هیله کوم، له نن ورځې نه ګیله مکوئ!


پاڅیږئ او هرهغه کار چې د ښه ژوند کولو لپاره لازم دی تر سره یې کړئ.
د ښه ژوند کولو لپاره یوه موثره لاره دا ده، چې د ژوند هغه غلطې پریکړي د له یاده وباسئ او آرام مو چې د ژوند یو له ورکو آړخونو نه دی، د خپل ژوند لپاره یې هدیه وګرځوئ. ددې لپاره چې یو آرامه ژوند ولري، لومړۍ باید ددې په اړه فکر وکړئ، چې څه شې درته زیان رسولي دی. او د هغه د جوړولو لپاره لاس په کار شي.
ژوند د یوه کور په شان دی. چې باید جوړ او وساتئ. خلک له ډیر حقیقتو نه تښیې بي لدې چې هغو ته توجو وکړي. او همداسي په ژوند کې په ناولو لارو تګ ته دوام ورکوې. سر له ننه دا هوډ وکړئ، هغه کارونه چې تاسي ته زیان رسوي، هغه په یوه لیست کې راټول کړئ، او نور هغه کارونه مه تر سره کوئ. او همدارنګه کومي لاښووني چې لاندي یې ذکر شوي دی، تل ورته متوجې ووسئ.
کله چې ښه ساه نه اخلې.
هو، مونږ ټول چې له سهاره تر ماښامه عادي ساه اخلو، خو یوه ځانګړي ډول ساه اخیستل کولاي شي، زمونږ د آرمتیا لامل شې. او له همدا اوس یې تمرین کړئ. داسي ساه واخلئ چې ۵ ثانيۍ وخت ونیسې. او هڅه وکړئ چې خپلي ساه اخیستلو اندازه مو کنترول کړئ. ددې پرځاي چې تاسي کنترول کړي. کله چې په دې ډول ساه اخلي، نو بدن او مغزو ته مو ډیر اکسیجن رسیږي. هر څومره چې اکسیجن مو زیات مغزونو ته ورسیږي، په هماغه اندازه مو انرژي زیاتیږي.
له هغه کار سره چې مینه نلري او داوم ورکوې.
کله په داسې کارونو کې پاتې راځي، چې تاسي غواړي د هري میاشتي په اخر کې یو ښه عاید ولري، خو ولي مو باید خپله خوشحالي په زیان کې واچوي؟ او ددې پر ځاي چې د راتلوونکې لپاره په تشویش کې شي، همدا اوس خوشحاله او آزاد ژوند وکړئ.
کله مو چې خپل وخت ضایع کوي.
دا هڅه مکوئ چې ددي لپاره منتظرشي، تر څو ښه موقې درته برابره شي. او هغه وخت تاسي لاس په کار شې. هرهغه کار مو چې د ژوند ښه کولو لپاره بهتره دي، هماغه کار ترسره کړئ.
کله مو چې له ځانه ساتنه نکوي.
بدن مو د بریاليتوب په لوري یوه وسیله ده. له خپل بدن سره مو ښه رفتار کول، او ښه خواړه خوړل او له یوه ښه او سالم سبک درلودل، په ژوند کې نه یواځي دا چې راتلوونکي مو ډاډمن کوي، بلکی په ځان مو باورهم پیاوړي کوي.
کله مو چې د ژوند په ستونزو ته نه خاندي.
د خپلي خوښي کمدي فیلمونه پیدا کړئ، او کله چې د ورځي په اوږدو کې نا آرامه کېدلي نو دا فیلمونه وګورئ. تر څو مو خپل عادي حالت ته راوګرځي. ډیره خندا کولاي شي په وینه کې مو ډیر اندورفین آزاد کړي. سربیره پر دې د څو دقیقو لپاره آرام او استراحت کول او له ورځنیو مسایلو نه فاصله نیول ستاسو په روحیه کولاي شي مثبت تاثیر وکړي.
کله چې په اوس مهال کې ژوند نه کوي.
