دا نو څرنګه اختر دی، دا نو څرنګه اختر دی،

 
لویه خدایه، لویه خدایه!
نن اختر دی په هر ځایه
ټول وکړي خوشحالي کړي
هوسونه لوی کوچني کړي
خو موږ  اوسو په غمو کي
په خوارۍ او په جګړو کي
بخت له موږه مرور دی
دا نو څرنګه اختر دی؟
دا نو څرنګه اختر دی؟
 
نه مو واک نه مو اختیار سته
نه مو قدر نه وقار سته
په جګړو، مرګ ژوبله سر یو
ټول اخته په شور او شر يو
دا ژوندون نو څه ژوندون دی
دا خو کټ مټ مېږتون دی
چي هر څوک موږ ته ګواښګر دی
دا نو څرنګه اختر دی؟
دا نو څرنګه اختر دی؟
 
هره خوا تیت افغانان دي
ټول په فکر د خپل ځان دي
پر کږو لارو روان دي
یو پر بله بد ګومان دي
هر یو بل لره دښمن دی
خو پر نورو بیا مین دی
بل ته ښځه خپل ته نر دي
دا نو څرنګه اختر دی؟
دا نو څرنګه اختر دی؟
 
په هیواد کي مو بل اور دی
د هر چا وران سوی کور دی
نن مو کور بدل په ګور دی
د دښمن راته پېغور دی
ډېر ځوانان مو شهيدان سوه
تر حساب تېر هم بنديان سوه
هر افغان په ساندو سر دی
دا نو څرنګه اختر دی؟
دا نو څرنګه اختر دی؟

نه ها ښه، ښکلي ياران  سته
نه په غم شریک خپلوان سته
ټوله ورک پر وطنو سوه
اړ چوپړ ته د پردو سوه
دي بې خیره مشران مو
پردي پال دي رهبران مو
هر رهبر موږ ته ببر دی
دا نو څرنګه اختر دی؟
دا نو څرنګه اختر دی؟

دا مړ ژوانده ژوند نو څه دی
دا ژوندون تش په نامه دی
دا اختر څه اختر نه دی
تر دې نه اختر لا ښه دی
ژوند خو وي په نیکمرغي کي
نه په دغسي خواري کي
که اختر دغه اختر دی
دا نو څرنګه اختر دی؟
دا نو څرنګه اختر دی؟