د پانکراس حاد التهاب (Acute Pancreatitis)

 
G:PICTURES
ewIMG_3639.JPG
داکتر احمدمجیب احمدي
دعمومي جراحي متخصص
 
تعریف: د پانکراس حاد التهاب یوه عامه او ډیره ژوند تهدیدونکې ناروغي ده چې د موضوعي او سیستمیکو اختلاطاتو سره یوځای وي. د پانکراس شدید التهاب له ۱۵-۳۰٪ پور ې وفیات لري، په داسې حال کې چې د خفیف التهاب په صورت کې دا وفیات له ۰-۱٪ پورې دي. په تقریباُ ۳۰٪ ناروغانو کې د نکروز ثانوي انتان منځته راځي(د ناروغۍ تر حملې درې الی څلور هفتې وروسته که تداوي نه شي).
سببونه:
په غربي نړی کې د تریخي ډبرې د پانکراس د التهاب تر ټولو عام سبب جوړوي؛ په تقریباً ۵۰٪ واقعاتو کې، په ۲۰٪ پېښو کې الکول او په تقریباً ۲۰٪ پېښو کې سبب معلوم نه وي(Idiopathic). پاتې ۱۰٪ برخه د ممکنه اسبابو پراخ ګروپ ډکوي، په دې اسبابو کېHypercalcemia،Hypertriglyceridemia،درمل، ارثي سببونه، د Oddi معصرې عدم کفایه، pancreas divism، Pancreatic neoplasms او یو شمېر نور.
شخیص
د پانکراس د حاد التهاب تشخیص په لاندې دوو یا ډیرو کریتریاوو باندې ولاړ دی

