
دمختلفو اقتصادی سیستمونو،اقتصاد پوهانو په اند دولت باید په ټولو اقتصادی او ټولنیزو فعالیتونو کی چی په ټولنیزه توګه ګټه رسولی شی په مستقم یا غر مستقیم ډول مداخله کولی شی . د غه راز د هیواد وګړی دخپل دولت څخه غوښتنه کوی چی دهیواد په اقتصادی او ټولنیزو چارو کی فعاله ونډه واخلی او خپله دنده په ښه توګه سرته ورسوی. اوس په اقتصادی چارو کی دمعاصر دولت مختلفی دندی په لاندی ډول تر بحث لاندی نیسو:
v منابعو څخه پوره ګټه اخیستنه
له منابعو څخه په بشپړ توګه ګټه اخیستنه د معاصر دولت یو اساسی پدیده ده چی دوګړو داقتصادی وضیعت د ښه وا لی لپاره د منابعو څخه پوره ګټه واخلی ، نوموړی منابع په ښه توګه تخصیص کړی او دهیواد دوګړو غربت له منځه یوسی.
v نظم اوقانون ساتنه
نظم اوقانون د معاصر دولت لومړنی دنده ده، دولت مکلف دی چی د خپلو وګړو ژوند،مال خوندی او امنیت ټینګ کړی، که چیری دولت د خپلو وګړو ژوند،مال خوندی نه کړی نو وګړی نه شی کولای چی په ښه توګه په ارامه فضا کی کار وکړی چی پایله کی اقتصادی پرمختګ له منځه ځی او په ټپه ودریږی. نو دیو غښتلی دولت لپاره قوی نظم او قانون ته اړتیا ده.
v دانحصار قضیه
دانحصار په حالت کی دانحصارکوونکی له اړخه لوړ قیمتونه ټاکل کیږی نو د دولت دنده ده چی خپل وګړی په دغه استثماری حالت کی دانحصار کوونکی له لوړو بییو څخه وژغوری، انحصار کنټرول کړی او د عامه وګړو ګټی خوندی وساتی.
v د پانګی ذ خیره
ځینی وخت په یو هیواد کی داسی حالت واقع کیږی چی په یو مشخصه برخه کی پانګه اچوونکی سرمایه ګذا ری نه کوی اندیښنه ورسره وی چی بدیل به یی کم وی . په دغه حالت کی دمعاصر دولت پدیده ده چی په پانګه اچونه کی لازم ګامونه واخلی. دمثال په ډول عامه روغتیایی مرکزونه،سرکونه ، کتابتونونه او داسی نور.
v داسعارو عرضه
د اسعارو عرضه د معاصر دولت له مهمو دندو څخه شمیرل کیږی ، یو قوی دولت باید داسعارو ښه زیرمه ولری او دخپل هیواد وګړو ته پوره ډاډ ورکړی چی قیمتونه ثبات په حالت کی ساتی .
v د عوایدو ویش
د عوایدو کنټرول، ویشنه او ساتنه دمعاصر دولت دنده چی په مساوی ډول دهیواد دوګړو ترمنځ تر سره کړی ، د هیواد دوګړو د ژوند سطحه لوړه اود غوربت ټغر له هیواد څخه ټول کړی.
v اقتصادی پلانونه جوړول
د هیواد داقتصادی پراختیا لپاره باید دولت د پرمختګ پروګرامونه جوړ ، په لومړیتوب کی ځای ورکړی ، په خپل وخت یی بشپړ کړی او په نتیجه کی هیواد په یو غښتلی اقتصادی هیواد بدل کړی .
v دکورنی صنعت ساتنه
دکورنی صنعت ساتنه، وده، پرمختګ د بهرنیو سیالو په مقابل کی د معاصر دولت یو اساسی پدیده ده چی نوموړی پدیده هغه وخت په ښه توګه سرته رسی تر څو دولت په بهرنیو سیالانو اقتصادی قیدونه زیات کړی.
v پانګوال هڅول
دیو غښتلی اقتصادی هیواد لپاره دولت پانګوال دی ته چمتو کړی چی په داخل دهیواد کی پانګونه وکړی او هدف ته درسیدو لپاره دولت باید پانګوال په ښه توګه همایه کړی ، ګمرک او مالیه ورته کمه کړی .
v کاری زمینه مساعده کول
د کار زمینه دمعاصردولت یو دلومړنی دندو څخه ده ، دولت مکلف دی چی خپلو وګړو ته د کار زمینه مساعده کړی او بی روزګاری له منځه یوسی ترځو اقتصادی پرمختګ راشی.
v د خاوری ساتنه
دهیواد دخاوری،حدوداتو ساتنه دبهرنیو له یرغل څخه د دولت یو حیاتی پدیده ده او یو معا صر دولت خپلو وګړو ته ډاډ ورکړی چی هیواد یی دپردیو د لاس وهنی څخه په بشپړډول ازاد او خپلواکه دی.
v په ټولنیزو فعالیتونو کی مستقیمه مداخله
معاصر دولت باید په ټولنیزو فعالیتونو کی پوره ونډه واخلی د بلګی په توګه وړیا زده کړی،وړیا روغتیایی مرکزونه، پارکونه او داسی نور خیریه پروګرامونه جوړ کړی تر څو د وګړو باور تر لاسه کړی.
دیو غښتلی اقتصادی دولت په هیله
شمس الحق (حسنزی)