
د عبدالحميد مومند د سبک څرنګوالي:
عبدالحميد مومند غالباً په هغه کال په دنيا کې سترګې غړولي دي چې د هندي سبک نامتو شاعر صايب له دنيا نه سترګې پتې کړې دي. حميد مومند د ميرزا عبدالقاد بيدل (۱۰۵۴ ـ ۱۱۳۳) هـ ق معاصر و. د حميد د زيږيدنې او مړينې نېټې په دقيق ډول نه دي تثبيت شوي خو د ادبي مورخانو څېړنې دا راښيي چې ښايي هغه به د (۱۰۸۰) هـ ق په شاو خوا کې زيږيدلی وي او تر (۱۱۴۸) هـ ق کال پورې يې ژوند يقيني ښکاري. د دغو يادونو مقصد دا دی چې حميد مومند په داسې شرايطو کې لوی شوی دی چې له يوې خوا هندي سبک د خپل عروج لوړې څوکې ته نږدې شوی دی او له بلې خوا د پښتو د ادب په هسک کې له ده نه مخکې د خوشحال او رحمان بابا په شان راڼه ستوري ځليدلي وو. حميد مومند به ښايي چې د هوتکيانو د دورې له پېښو څخه څه ناڅه معلومات درلودل خو د ده په ديوان کې د هغو انعکاس نه ليدل کيږي.
په دې اساس، د حميد فرهنګي چاپيريال د ادبي نوښتونو او مذهبي بدعتونو د خپريدو له دوران سره اړه لري. په دغه دوران کې کې په هنر (مخصوصاً په شعر، معمارياو موسيقۍ) کې پرمختيا او نوښتګري ليدله کيږي. حميد د دغه فرهنګي چاپيريال يو پښتون شاعر دی يعنی د ده په شعر کې د فرهنګي چاپيريال او د پښتنو د ادبي ميراث ارزښتونه سره ترکيب شوي دي او نوی سبک يې ايجاد کړی دی. دغه سبک د هندي سبک تر اغيزې لاندې دی خو تر يوې اندازې يې خپله نسبي خپلواکي هم ساتلې ده، ځينې ادبپوهان چې په شعر کې اغراق او مبالغه نه خوښوي او د اعتدال د لارې پلويان دي د حميد له سبک سره مينه لري. يو شمېر نور ادبيوهان له مرکبو او مغلقو فکرونو څخه خوند اخلي او هغه شعر ته ارزښت ورکوي چې دقايق، رموزاو ادبي تلازمات پکې زيات وي او فکر ته د نوې کتنې د پاره بلنه ورکوي دوی په شعر کې شعريت لټوي.
د دې خبرې اټکل به ډير ګران وي چې آيا حميد مومند د هندي سبک تقليد د پاره هلې ځلې کولې خو لاس يې نه دی رسيدلی، يا دا چې هغه نه غوښتل د رحمان بابا له سبک نه ليرې شي او په هندي ادا خپل زړه وبايلي. له ځينو قراينو څخه څرګنديږي چې حميد د هندي سبک پر ماهيت ښه پوهيده او د هغه د تقليد د پاره يې لوړه قريحه هم درلوده خو ده په ارادي توګه د پښتو د متداول ادبي سبک خپلواکي په پام کې ساتلې وه.
کله چې حميد د خپل شعر په توصيف لاس پورې کوي او وايي چې:
شعر نه دی دا خو ناب د زخمي زړه دی
یا وتلی وروستی دم له خولې د مړه دی
يا نغمه د نيم بسمل مارغه د خولې ده
يا مجنون ته معما کښلې ليلی ده
يا د وينو اباسين وهلی موج دی
يا له ښاره د حيرت وتلی فوج دی
تر پايه
ادب پيژندونکي د حميد له لوړې قريحې سره آشنا کيږي او پر موشګافۍ يې د تصديق مهر لګوي.
د حميد د تصوير جوړونې، تخيل، د فکر د باريکۍ او د ادبي تلازماتو د رعايت په برخه کې د ده له ديوان څخه څو بيتونه را اخلو.