  • د نس شدید درد
  • نسبت نارمل حد د  serum amylase یا lipase د سویې درچنده لوړېدل.
  • په contrast enhanced computed tomography (CECT) کې د پانکراس د حاد التهاب تشخیص.
  • اکثراً اولې دوې کریتریاوې موجودې وي او CECT ته ضرورت نه پېښېږي.
    کلینیکي لوحه
  • Subjective اعراض
    • په دې  ډله کې د نس درد، د زړه بدوالیو استقراق او قسمي انسداد شامل دي.
    درد په آنې ډول  په اپی ګاستریک برخه کې شروع کېږي  او RUQ ، د نس چپه طرف او ظهري برخو ته په 50% پېښو کې انتشار کوي، درد په ناسته او مخ لوري ته کږېدو سره نسبتاً ارامېږي، له درد ضد درملو سره هم حتی ځواب نه وايي.
    • عمومي اعراض: په دې کې شاک، د حرارت د درجې تغیر، زېړی او  ټیټاني حملې شاملې دي(دا حملې د پانکراس د انزایمونو په واسطه د پارات هورمون د تخریب او د کلسیم د کچې د کمېدو  له وجې منځته راځي .
  • Objective اعراض:ټکي پيني، ټکي کارډي، د وینې د فشار ټیټوالی، د حرارت نارمله یا لوړه درجه او زیړی هم ممکن موجود وي.Grey Turner’s sign او  Cullen sign چې په دوهمه یا دریمه ورځ پیدا کېږي هم تشخیصیه ارزښت لري.
  • لابراتواري معاینات
    د پانکراس د حاد التهاب  سبب  د ناروغ د بسترولو په اولو وختونو کې په ښه ډول پیدا کېدای شي، ځکه د ورځو تر تېرېدو وروسته لابراتواري معاینات نارمل کېږي. په لابراتوري معایناتو کې باید د ځیګر وظیفوي معاینات ، کلسیم او triglycerides وکتل شي. د ترای ګلایسراید کچه کېدای شي په مخکې نارمل  لیپيد پروفایل لرونکو ناروغانو  د پانکراس د حاد التهاب په دوران کې په ثانوي ډول لوړه شي.
    دناروغ دامیلاز، لیپاز، CBC، دوینې دکلسیم او مګنیزیم کچه، د ځیګر وظیفوي ټسټونه، کولسترول او دسیروم الکترولایتونه باید معاینه او دقیقاً وځېړل شئ.
    تصویري معاینات
    د مریض  د معاینې په وخت کې تر ټولو مهم تصویري معاینه د بطن د التراسوند څخه عبارت ده. که   د تریخي ډبرې او یا په  یا په تریخی یا عامه صفراوي لاره کې غلیظه معای((sludge  ولیدل شي نو د biliary pancreatitis تشخیص باندې فکر  کېدای شي.
    د مرض د وخامت تعین
    د مرض د وخامت تعین  په دې خاطر  ضروري دی تر څو په ښه ډول  Triage وکړو چې آیا ناروغ  دریمي هسپتال ته ولېږل شي او یا داچې د جدي مراقبت په اطاق کې بستر شي، همدارنګه د fluid therapyپه هکله د تصمیم نیولو په خاطر،آیا ERCP استطباب لري؟ او بعضې نور مسایل.
    ددې هدف لپاره تر ټولو زیاته د Ranson’s criteria اویا Modified Glasgow criteriaڅخه استفاده کېږي.
    عمومي تدبیرونه
    د پانکراس په حاد التهاب باندې اخته مشکوک ناروغ باید بستر شي، کوم ناروغان چې د التهاب خفیف شکل لري تر یوې هفتې کمه موده په روغتون کې پاتېږي اما کوم ناروغان چې د پانکراس  شدید یا وخیم التهاب ولري  څو هفتې حتی میاشتې شدیدې  درملنې ته ضرورت لري .
    د درد کنترول:
    درد د پانکراس د حاد التهاب تر ټولو غټ عرض دی  چې باید تر هرڅه مخکې آرام کړل شي. کوم ناروغان چې خفیف درد لري له NSAIDs لکه  metamizole 2g/5h IV سره کنترولېدای شي، اما کوم ناروغان چې شدید درد لري باید د Opioid analgesia په واسطه تنظیم شي( لکه buprenorphine 0.3 mg/4h IV). Buprenorphine، pentazocine، procaine hydrochloride او meperidine دبطني دردونو په کنترول کې  عین ارزښت لري.
    Morphine باید ورنکړل شي ځکه د sphincter of Oddi  د سپزم سبب ګرځي.
    دمعایعاتو ورکړه:
    د دوراني حجم د نارمل ساتلو په خاطر د پانکراس د حاد التهاب  د منجمنټ په اولو کې د مایعاتو تطبیق ډیر زیات ارزښت لري. دا تر اوسه نه ده معلومه چې کوم مایعات باید ورکړل شي اما بهتره ده چې د کرستالوید مایعاتو په واسطه احیاء شي ، د نویو مطالعاتو پر بنیاد ویلای شو چې د سیستمیک ا لتهابي ځواب په راکمولو کې Ringer’s lactate محلول تر Narmal Saline بهترې لري.
    غذایي تقویه:
    د پانکراس د حاد التهاب په صورت کې غذايي  تقويې ته جدي ضروت دی او په دې باره کې کافي شواهد موجود دي. دا خبره نوره نشي  منل کيدای چې د د کولمو له لارې د تغذيې(enteral nutrition) په بندولو سره پانکراس ته استراحت ورکړو، parenteral nutrition باید صرف هغه وخت ناروغ ته شروع  شي کله چې ونشو کولای د ناروغ د ضرورت وړ کالوري د کولمو له لارې ناروغ ته برابره شي.   د کولمو له لارې تغذیه باید دمایعاتو په واسطه تر لومړنۍ احیاء وروسته  د بستر کېدو په لومړیو 24 ساعتونو کې شروع  کړل شي.
    انټی بایوټیک
    د موجود انتان په صورت کې دپراخه ساحه لرونکو انټی بایوټیکونو استعمال په عملي ډول منل شوی اما  دوقایوي انټی بایوټیکونو د استعمال په هکله زیات اختلافونه موجود دي.
    جراحي درملنه:
  • Endoscopy:د مسدود شوي قنات د تخلیې سبب ګرځي، د پپیلري په تضیق کې ، د پانکراس د اساسي قنات په تضیق کې، د پانکراس د قنات په تیږو کې او د پانکراس د کاذبو سیستونو په معاینه او تداوي کې موثر رول لري.
  • Pancareatic duct drainage:   Side to side pancreatojujenostomy چې درې فیصده وفیات لري او ۷۵٪  درد کموي.
  • Pancreatic resection:د پانکراس د راس د ماوفیت په صورت کې له whipple او د دوامداره دردوونو په صورت کې چې غده کې آفت موجود نه وي  او قنات هم نارمل وي له total or subtotal pancreatectomy څخه چې لس فیصده وفیات لري او 70% درد کموي، استفاده کېږي.
  • Total pancreatectomy and Islet Cell Auto transplantation: په دې صورت کې لنګرهانس جزیرې له پانکراس څخه اخیستل کېږي او په ورید باب کې زرق کېږي، دا حجرات  په ځیګر ته داخلېږي  او د انسولین د اخیستنې ضرورت او له عملیات وروسته رامنځته کېدونکی دیابیت کموي.
  • ماخذونه Reference
  • Schwartz’s PRINCIPLES OF SURGERY TENTH EDITION by F.Charles Brunicardi, Copyright  2015 by Mc Graw hill Education United States New York,ISBN 978-0-07-179675-0, Volume one, part two, chapter 33 page no 1351-1361.
  •  
  • Shckelford’s SURGERY of the ALIMENTARY TRACT  SEVENTH EDITION by CHARLES J.EO, ELSEVIER Inc Copy right 2013  1600 John f.Kennedy Blvd. Ste 1800, Philadelphia, ISBN 987-1-437722062. Volume two, chapter 88, page 1123-1131