
خان زمان کاکړ (قلعه سېف الله)
له دې سره يې زموږ کار نشته چې پاکستان د اسلام کلا ده او که د کفر خو دومره وينو چې نن د عقيدوي خرمستيو يو ښه تود ډګر دی. د انسانيت د وينو په ډکو مستانه جامونو کي خپل حيواني جبلي کېف سړول يې د رياستي مزاج يوه په زړه پورې مشغله او مېله ده. څومره چې يې لکه د منټو په افسانو کي لوڅ لغړ وينو، هم هغومره لوڅ لغړ راپاتې دی. دوی راته وايي حب الوطني ده، اخلاقيات دي او تهذيب دی. پر لغړتوبونو به خبره نه کوو، خو په قول د کرشن چندر " دا جابر او جنوني نظامونه کوم اخلاقيات او تهذيب نه لري". د پاکستان اخلاقيات او تهذيب خو له شپېتو کلونو د سياست او استخباراتو په شريکه فاحشه خانه کې لکه د اجتماعي زنا بالجبر د عصمتونو تار تار وينو. موږ خو هغه د منټو خبره څه خياطان نه يو، چې لوڅو ته به جامې اغوندو او بيا چې څوک جامو اغوستلو ته تيار هم نه وي. موږ به ورپسې د کوم ناپ جامې ګرځو، کوم اسلام، اخلاقيات او حب الوطني به ورسره پالو؟ دوی دا ټول څه دڅو ډالرونو په عوض خرڅ کړي دي، د خپلو خیرنو هوسونو په ناولو دسمالونو کې يې نورو ته ډالۍ کړي دي او په لويو پګړيو کې يې د نورو فېصلې پېچلي عوامو ته راوړي دي. د يو امريکني وکیل خبره "پاکستان د ډالرو په بدل خپله مور هم خرڅوي" او سیف الرحمان سلیم وايي
چې تبلیغ يې د کفارو په خوله کېږي
یم حېران چې دا لا څرنګه اسلام دی
د ايوب خان په ډایري کې ليکلي دي " په نوره نړۍ خو نه یم خبر خو د پاکستان واکمنان داسې درندې دي چې د خپلو عوامو وينه څښي". خپل اقتباس يې د ځان په لمن پورې هم غوټه، لاکن رښتيا وايي د بنګاليانو په وينه يې لږ شخوند ووهلو. اخر يې د دو قامونو نظریه تر قربان کړه او په ټیټو سترګو ترې راروان شول. بهټو صاحب وويل "زه مي د خدای شکر ادا کوم چې پاکستان بچ شو او دا نوی پاکستان دی". او ولي خان وويل "منګی مات شو". په نوي پاکستان کې بهټو د خلکو واک ورمسخره کړ، د فوځ او استخباراتو په غوړمالي کې غرق څوک وو، پښتانه قام پرستان يې په اوږدو اذيتونو کې ښکېل وساتل، بلوڅانو ته يې فوځ کشۍ ور پيرزو کړې. وايي په خپله اناپرستي کې ورک بهټو به د لوړ پوړو چارواکو په بېډ رومز کې د جنسي سرګرميو احوال د استخباراتو په واسطه نيوو.
انسانيت چې نن په کومو لويو الميو کې غرق پروت دی، شمله يې د جبر او جنون د سرچېنې ضياءالحق پر سر هسکه وينو. په وروست او چېنجن امريت کې د عقېدو چوربازاري، د مهاجر او انصار د رشتې په تار د پېيلو ایمانونو نيلام، راشن، وسله او وسايل........ د اجرتي قاتل بې شرمانه رول........ د اختر عبدالرحمان خبره (kabul must burn) .... او کابل وسوځېدو..............!!!
نور نو په راورستو کې په اسلام اباد او پېښور کې د تنظيمونو کلوننګ، د جهاد او فساد بزکشي! خيرن بدنونه په سپينو جامو کې پټ ګرځول او شعار ورکول، روس دی، فحاشي ده، " ټول خلقيان دي، پرچميان دي، کافران دي". شپون صاحب چې نن هم په پخواني جهادي کېف کې شي، هم دا فحاشي ورياده شي. خو حقیقت مي د جهاني په "حيات اباد" پورې غوټه دی. د جهاد ټول تاریخ حيات اباد حيات اباد دی، د شهوتونو اوجړي کېمپ دی.
