه شو پټولې چی، لږ یا ډیر، نورو خلکو ته مو تل اړتیا وي ترڅو وکولې شو خپلی ټولنیزې او مسلکي موخې لاس ته راوړو- په ساده ټکو کی دا ویل کیږي چی د خپلو موخوپه اسانه لاس ته راوړلو لپاره د ځانګړیو خلکو سره اړیکې ټینګولو ته د اړیکو شبکه جوړول ویل کیږي.
د اړیکو جوړولو ډیرې ګټې دي خو د یادونې وړ یی درې دي. لومړۍ دا چی د مجربه خلکو سره اړیکې جوړولو سره د هغو د تجربو نه ګټه اخیستې شو. په دې لړ کې په ځانګړې توګه د هغو له هغه تیروتنو څخه ځان خبر او وژغورو کوم چی د هغو د موخو د لاس ته راوړلو په لار کی خنډ جوړ شوي وو. دویم دا چې په نورو خلکو ځان وروپیژنو او ورسره دا شریک کړو چې مونږ د کومو دندو جوګه یو تر څو خلک وکړاې شي د ځانګړیو دندو لپاره په مونږ حساب وکړي- دریم دا چې هر چا سره د اړیکو جوړولو سره د هغه کس شته شبکو ته لاس رسې پیدا کړو-
د اړیکو د شبکو جوړولو ګټی خو تر یو بریده روښانه شوې خو آیا د اړیکو د شبکی جوړول اسانه کار دې؟
ځواب دادې چې په یو څو وسایلو او مهارتونو سمبالیدو ورستو هر کس کولې شي د اړیکو جوړولو د ګټو څخه په اسانه برخه من شي-
لومړې د اړیکو جوړولو لپاره واضحه موخې ته اړتیا ده- پکار ده چی هغه موخه و ټاکل شی چی لاس ته یی راوړل غواړو او هغه کسان هم په نښه کړو څوک چې مونږ ته د دغه موخو په ترلاسه کولو کې اسانتیاوې برابرولې شي. د موخو د پیژندلو څخه وروسته دې په جرات د خپلې موخې سره سم د خلکو تعقیب پیل کړو ترڅو هغو سره اړیکې جوړې کړو. د جرات ستونزو سره هغه وخت مخ کیږو کله چی ځان د نورو څخه کم ګڼو او یا هم دا هڅه کوو چی ځان د نورو څخه ډیر تکړه او وړ وګڼو- په دواړو حالتونو کی ستونزو سره مخ کیږو ځکه چی زمونږ پام د اصلې موخې پر ځاې د ویرې څخه خلاصون او د جرات په تمثیل باندې وي. د جرات ستونزه په طبعي حالت کې اوسیدلو باندې هواریږي- نه باید ځان له نورو کم وګڼو او نه هم ځان ته ډیر غره شو بلکې هغه څه و اوسو چې په حقیقت کې یو-
په اړیکې جوړولو کی په ځان باور ډیر اړین دې. دا باور هغه وخت جوړیږي کله چي یو څوک خپل ریښتني حالت کې و اوسي. ورسره دې پاملرنه وشي چی تل د خپلې موخې په لټه کی و نه اوسو، خود غرضه او نه اوسو بلکې دا دې هم هڅه وشی چی نورو ته مو هم خیر ورسیږي-
لباس او ظاهری حالت هم د غونډې سره تړاو لري. د لباس رنګ، ډول او ارځښت هر یو خپله مانا لري چی د اغوستونکي د ذوق او د شخصیت استازیتوب کوي. لباس ډیرې وخت د خلکو پام جذبولو لامل ګرځي. همدا راز که لباس د غونډې سره سمون و نه خوري نو بیا پایلې یې برعکس او منفي وي-
د ګډون کونکو او د مجلس جزیاتو په هکله معلومات درلودل د اړیکو جوړولو په چمتوالي کې ګتور تمامیږی. مجلسونو ته خلک ډیری وخت د یو عمومی ایمیل سره را بلل کیږی نو سړې په اسانه پوهیداې شي چی چا چا ته بلنه ورکړل شوې ده- د بریښنا لیکونو په لوستلو سره پوهیدای شئ چی څوک په کوم ځای کې کار کوي او څه دنده لری او څه رنګه زمونږ د موخې لاس ته راوړلو کی ملتیا کولې شي- همدا راز د مجلس د موضوعاتو په اړه مخکې له مخکې نه مالومات راټولول سړي ته په غونډه کې بحث کول اسانوي-
قلم، کتابچه او د پیژندګلو کارت داسې وسایل دي چی د مالوماتو په شریکولو او را ټولولو کې چټکتیا را منځته کوي- ډیرې وخت مونږ یو څه معلومات غواړو چی له ځان سره یې خوندي کړو خو د قلم او د کتابچې د نشتوالي له کبله یې له لاسه ورکوو. همدا راز کله چی مونږ نه د ټیلیفون شمیره غوښتل کیږي نو هغه په یادو ورکوو کوم چې خلک ځان سره په غیر منظم ډول د یادښت کتابچې کومه برخه کې لیکي چې ډیرې وخت بیا دغه شمیره زمونږ له مقابل لوري بې ځایه کیږي- خپل کارت ویشل زمونږ سره د اړیکې نیونې ټولو وسایلو ته زمونږ مقابل لوري ته لاسرسې ورکوي- تل ځان سره خپل د اړیکې کارت ولرئ-
د پورته یادو شويو ټولو خبرو ترڅنګ تر ټولو ارزښتمن کار غونډې ته په وخت رسیدل دي. غونډې ته په وخت رسیدل مونږ ته د ګډون کونکو د نوملړ لوستلو، کوربه سره د پیژندګلو، د خپلې خوښې ځاې ترلاسه کولو، د نورو ګډونوالو پیژندګلواو مجلس ته لیوالتیا ښکاره کولو کی مرسته کوي- دغه هره مرسته ځانګړې ګټې لري-
رسمي غونډو کی د ګډون کونکو یو نوملړ وي کوم چی غونډې ته د ننوتولو څخه مخکې لاس لیک کیږی. که مو د خپلې موخې اړونده کس په بریښنا لیک کې پیدا نه کړ نو په دغه لست کی یی هم د پیدا کولو امکان شته- خو دا په هغه حال کې کیږی چی را پسې څوک نوبت کښی ولاړ نه وي او د غونډې په پیل کیدو کښې هم کافي وخت پاتې وي.
