په روان کال کې د تیل تولیدونکو هېوادونو ته 500 میلیارده ډالر زیان رسيدلی

 
پدې راپور کې راغلي چې د فارس خلیج د همکاریو د شورا شپږ غړي چې کویټ، قطر، عربستان، بحرین، عمان او امارت په کې ګډون لري، اقتصادي وده يې د تېر کال 3.3 سلنې څخه سږ کال 1.8 سلنې ته ښکته شوی دی. همدارنګه ویل کېږي چې په 2016 م کال کې د تیلو د بیو د ټیټوالي له امله د نفتي هېوادونو عایدات له 490 میلیارد ډالرو څخه تر 540 میلیارد ډالرو زیان سره مخامخ شي.
د پیسو نړیوال صندوق د پخواني راپور له مخې چې په 2015 کال په اکتوبر کې خپور شوې وو، ویلي وو چې د منځنۍ ختیځ د تیلو تولیدوونکي هېوادونه د تیلو د بیو د ټیټوالي له امله 360 میلیارد ډالره زیان لیدلی دی، خو نوي څېړني ښيې چې نوموړي هېوادونه د تیلو د بیو د ټیټوالي له وجې 390 ملیارد ډالره زیان لیدلی دی.
په مرکزي اسیا او منځنۍ ختیځ کې د پیسو نړیوال صندوق مدیر مسعود احمد وايي چې د منځنۍ ختیځ هېوادونه د کمو عایداتو له امله د دې هېوادونو بودجه له کسر سره مخ شوې او اقتصادي وده يې له ځوړ حالت په لور روان دی، په ځانګړې ډول عربستان چې اوس هم ډېری عایدات يې تیلو پورې تړلي دي.
ویل کېږي چې تېر کال د سعودي عربستان د عایداتو 72 سلنه د تیلو له صادراتو څخه وو او به سږ کال د 90 میلیارد ډالرو بودجوي کسر ولري او ددې هېواد اقتصادي وده هم 2 سلنه وړاندوینه شوې ده.
په ایران کې د بندیزونو د لرې کېدو څخه وروسته د سوداګرۍ او بهرنۍ پانګوونې پراختیا ددې هېواد اقتصادي وده 4 سلنه وړاندوینه شوې، پداسې حال کې چې تیر کال ددې هېواد اقتصادي وده شاوخوا صفر وه، همدارنګه د وړاندوینې له مخې د ایران اقتصادي وده به راتلوونکی کال 3.7 سلنه وي.