او بيا "وې به ملاجان چې زه ورځمه کابل جان ګټم" او "زما باور به نه راته". خو له ملحدانو نه د شریعت او قران د ګټلو ، د خپلو زيارتونو، جوماتونو او امامانو د ګټلو علمبردار مُلا چې واکمن شو. اوس" راشه مُلا وګوه". "اوس مُلا حاکم شو سرغنه د جلادانو شو". خو بيا هم د هديرو غوندي امن خو يې تامين کړی وو، ددې قصيدې خو به نو د پاکستان په مېډيا کې له رحيم الله يوسفزي نه تر حامد مير پورې هره شېبه اورو. کرنل امام وايي "طالبانو ته څوک هم شکست نه شي ورکولی. دا د افغانستان تر ټولو معقول خلک دي".
د کرنل امام په خبره کې شک نشته. اولسونه په الميو لړل، مکتبونه او کتابتونونه سوځول، د نجونو پر مخونو تېزاب پاشل او ................. که معقوليت نه وي، بيا معقوليت وايي څه ته؟ معقول خلک معقول خلک يادوي او هم يې نازوي. "د ګلونو قدر چا زده؟" ما غوندې غير معقولو خلکو ته په دې اړوند د بحث پر مهال ډېرو لويو دانشورانو ويلي دي "مېښه د ګلو په بوی څه پوهېږي؟".
زموږ غير معقوليت ته يوازې د کرنل امام د معقول مکتب test tube babies ګوته نه څنډي بلکې خپل مي، د څنګل مي هم چې کله رښتيا ته سره رسو، وايي "دا خو دي جانانه وړه خوله لویه خبره ده". ګويا زموږ وړې خولې يوازې قصيدو ته پېدا دي. "خړه دي لونګۍ شمله دي لا مزه کوينه". د تنقيد جرات ګناه کبيره او څه لا ورباندې زيات!! د منبر او محراب پر مقتدر مسخره هم کفر ځکه چې " کله کله مسخره د ايمان زيان شي" او پر يارانو مي تنقيد د پنجاب دوستۍ مترادف عمل دی. که څه هم اتحادونه دوی ورسره کوي او د پارليمان تقاضې هم دوی ورسره پالي. دا مي د تاریخ نازولې ادا ده، چې د پښتنو مذهبي انتهاءپسندي او قامي انتهاپسندي دي په يوه تله تول شي.
د انتهاپسنديو په زندان کې بنديوان خلک يو، د دليل او منطق نېستي راپکې غوړېدلې ده، د ټوپکسالارۍ او ډنډه مارۍ نفسيات واکمن دي،تاریخي حقایقو ته نه شو ټينګېدای، له هندارو زښت وېریږو، په يوه بهرنۍ لنډه کیسه کې مي لوستي وو، يوې خيرنې شهزادګۍ په ټول هيواد کې فرمان جاري کړی وو، چې ټولې هنداري به ماتېږي، څوک به هم هندارې نه ګرځوي، ښکلي خلک که زما بدرنګي په سترګو ويني، خو خپله ښکلا هم چې په هنداره کې ونه ويني، نو د ښکلا او بدرنګۍ توپير نه شي کولی. دا خام خيالي او خرتوبي نن راپکې دود ده.
د کرنل امام معقول خلک له يوې مودې په سوات، بونير، دير او وزيرستان کې د "معقوليت" په خورلو بوخت دي. معايدې وي، اپرېشن وي، په خپل وطن کې جنګ راپه سر وي، په خپل وطن کې مهاجرت وي، خېمه بستي وي، د دنيا په وړاندي غوړېدلې د سوال ځولۍ وي، خيرات او راشن وي، الخدمت او الملت خيراتي تنظيمونه وي. هر خېرات د اجرت په نيت وي، هره همدردي چاکري وي. پاکستان وايي ترهګر ختمو، ډالر غواړو او په لږ تنخوا ډېر کار نه کوو. اوباما ښه واکمن دی خو د بلېنک چيک نه ورکولو ناز يې نه منو. البته ډرونز يې منو. د ډالرو په عوض هر څه کولی شو او خپل هر محترم ته ويلی شو"ته نور زموږ لپاره محترم نه يې". مشرف په خپل کتاب کې ليکلي دي، چې د سرونو خرڅولو راته ډېر ډالر راکړل. هغه يو بهرنی متل دی "ډېر خلک د يوه هډوکي لپاره له ځانه سپي جوړوي". دلته خو دا لوبه په سګوانانو بدله شوه. د پرون مجاهد د نن ترهګر........ " يه سب تمهارا کرم هی آقا"!