کوربه هغه کس وي چې ډیرې وخت ټول ګډون کونکو سره پیژني او د هغه سره پیژندګلو د خپل مقصدي کس د پیدا کولو او ورسره اړیکې جوړولو کار اسانه کوي. د کوربه په مرسته خپل اړونده کس سره معرفت پیدا کولې شئ- لیواله کس تل ځان په وخت را رسوي او داسې میلمه کوربه ته ډیر ګران وي او هڅه کیږي چی دا ځانګړې میلمه دې تر ټولو ښایسته او مناسبه ځای کی کینوي.
د غونډې په پیل کې پیژندګلو هغه وخت دې چی مونږ که کوم کس یوازې په نوم پیژنو او لیدلې مو نه وي دلته یی ګورو- اړتیا دې ته ده چې ددی نه وروسته ورته متوجې شو تر څو د هغه پوهې، د نظر ژورتیا او لیوالتیاو په هکله معلومات تر لاسه کړو- دا ټول مالومات به وروسته مونږ لپاره اړیکې جوړول اسانه کړي او دې سره زمونږ مخکې چمتوالې سر ته ورسیږي.
عملآ دا اړیکې د غونډې نه مخکې، د غونډې پر محال او یا د ډودۍ او چایو د دمې په وخت جوړیږي- تر ټولو ښه وخت د چایود دمې وخت دې- په دغه وخت کی زمونږ د اړونده کس کیداې شي یوازې وي او یا د نورو خلکو سره په خبرو بوخت وي. که د نورو خلکو تر منځ ولاړ وي نو دې ته پام وکړئ چی هغه د نورو خلکو سره ډیرې نژدې او په خبرو اترو کی ډیر بوخت خو نه دي- که ځان ته وي او یا داسی ډیر ژور بحث کی بوخت نه وي نو بیا جرات سره وړاندې شئ او ورته ځان ور پیژندلو نه وروسته خپل کارت ورکړئ او ورسره د خبرو د کولو د وخت غوښتنه وکړئ. د وخت او د هغه د رضایت اخیستو وروسته خبرې پیل کړئ. د پام لا ډیر جزبولو لپاره د یوې موضوع په هکله نظر غوښتنه وکړئ او ورته ښه غوږ ونیسئ. دا په دی مانا ده چی مخامخ سړي ته احترام لرئ او نظر ته یی غوږ نیولو لیوالتیا لرئ- هم دا احساس په دی کتنه کی واټن لنډوي او د اړیکو جوړولو لپاره لار اواروي- دا وخت وي چې بیا ورسره خپله موخه شریکوئ-
که تاسو دا ټوله پروسه په بریالۍ توګه ترسره کړه او فکر کوئ چی اړیکو شبکه مو پراخه شوه نو فکر مو سم خو نیمګړې دې ولې چې د اړیکو جوړولو تر ټولو بنسټیز ګام د جوړو شوو اړیکو تعقیب دې- څیړنې ښاي چی ۴۸ ساعته وروسته په شویو خبرو کې یوازې ۵۰سلنه یی په یاد پاتې کیږي- اړتیا دې ته ده چی نوې جوړې شوې اړیکې دې سمدستی تعقیب شي او که امکان یې وي نو بیا دې هغه نوې اړیکې سره لیدنه وشي-
په پیل کې دا پروسه پلي کول کیداې شي چی ګرانه ښکاره شي خو د وخت په تیریدو او د دې پروسې تمرین له کبله اړیکې جوړول اسانیږی او د ګټو څخه یی سړې برخه من کیږي.