
۱۰ لړم ۱۳۸۸
د روان کال د زمری په ۲۹مه نیټه په افغانستان کې ولسمشریزه ټولټاکنې ترسره شوي. په هیواد کې د امنیتې او سیاسې ستونزو سره سره په دې ټولټاکنو کې لوړ شمیر هیوادوالو ونډه واخیسته او د ټاکنو د خپلواک کمیسون د راپورونو په حواله کرزې صیب د شاو خوا ۵۴ سلنه رایو په لاسته راوړلو سره د نورو ټولو نوماندانو څخه مخکې وو. ولې د دوو میاشتو تر ځنډ، انتظار او د یو شمیر رایو بیا شمیرلو وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسون اعلان وکړ چې په ټاکنو کې د درغلیو له کبله هیڅ نوماند ۵۰ جمع ۱ نه پوره کوي نو په پایله کې باید ټاکنې دویم پړاو ته ووځې، او د دویم پړاو ټاکنې به د حامد کرزې او ډ
اکترعبدالله عبدالله ترمنځ د روان کال د لړم په ۱۶مه نیټه ترسره شې. دې کار د ډیرو افغانانو تر منځ اندیښنې رامنځ ته کړي او وایې، دا چې په هیواد کې د یوي خوا امنیتې حالات ترینګلې دي او د بلې خوا نه کافې وخت شته او نه ولس دې ته ذهنآ چمتو دي چې د دویم پړاو په ټاکنو کې دې په خوشاله زړه ګډون وکړي، نو دا ویره او انديښنه شته چې د دویم پړاو ټاکنې به ټکنۍ او نیمګړې پای ته ورسیږې او په دې توګه به په هیواد کې د سیاسې نظام تشه رامنځ ته شې.
دغه راز ډیر وګړې په دې اند دي چې په هیواد کې د روانو امنیتې او سیاسیې ستونزو له کبله باید د زمری د ۲۹مې نیټې ټولټاکنو پر ځاې یوه عنعنوي لویه جرګه راغوښتل شوي وای چې د هیواد لپاره یې یوه لنډ مهاله سیاسې اداره د ټولو مرورو او پخلا افغانانو په ګډون جوړه کړې وای، او په هیواد کې د بشپړ سیاسې او امنیتې ټیکاو څخه وروسته بیا ټولټاکنې ترسره شوي وای . دغه شان ډیر هیوادوال په دې اند دې چې په هیواد کې روانو امنیتې حالاتو، جګړو او ګډوډۍ زمونږ د هیواد ځوانې دیموکراسۍ ته همدومره اجازه ورکوله چې ټاکنې دې په همدغه شکل چې ومولیدلې تر سره شې، نو له همدې کبله پایلې یې
باید هم په دې شکل د نړیوالو له خوا قبولې شوي وای او د یو ملې حکومت د جوړیدو پر بنسټ کار شوي وای، او که چیرې دا کار د دیموکراسۍ د اصولو خلاف وي نو بیا خو ضرور ده چې ټوله پروسه د سره تکرار شې او ټولو نوماندانو ته د د دویم ځلې نوماندۍ او ټاکنیزو سیالیو مساوي حق ورکول شې، ځکه چې د دویم پړاو ټاکنې د درغلیو له کبله ترسره کیږي نه دا چې د نصاب د نه پوره کېدو له کبله.
اوس نو که وکتل شې د ډیرو افغانانو د ارادې پرخلاف ټاکنې دویم پړاو ته په داسې شکل وځې چې کرزې صیب د پښتنو د نماینده په توګه او ډاکتر عبدالله عبدالله د تاجکو د نماینده په توګه د بهرنیانو له خوا په افغانانو تپل شوي دي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نورو میشتو قومونو هیڅ یادونه هم نه کیږې. دغه رزا که وکتل شې د پورته ذکر شویو دوو نوماندانو څخه یو یا دواړه یې داسې حرکتونه ترسره کوي چې د دوي د صلاحیتونو او واک څخه پورته وي او پایلې یې هم د هیواد د ملي ګټو سره په ټکر کې واقع کیږي، د بیلګې په توګه ډاکتر عبدالله عبدالله څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د ټاکنو د
ترسره کیدو وړاندې دې څو وزیران او د ټاکنو د خپلواک کمیسون مشر د خپلو دندو څخه ګوښه کړل شې او په عینې حال کې دې په ځنې وزارتونو کې د ده نماینده ګان یا څارونکې په دندو وګمارل شې. دا کار نه یوازي دا چې د افغانستان د اساسې قانون او د ټاکنو د قانون خلاف دی بلکه د افغانانو د ملي ګټو پر ضد هم پاي ته رسیږې. شاید چې دواړه نوماندان د پردیو په لمسون دا ډول حرکتونه تر سره کوي.
دا چې د افغانانو د عنعناتو په پرتله، ناکامه دیموکراتیکو پروسو ته غوره والې ورکول کیږې، دا چې یو یا څو نوماندان د پښتنو او تاجکو د نمایندګانو په توګه پر مونږ تپل کیږې، دا چې په افغانستان کې د نورو میشتو قومونو هیڅ یادونه نه کیږې او دا چې یو یا دواړه نوماندان داسې په خپل سره حرکتونه تر سره کوي چې پایلې یې زمونږ د ملي ګټو سره ټکر کوي، نو دا جوتیږې چې د دویم پړاو ټاکنې د افغانانو د نفاق او ملت ورانولو یوه لویه دسیسه ده چې شاید د مغرضو بهرنیانو له خوا جوړه شوي وي تر څو په افغانستان کې خپلې سیاسې، نظامې او اقتصادې ګټې د افغانانو په بې اتفاقۍ او د افغانستان په بې امنۍ کې لا پسې ټینګې کړي.
د پورتنیو شننو پر بنسټ د ډیرو افغانانو وړاندیز کرزې صیب او ډاکتر عبدالله عبدالله ته دا دی چې دوي دې د بهرنیانو په هڅونه نه غره کیږې، که نه نو داسې به یوازې پریښودل شې لکه د روسانو د ماتې او د جهاد د بریالیتو وروسته چې افغانان یوازي پریښودل شول. دغه راز د نړیوالو څخه زمونږ هیله دا ده چې دوي دې د افغانانو د مجبوریت او ښه نیت څخه ناوړه ګټه نه پورته کوي او په افغانستان کې دې د سیاسې او امنیتې ټیکاو په ټینګښت کې صادقانه هلې ځلې وکړی، دا ځکه چې په افغانستان کې سوله او امنیت نه یوزاې د افغانانو بلکه د سیمې او د نړۍ د نورو هیوادو په ګټه هم دي. په پای کې باید و
وایم چې په افغانستان کې دې نوي سیاسې نظام د تیرو ټاکنو د پایلو پر منلو او یا د عنعنوي لوي جرګې په ترڅ کې جوړ شې، او د مرورو افغانانو په شمول دې ټولو هیوادوالو ته په دې حکومت کې د ښایسته سالارۍ پر بنسټ ځای ورکول شې تر څو په هیواد کې روانو ناخوالو ته د پاي ټکې کیښودل شې، که نه نو افغانستان د یوي لوي بدبختۍ په لور روان دی.
د یوه سوکاله ارامه او پرمختللې افغانستان په لور
محمد فرید شګیوال