کله مو د نا آرامي لامل دا وي، چې تل د تير په اړه فکر کوي، یا هم دا چې د راتلونکي په اړه اندیښمن یاست. په دواړه حالتونو کې مو سوچ کول بي ځایه کار دی. ددې پر ځاي کوم کار چې کوي. د هغه په اړه فکر وکړئ او د ټولو مسایلو په اړه زر قضاوت مکوئ. د بیلګی په ډول د ډوډۍ خوړلو په جریان کې ۵ دقیقي د ډوډۍ د رنګ،بوي،مزي په اړه فکر وکړئ. او بیا هره لمړي ښه په مزه مزه وخورئ. او یا یوه پارک ته چې کور ته مو نږدي وي لاړ شئ او د څو دقیقو لپاره قدم ووهئ.
کله چې څوک نه بښي.
باید ژوند ډیر جدي ونه نيسي. ډیري وخت مو نور ناراحته کړي، او یا هم کله تاسي څوک ناراحته کوي. کینه او بدنیتي مو سترګي ړندوي، او بیا نشي کولاي کوم شیان چې د ژوند حیقيت دی وویني، او یا هم کوم چاته بښنه وکړي.
کله چې له نورو سره مینه نکوي.
هرکله چې یو ځل له چا سره مینه وکړي؛ له نور سره مو مینه کول ددې سبب ګرځي، تر څو تاسي ته د ځان په اړه درته ښه احساس پیدا شي. لکه په عمومي ځایونو کې او یا هم چې کله کومي وداني ته دننه کیږي، او کوم څوک چې ستاسې شا ته روان دی، او یا هم کوم غریب په لاره کې ناست دي، کله یې چې تاسي ته وکتل هغوي ته وخاندي.
کله چي غواړي خلک درنه راضي ووسي.
ممکنه نده، چې ټول خلک له ځانه راضي کړي. دا چې د چا نظر درته مهم دی. یواځې هغه مو له هر څه نه خالي کوي او د تل لپاره مو ناامیده کوي.
کله چې له هر څه نه شکایت کوي.
ژوند له شکایت کولو سره نشې کولای تاسی هیڅ کوم ځای ته هم ورسوي. یواځي مو نااميده او ستړي کوي. کومه انرژۍ چې يه شکایت کولو باندي لګوي، هغه یوه ارزښت لرونکي شي لپاره ولګوي.
کله چې له پښمانۍ او افسوس سره ژوند کوي.
د تیر شوو د بدلون امکان نشته. له هغه نه یوه څه زده کړئ، او وروسته تري تیر شي. ژوند له پښمانۍ او افسوس سره یواځي ستاسي مثبته انرژي اخلي، او کوم امکانات مو چې نوی کار لپاره ځان ته برابر کړي وي، هغه هم له منځه وړي.
کله مو چې د ژوند لپاره ناسم شریک انتخابوي.
هیڅ شي هم بد او ناامیدکوونکي پرته لدي نشته. چې کله غواړي خپل ځان له نورو سره پرتله کړي، مونږ ټول انسانان خاص یو. نو ولي مو ځانونه له نورو سره پرتله کړو؟
کله چې فکر کوي پیسي به درته خوشحالې راوړي.
پیسي آزادي درکولي شي. خو ډیر ساده شی دی چې په ژوند کې مو خوشحالي راوړلي شي. او پیسو ته هم اړتیا نشته دا چې ټوله توجو مو یواځي د شتمن کېدو لپاره اړوي دا به مو ډیر خسته کړي.
کله چې شکر ایستونکي او قدر پېژندونکي نه یې.
شکر ایستل او قدر ورکول یعني کوم څه چې لري، هغه ته ارزښت ورکړئ. او په ارزښت یې ځانونه پوه کړئ. کله مو چې په شتو باندي شکر ګزاره واوسي، نو باطني آرمتیا ته به ورسیږي.
کله چې اړیکو درلودلو کې تېروتنه کوي.
د بدو مګرو درلودل واقعا چې بد دی. او له داسي خلکو سره دوستي کول چې ستاسي شخصي ارزښت ټیټوي داسي اړيکه به مو نابود کړي.
کله چې د څه په اړه تشویش کوي.
کوم څه مو چې په ژوند کې لري، د هغه په اړه فکر وکړئ. دا چې ژوند هیڅکله هم مکمل او ښه ندی، خو بیا هم ښه شیان پکي شته نو ددي شیانو په قدر ځانونه پوه کړئ. او هڅه وکړئ، هغه څه مو چې د ټول ژوند ارزښت نلري ځانونه ورته په تشویش مکوئ.
ژباړه: سلیمي نړيوالimage.jpeg