د حميد د کاغذی فکر کشتۍ
د حيرت په عظيم بحر کړ جهان ډوب
په رڼايې د چا کار نه پوره کيږي
د آسمــــان برق او بريښنا ده دا دنيا
چې ريبي مې بې صرفې د زړګي ولې
کږې وروځې دې د يار که لور دی دا
هاله ياد کړم په بوسه خونخوارو شونډو
چې د پانو په څېر وينې کړ ځيګر ما
محبت په قيل وقال نشي په حال شي
څوک به څو په رڼا ځغلي د بريښنا
چې منګولې يې د ترکو په زړه ګرځي
ډوب په وينو کې لړمون شو د حنا
چې يې زړه د عشق په تيغ سوری سوری شي
لا علاج کاندي فرياد، لکه سرنا
هسې زه ستا د قامت په خيال تکيه کړم
هر نفس، لکه موسی کړه په عصا
څه به اور په هغو نه لګي حميده
چې غوږ باسي تر اور ګرمه وينا ستا
درسته شپه چې مظلومان آهونه زور کا
سحر پورې د فلک په لمن اور کا
په هر ځای کې ناست ولاړ زانګم له غمه
مينې مخ راته زمکې ګهواره کا
نو يوی په لپو لپو درد اوښکو
چې مې سترګې د ديدن خريداري کا
هسې پټ مهر په قهر کې کا ښکلی
لکه څوک په کفرستان کې دينداري کا
مرتبه د سړي مه غواړه له خدايه
چې مشغول يې لکه ستور په خور و خواب
چې د بې خواب او خوراکه نور څه نه زده
نور په کومه چار بهتر يې تر دواب
نازولی زوی نه اخلي ادب
او د سيوري نخل نه نيسي رطب
په اوبو به دې ډيوه شي د مراد بله
که صدف غوندې په صبر کړې دهان چپ
لا به کله حميد مينه لیونی کا
په کاته شوو ورته کسی د زنځير کج
د خوبانو د خود يی په چلم کې
د يوه کښ تمباکو شو زما روح
که په څيرې ګريوان خاندې، لکه صبح
درست جهان به کړې در لاندې، لکه صبح
که د ښکليو په دربار مخ روڼی غواړې
آئينې غوندې کړه تور په خاکستر مخ
په ژړا مې هسې خپور په خندا لاړ شي
لکه پاڼې د ګل ماتې کا باران شوخ
مه اړوه مخ دلبره اوړي زما ورځ
مخ کړه چې مې شپه د درد و غم شي رڼا ورځ
دم قدم مې په مذهب د عشق عمل دی
مسلمان خدای لره ورشم که جهود
زنګوي هسې ياران د حميد فکر
، لکه باد د ګلو ښاخ کا په نڅا ګډ
دا دروغ دي چې په وصل کښې ښادي ده
بلا وشی لګولی نار په نار
عاشقی په مصلحت کوله نه شي
اور ته ځان اچاوه نه شي په تدبير
زه رسا په زړه ادا کړم مړ اوو سترګو
چې رسا لګي د سستی ليندۍ تير
ياد ښکليو د پايلو شرنګهار دی
يا د عشق د ليونيو د ځنځير
چې ګرميږي په آزار بازار د ښکليو
نه اړ کيږي په آزار د پير فقير
که دې سر په عشق کې لاړ مه شه زهير
دا نمړۍ ده وظيفه د دې فقير
دلداده لره د عشق په طريقت کې
ليونتوب دی واقعي پير دستګير
چې په عشق کې بې تدبيره حيران کښيني
نشته به له دې تدبيره بل تدبير
په هغو سترګو کې خيال د ترکو بند شي
انتظار چې يې حلقی کا د ځنځير
خدای دې وازمييه په حال زما ناصحه
چې منډې په سترګو ګوتې د بصير
زيات شي کبر د باغبان په نوبهار کې
نو خطان کاندی په ځای نازو عتاب ډير
څه به نه ژاړم غونچې غوندې سرې سترګې
چې له غيږې مې وصال د ګل اندام لاړ
د فلک د ابی مرو ته دولت ګوره
چې تمام عمر راته په يوه ګام ولاړ
چې يې نه مونده وصال د دلبرانو
و جنت وته مې فکر په ناکام ولاړ
چې مې زړه د ترکو وصل په سر غواړي
په سپوږمۍ پسې هلک سرته د بام لاړ
څه به نه نړيده برج د ستا د عمر
د مظلوم د اوښو سيل يې هر زمان خوړ
واړه مشق د خونريزۍ کړي در پوهيږم
دا چې کښينې پټې سترګې لکه باز
او نور
ماخذونه:
1 - William F. Thrall and Addison Hibard A Hand book to litrterature, Te odyssey press, N.Y. 1960, P.474
۲ـ سرمحقق دوست شينواری د ادب د تيورۍ اساسونه، دولتي مطبعه، ۱۳۶۵ کال، ۹۱ مخ
3- “style” Longman diction-nary of contemporary English pitman press, England, 1983.
4-“style” A dictionary of World literature, new York, 1953,pp. 398-899.
5 – M. Rosenthal and P. Yudin (ed). A dictionary of philosophy, progress publishers, Moscow, 1967.
۷ ـ «ميرزا غالب و مکتب ميرزا بيدل»، پروفيسر رضوان حسين: سی مقاله در بارهُ بيدل، نشر کرده مجله مليتهای برادر، وزارت اقوام و قبايل ۱۳۶۵، ص (۳۳۶).
6-“The nature of stylistic Analysis” Marxist – Leninist Aesthetics and the Arts, progress, publishers, Moscow, 1980, pp.296 – 97.
(۸) محمد تقی بهار سبک شناسی، جلد سوم چاپ سوم، چاپخانه سپهر تهران، ۱۳۴۹، ص (۲۵۹)