په ماشومانو کې مو په ځان د باوري حس پياوړی کړئ!


په ځان بارو درلودل د انسان په ژوند کې یو له مهمو او اصلي مسایلو څخه دي ، او د ماشومانو په ژوند کې له ځانګړي ارزښت درلودنکې دي. په ماشومانو کې په ځان د باوری حس کولاې شو داسي تعریف کړو: کله چې ماشومان خپل ځانونه وپیژني،او خپلو ځانګړتیاوو ته مثبت یا منفي ارزښت قایل شي، په ټوله که هغه ارزوني چې ماشومان له خپل ځان څخه لري دا د ماشومانو په ځان باور جوړوي.
مهم ټکې دا دي چي مور او پلار د خپلو ماشومانو په ځان د باوری حس د پیاوړتیا کې ډیر زيات مهم رول لوبوي.
د ماشومانوپه ځان د باور د لوړتیا لپاره یو څو ساده لاري.
۱ – په نرمه او مهرباني ورسره چلند وکړئ، او له خپل ماشوم سره مینه وکرئ، او باید ستاسو مینه مو له ماشومانو سره په سطحي ډول څرګنده نشي.
۲ – د خپل ماشوم احساساتو او نظرونو ته ارزښت ورکړئ: کله چې د خپل ماشوم خوشحالیو او خپګان ته نه متوجې کیږي، او کوم غبرګون نه ښیې، د هغه احساسات جدی نه نیسي، او د هغه په باره که ځانونه بې توجو کوې. لدې سره به مو د خپل ماشوم په ځان باور له منځه یوسې، او که ستاسې ماشوم د څه په اړه غواړي نظر ورکړې د هغه خبرو ته غوږ ونيسئ.
۳ – خپل ماشوم ته احترام ولرئ، پدې معنا چې خپل ماشوم ته مو ارزښت ورکړئ. او هغه ته په ستایل شوو الفاظو غږ وکړئ.
۴ – هیڅکله هم ددې کوشش مه کوئ چې ماشوم مو ورټې او پرې ملنډې ووهې، او همدارنګه هیچا ته هم ددې اجازه مه ورکوئ چې ماشوم مو ورټې او یاهم پرې ملنډې ووهې حتا داسې جملې چې(ته لا ماشوم یې) هم کولاې شې ستاسې د ماشوم د رټلو سبب وګرځې.
۵ – د ماشوم مو له حده ډیر مه ملاتړي کیږئ، که مو د ماشوم له حده زیات ملاتړې شې شاید داسې احساس وکړې چې دې ډیرکمزوري دې، هڅه وکړئ چې د هغه هر څه په هغه پوري وتړئ.
۶ – ماشوم مو له نورو سره مه پرتله کوئ. حتا ماشومان مو په خپل منځ کې هم مه پرتله کوئ،ځکه دا کار ددې لامل کیږې چې ماشومان مو په ځان بارو له لاسه ورکړي.
۷ – د ماشوم خبرو ته مو په غور سره توجو وکړئ، او د هغه پوښتنې ځواب کړئ دا کار دوې ته د ځان ارزښت ډیروې.
۸ – له فزیکی تهدید او سزا ورکولو نه ډډه وکړئ، په سزا ورکولو،وهلو،تهدیدولواو نوری لاري ددې سبب ګرځي چې ستاسو ماشوم مو په خپل ځان باور له لاسه ورکړي. او همدارنګه هیڅکله مو ماشوم په تو تو او داسې نورو نا معلومو شیانو مه ډاروئ.
۹ – هڅول،ستاینه او انعام ورکول هیڅکله هم له یاده مه باسئ، هڅه وکړئ کله مو چې ماشوم یو ښه کار تر سره کړ هغه وستایئ او بیا یې هم د داسې کار لپاره وهڅوئ او که کولاي شئ هغه ته انعام ورکړئ.
۱۰- له ډیر نصیحت او لاري ښودلو نه ډډه وکړئ، او هیڅکله هم خپل نظرونه په خپلو ماشومانو باندې مه تحملوئ،ځکه چې دا کار مو د ماشوم په ځان باور کموې.
۱۲ – د خپل ماشوم وړتیاوو ته ارزښت ورکړئ، او د وړتیا د روزلو لپاره یې هڅه وکړئ.
۱۳ – نظم مو د ماشوم عادت وګرځئ، او حوصله یې د احتمالې ناکامیو لپاره قوي کړئ.
۱۴ – د خپل ماشوم لوبو او مناسبو تفریح ګانو ته ارزښت ورکړئ.
۱۵ – خامخا مو د ماشوم پیاوړي نقطې ور په ګوته کړئ، د بیلګې په توګه که کومه خاصه وړتيا لري د هغه دا وړتیا وستایئ، هغه هم په یو مجلس کې د ماشوم کمزوي نقطې یې په داسې توګه مه ورته ووایئ چې د په ځان بارو ته ضرر ورسیږي، او کوشش وکړئ کمزوي نقطې یې پیدا کړئ او د حل لاره ورته پیدا کړئ.
۱۶ – د ماشوم لپاره ښه مثال و اوسئ، مور او پلار د ماشوم په ځان د بارو لپاره باید ښه مثال د هغه لپاره واوسې.

ژباړه: شبیراحمد سلیمي نړیوال