
د پوهنې وزارت په داسې حال کې چې د علمي او مسلکي اصولو پر بنسټ د نوي نسل د سالمې روزنې یوازینۍ مسئوله مرجع ده له بده مرغه د نوي حکومت تر جوړېدو او جوړجاړيو وروسته د کابینې پر سر د ګڼو کړکېچونو په ترڅ کې جمعیت د ولسمشر غني د خوږ ګوتې تر پرله پسې نیولو وروسته وکولی شوی چې د امنیتي ادارو تر څنګ دغه د پاک هدف لرونکې اداره هم په خپل انحصار کې راولي او په راتلونکو هېوادنیو ملي او سیاسي پروسو کې یې په خپله ګټه وکاروي. پوښتنه دا ده چې؛
ولې معارف وزارت د شمال ټلوالې لپاره مهم دی؟ د دغې پوښتنې ځواب د پوهنې د برحاله وزیر له وروستیو درې ډوله ناقانونه کړنو څخه په ښه توګه را برسېره کېدلی شي.
لومړی: د پوهنې وزارت پراخه مرکزي او ولایتي تشکیلات لري چې دغه سرچینې په پلازمېینه کابل او ټولو ولایتونو کې د وزارت مشرتابه د هم انده افرادو تقرر ته اسانه لار هواروي او له دې لارې له دولتي امکاناتو څخه د ګوندي ګټو د پاللو ښه فرصتونه رامنځته کېدلی شي.
دویم: د پوهنې وزارت د زده کړې د پاکې داعیې په لرلو سره د نړیوالو مرسته ورکوونکو هېوادونو میلیونونه ډالره بسپنې ترلاسه کوي، چې په دې بهیر کې له یوه اړخه د غوړو پروژو او جیبونو پخو شوړو ته لار برابریږي او له بلې خوا د لوړو امتیازاتو او ډالري تنخوا ګانو په بدل کې د لوړې کچې ګوندي او تنظیمي انډیوالانو لاسنیوی هم کیږي.
دریم: د پوهنې وزارت د خپلو ګڼو مرکزي او ولایتي تشکیلاتي جوړښتونو، سلګونه زره اداري او تدریسي پرسونل او زرګونه ښوونځیو په لرلو سره د افغانستان د وګړو له کور کور سره اړیکه لري، د جمعیت تنظیم یوه ځواکمنه شعوري سازماندهي کولی شي چې د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو په هره دوره کې د معارف له پرانیستې دروازې څخه ګټه پورته او په ټول هېواد کې د خپلو تنظیمي نوماندانو د بریالي کولو لپاره لاس په کار شي.
د ټاکنو لپاره د پوهنې وزارت همدې ستراتیژیک رول ته په پام سره د اصلاحاتو د ګډولې له لارې معلم اتامحمد د وزارتخانو د وېش پر مهال معارف ته پښې ټینګې کړې وې، چې له بده مرغه د یو ناسالم او مضر جوړجاړي په ترڅ کې یې دغه د پاکو اهدافو درلودونکې اداره هم د عقدو او شرارتونو پالونکي تنظیم او بیا د یو نالوستي وزیر په لاس ور کړل شوه.
د پوهنې وزیر راتلونکو ټاکنو ته د لرلید له مخې د خپل ګوند په ګټه ورو ورو د دغه وزارت په مرکزي او ولایتي ادارو او په ځانګړې توګه لویو لویو ښوونځیو کې قومي او ژبنۍ تصفیې پیل کړې دي. په دې برخه کې د لومړي ګام په توګه یې د بدخشان، تخار او کندز رئیسان له دندو ګوښه او جمعیت ته اړوند کسان یې د سرپرستانو په توګه وګومارل، تر هغې وروسته یې په هرات، جوزجان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د رئیسانو او مرستیالانو په کچه ټاکنې وکړې او د نړیوال بانک او یو شمېر نورو ډونرانو له مهمو پروژو څخه په ګټې اخیستنې یې د جمعیت مهرې له ځانه چارچاپېر کړلې. له دې سره جوخت یې په کابل ښار کې هم تنظیمي، قومي او ژبنیو هویتونو ته په پام سره د لویو او مهمو ښوونځیو مدیرانو مریو ته خپلې منګولې ور اوږدې کړلې. تېره اونۍ د هر ډول قانون او اصولو خلاف ښاغلي وزیر د خپل یو تن سکرتر په ګډون یو پلاوي ته دنده ورکړې وه چې د کابل ښار د محمود هوتکي، عارفان او عاشقان، شاه دو شمشېره او وحدت ښځینه ښوونځي مدیران د یو تصفیوي اقدام په ترڅ کې له دندو لیرې او په ځای یې جمعیت ته اړوند کسان وګومارل شي. وزیر بېچاره په دې هم نه پوهیږي چې د ښوونکو ارزونه د ده د سکرتر کار نه بلکې د تعلیمي څارونکو دنده ده چې د هر تعلیمي کال په پای کې په منظم ډول سره د یوې رسمي پروسې په ترڅ کې ارزیابي کیږي او د هغو پر بنسټ یې د معاشاتو او امتیازاتو برخلیک ټاکل کیږي. دا د معارف د وزیر لومړی او وروستی ناقانونه ګام نه دی چې په یوه علمي او اکاډمیک محیط کې یې د تنظیمي اهدافو له مخې ترسره کوي، بلکې تر دې وروسته به هم د هېواد په مرکز او ولایتونو کې بې سیوري او بې ستوري کسان تر خپل تاړاک لاندې راولي.
د راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو لپاره د معارف ادارې کارول او تر هغې وړاندې په دغو ادارو او ښوونځیو کې د خپلې خوښې وړ جمعیتیان سریښول، د معارف وزیر یوازینی کاري لومړیتوب دی؛ چې د نوموړي له دغه جفا زیږوونکي کار څخه د مخنیوي په غرض باید د مدني ټولنو او ملي بنسټونو د څار یو ګډ جوړښت رامنځته او په ټول توان سره یې د صلاحیتونو د ناوړه او ناقانونه اعمال مخه ونیسي؛ او کنه لرې نه ده چې څو کاله وروسته به د معارف ښوونځي او ادارې هم له جهادي جنرالانو ډکې وي!!!
و ماعلینا الا البلاغ