ښاغلي دوستم ته لیک!

 
ښاغلیه!
سپکي خبري، رد او بد تر ډیره حده هڅه کوم درپسي ونه وایم. او نغواړم هغو ناخبرو خلکو ته د سپک او پست وروپیژینم. ته د جمهوري ریاست له لوړ پوړو چارواکو نه یې او لکه خپله به د چې ویل:( وقتي داکتر صایب به خارج سپر کنه مه بسیار خوش می شم چون مه ریس جمهور می شم.) چې د  ډاکټر صاحب په نشتون کې ځان ولسمشر بولي؛ نو ولي د دومره احساس او ضمیر مړ دي، چې د یوه خاص قوم په وژنه د پیل کړي دی؟ آیا ولسمشر یو خاص قوم وژني؟ آیا ولسمشر له یوه ولایت نه دفاع کوي؟ نور مو پسي څومره ځوروي؟ بس وو، چې په تیر تاریخ کې دی ځان خدای او هر ریښتني مسلمان ته په ښکاره ملامت کړ. دومره انساني درد د په زړه کې نشته؟ د ماشوم له څنګه یې بي کسه پلار را وباسي او وژني یې، ولي درته ددي بي رهبره قوم ویني دومره ارزانه ښکاري؟ ته په کوم دین مونږ القاعده بولئ؟ هغه قوم چې یو رښتني رهبر نلري، او څوک نلري چې غم یې وخوري او ورپسي ودیږي. او دومره څوک نلري چې ستا له وحشته یې وژغوري. خیر دی که بې رهبره او بې سالاره یو، خو داسي ایماني قوتونه مو په زړونو او د زړو کنډوالو په منځ کې دی، چې په خپلو کړنو به دی ډیر پښمانه کړو. منو چې ډیر مظلوم قوم یو خو بیا مو په یوه د الله اکبر ناره نړۍ ماتوي شو.
ښاغلیه!
آیا پښتون کېدل ددې په معني چې طالبان یو؟ نه دا یوه لویه تیرونه ده. چې ته یې کوي مونږ طالبان نه یو؛ لدي وحشت نه دي لاس واخله کنه الله (ج) داسي ذات دی چې ډیر ژر به د د شرموي.
آیا  لونګۍ، خولې، ږیره پریښودل او د محمد سنت په ځای کول دا د طالبانو کار دي؟
نه، نه، نه، ته ډیره لویه تیروتنه کوي. بلکی هغه زمونږ ایماني قوت او پیاوړتیا ده.  باید ژر دی له دي وحشت نه لاس واخلئ، کنه ډیر ژر به دا لوي سر پري کړي. ته نشي کولاي د پښتنو په وژنه باندي طالبان له منڅه یوسي. ته غواړي بیا په ځان کې هغه د ځواني قوت پیدا کړي، غواړي هغه د کابل ظلمونه بیا ترسره کړي. خو اوس د په وس پوره نده، ته اوس هغه څوک نه یې چې کوم وحشت تر سره کړي. دلته نور ډیر ښاغلي شته چې ژر به د دې تورو خاور تل ته ولیږي. او دی وحشت ته دهم ژر د پای ټګی کېده کنه پیښمانه به شې.
ته به ددې عام قتل ځواب خدای پاک ته څنګه وایې؟ د رب ځواب به څنګه ورکوئ؟ ته به په کومو سترګو د رب حضور ته ورځي؟ ته به څنګه وکولاي شي چې د رب د عذاب نه ځان وژغوري؟
زه درته د یوه دردمن او مسلمان ورور په حیث وایم، او هیله لرم چې تر غوږونو د ورسیږي.
لږ د په زړه کې رحم پیدا کړه. لږ د انسانیت حس درکي پیدا کړه. آیا ددي مظلومو انسانانو په وژنې سره به ته القاعده ختم کړي؟ نه داسي نه ده ته تیروتلي یې که دومره درسره د القاعده د لمنځه وړلو غم وي، ورشه د خپل ریښتني دوښمن پاکستان سره د وجنګیږه. دا مظلومان مه وژنه د دوي په وژلو کې کومه ګټه نشته. که نشي کولي چې پرته د ویني تویولو او ظلم نه بل کار وکړي؛ نو بیا د ځان په ښکاره زمونږ دوښمن کړه چې حساب د په لاس درکړو.
دومره فکر خو وکړه، چې اسلام او دین موجود دی. دومره خو پوهیږي
چې یو عادل  پاچا ته به ورګرځو؛ او هغه به راسره حساب او کتاب کوي. د هغه ځواب ویل او هغه سره د خپلو ګناهونو حساب کول ډیر سخت دی. نو مخکي لدې چې الله (ج) د دوزخ کندو ته ورواچوي توبه وباسه.
ښاغیله!
د ګور له غاړي راغلي یې مه ځوروه دا مظلوم قوم، خدای به د په دواړو دنیاوو کې ذلیله او وبه د شرموي. ته د غربیي وحشیانو زړونه زمونږ په وژنه خوشحالوي. نور هیڅ هم نکوي، ته د یوه کثیف مقام او کوڅۍ په خاطر مونږ وژني. نو دا عمر ډیر لنډ دی هیله ده چې نور لدی قتل او انسانیت وژني نه لاس واخلي.
نور ځان د غربیانو د لاس آله مه جوړوه سخت به پدي قوم کې وشمیږي.
 دا بوري مېندي، وررې خویندي او بې پلاره ماشومان ولي نور هم ځوروي؟ ددوي دعا د خدای په دربار کې ډیری ژر قبیلیږي، نو راوګرځه او ځان د ټول هېواد رهبر کړه نو یواځي د فاریاب. او دا پښتون وژنه بس کړه.
او په خپلو ګناهونو د له رب نه بښنه وغواړه، کنه ژر به دی دا ظالم فکر ووژل شي.
لیکنه: سلیمي نړیوال