و ویریږی د تاریخ له قضاوت
بس دی پریږدی افغانانو عداوت
*
یو مسبوط ملت صاحب د اوږد تاریخ
د میړانی ستوری لوړ تر مریخ
د انگریز د ا ستعمار ځنځیر شکن
په میړانه تل سا تلی خپل وطن
چا چی هیله دیرغل په افغان کړی
په جگړه کی شرمنده له میدان تللی
هره لویشته ددی خاوری دی سنگر
هیڅ بری نه دی موندلی یر غلگر
په وحدت د افغانان غلیم ډار شوی
د نفاق تخمونه تل په مینځ کرلی
وگوری د خپل نیکونو لوړ همت
وویریږی د تاریخ له قضاوت
**
سر کړی خلاص وگوری یو ځل جهان ته
لږ شی ځیرد خپلو خلکو سخت گذران ته
ملتونه په وروری ټول کوی ژوند
له خپل ژوند او له روزگار اخلی ډیرخوند
نه د چا د بل چا سره څه کار دی
نه هم څوک د خپلو خلکو په ازار دی
نه په دین او آیین د چا غرض دی
نه په هغو کی اصلاً دا مرض دی
خپله خاوری ورته ډیر ډیر گران دی
نر او ښځه د قانون په مخ یکسان دی
مگر مونږ کی را شنه کیږی حسادت
و ویریږی د تاریخ له قضاوت
**
نه څوک ځی دخپل غلیم تر شا پټیږی
نه هم څوک د بیگانه په کور او سیږی
د سواد او د علم دی ټول تیږی
بی سوا د ښکاری ټولنه کی وږی
بی سواد زمونږ وطن کی قوماندان دی
دعرب او د پنجاب تل په فرمان دی
له نیستی نه پرون وږی ټولول
د جهاد په وخت تل لاری شکول
په راکټ سره کورونه تل ویشتل
نر او ښځی بی حسابه تل وژل
ځان مو وښوروی وکړی لږ جر,ت
و ویریږی د تاریخ له قضاوت
**
اوس هغه قوماندان غټ وزیر دی
د عزت او دبدبی لوی امیر دی
قوماندان صیب هم ملا هم مولانادی
ټول کارونه دهغی په امنا دی
خلک پورته کتی نشی له ډاره
مجاهد صیب دی اوس کامل اختیاره
اوس ډالر یی په جیبو کی نه ځایږی
په ویسکی شراب خمار یی نه ماتیږی
دهغه په نظر ټول مونږ کافران یو
چی عزت یی نه ساتو ملحدان یو
د مشران او د پوهان ورک شو حرمت
و ویریږی د تاریخ له قضاوت
**
خپل صفونه سره ټول آ را سته کړی
د وحدت په زیور ځان ښایسته کړی
دا وطن دتا سو ټولو افغانان دی
له اټکه تر آمو دا وطن دځمریان دی
له ټوک خور، عرب پرستو ځان آزاد کړی
د پلرونو او نیکونو روح مو شاډ کړی
تر بگنی او ځانځانی نه لاس په سر شی
یو دبل سره خواږه شاد او شکر شی
را نسکور کړی واکداری د ټوک خورانو
ددی غلو ،او ږیره ور پرو فیسرانو
را ژوندی کړی افغانی شان او شوکت
و ویریږی د تاریخ له قضاوت
************
پوهندوی دوکتور سید حسام )مل(
اوگست کال دوه زره اوه )جرمنی(
وروستي