
ژباړن: شبیر احمد فریدزی
نوی ډيلی، هند
(Social implication of e-commerce)
(Social implications) اجتماعي مفاهیم
الکترونیکي تجارت د سوداګرۍ هغه بڼې ته ویل کیږي چې شیان په کې د انترنټ یا کمپیوټر نټورک په واسطه اخیستل یا خرڅول کیږی. همدارنګه د الکترونیکي تجارت اجتماعي مفاهیمو اغېز په ټولنه باندې خورا ژور دی. یویشتمې پیړۍ الکترونیکي تجارت د نړۍ په عمومۍ تجارت باندې ستر اغېز کړی دی.
د تکنالوژۍ د پرمختګ له امله اوسمهال مشتریان ډیری توکي انلاین اخلي. له همدې امله د اوسني تجارت پوهان د مشتریانو د تقاضا د زیاتوالي او د سیالۍ د چټکوالي په موخه په الکترونیکي تجارت باندې د زیاتې پانګونې او پاملرنې ټينګار کوي.
کله چی انترنت پیدا شو الکترونیکی تجارت فایدی او زیانونه اجتماع ته ورکړه.
(Changing customer prospective) د مشتریانو بدلیدونکی دید انداز
انټرنټ مشتریانو ته ډیر ارزښتونه برابر کړي دي تر څو هغوی و کولای شي چې د خپل کور او کار ځای څخه په اسانۍ د انتر نېت او نورو برقي اسانتیاو له لارې پير او پلور وکړي.
(Providing services) د خدماتو وړاندې کول
په لوړه کچه د الکترونیکي خدماتو وړاندې کول په عمومي ډول د ویبپاڼو په مټ تر سره کیږي. یعنې مشتریان کولای شي د خپل اړتیا وړ شیان د د ځینې شرکتونو ویبپاڼو سره د تجارتي اړیکو په واسطه واخلي.
د مشتریانو لپاره ګټې
- د انټرنټ تخفیف معمولا د دکان یا بازار څخه په کمه بیه وړاندې کیږي، ځکه چې د د کارکونکو او ځانکړې شوې فزیکي سطحې نشتون د تجارتي شرکت د عرض کولو لګښت کموي.
- مشتریان کولای شي چې څلرویشت ساعته د انترنیت له لارې سودا وکړي.
- کولای شي چې د خپل موبایل څخه په هر ځای کې په آسانه توګه سودا واخلي.
- مشتریان کولای شي په مختلفو سایټونو کې د خپلې خوښې محصولات پیدا او په چټکۍ سره تر لاسه کړي.
- همدارنګه مشتریان کولای شي په مختلفو سایتونو کې نرخونه مقایسه او تر ټولو ارزانه شی واخلي.
کله چې مشتری د یو توکي پیسې ورکوي نو مشتري دې د هغوی په سایت باور ولري تر څو د هغوی په سایت کې خپل شخصي معلومات داخل کړي او د ښه ضمانت لپاره دوی باید په ویب آدرس کی د قفل علامه وګوري چی دا دلالت د ښه ضمانت ورکوي.
(Impact on employment) په استخدام باندې د الکترونیکي تجارت اغېز
د الکترونیکي تجارت لوی مشکل دا دی کله چې د ډيرو دکانونو او شرکتونو لرونکې سوداګري خپله ټوله پاملرنه د ویبپاڼو له لارې پير او پلور ته واړوي نو ددې امکان ډیر زیات دی چې په یاد مارکیت یا شرکت کې یو شمېر کارکونکو ته اړتیا له منځه لاړه شي، یا د استخدام د طرز له مخې یو شمېر ماهر کسان له بازار څخه ووځي او په ځای یې هغه کسانو ته اړتیا زیاته شي چې تکنالوژۍ سره بلد وي. دا چار کیدای شي د یو هېواد په اقتصاد کې د نورو سکتورونو دندې او فعالیت اغېزمن کړي.