په افغانستان کې چې مجاهد بمقابله مجاهد کومې الميې راپيرزو کړې، د هغو تکرار نن په مستعمره پښتونخوا کې د طالب بمقابله طالب په شکل راڅرګندېږي."موزیګي بله توره وکړه". ولي خان د روسي فوځونو د وتلو پس رښتيا ويلي وو"اصل جهاد خو به هغه وخت پېل شي چې مُلا د مُلا په ضد ټوپک راواخلي". نن اصل جهاد دوام لري، د يو او بل په ضد د لښکرونو او تنظيمونو پټ پټونی دی. د پښتنو قامي مسئلې او قامي سوالونه په خپل پس منظر کې داسې ارام پراته دي لکه د ملنګ جان پښتونستان!!
په څنګ کې مي مېشت بلوڅ ازادي اخلي، موږ له نادرا نه شناختي کارډونه غواړو، د اخبارونو جهازونه جوړو، په خپله خيالي، ماشومه او جنتي دنياګۍ کې کور کورکې جوړو او بيا يې پخپله ورانوو.
مُلا ته په کورېج مي تاریخ په شا ستنېږي، د جمود او جنون په خوا مو مخه ده. د ژوند ټولې څانګې مي د تهيوکرېټک سماج په فېصله دي.
د پروفېسر راز په ناول " عاشو، لمر او باران اوري" کې چې قاري حبيب الله څنګه د خپل ناوليو هوسونو په غشيو ښکار شي. همداسې د هر قاري حبيب الله برخليک ټاکل غواړي. موږ څومره ګل سيمې ددې قاري حبيبانو صاحبانو د فراډي هوسونو شومه کړې. فکر کوم، که په دې خوړجن او خيرن تهيوکرېټک سماج کې مصطفیٰ کمال اتاترک غوندي خلک نه لرو، نو دې قاري حبيبانو صاحبانو ته يوه عاشو خو بايد چې ولرو. انتقام اخیستونکې عاشو، د بې کس او اړتيامن انسانيت په درد دردمنه عاشو...................!!!
نور هر چا ته دا اړتيا احساسول غواړي، "چې د وخت د زاهدانو نه جامې ایستل پکار دي". ځکه چې په دې جامو کې يې خيرن او خوړجن بدنونه پټ کړي دي. صاحب شاه صابر د اسلام د سپېڅلتيا مبلیغينو ته ويلي وو چې په کابل کې درنه شته مسلماني مري. په کابل کې مسلماني څه انسانيت ووژل شو. اخر لایق:
چې اور اخستی کابل راياد شي
جهاد مي سترګو کي يو جلاد شي
له هر وېښته مې لمبه جګېږي
تمام وجود مې فرياد فرياد شي
او "کابل يې وران کړ اوس يې بريد په پېښور کړی دی". اوس پېښور مسلمانوي. پېښور هغه وخت هم نه وو مسلمان شوی، چې پر اسمان يې د جهادي تنظيمونو ووه رنګونه لکه د بوډۍ ټال راڅرګند وو. نن خو ځکه مسلمان نه دی، چې سيکولر خلک پکي واکمن دي. زموږ په قاموسونو کي د سيکولرزم مانا "په دين نه ولاړ" ده.
موږ "د دوزخونو په لمبو کي د سوځيدلي جنت" وير هم په سياسي موقع پرستيو او شوکماريو کي پېچلی کړی وو او اوس د جنت (سوات) مرحوم مرثیه هم له زړه نه وايو. پرون د لوی افغانستان مسئله سرتر پایه مذهبي وه، جهاد وو، اسامه زموږ مېلمه وو. پښتانه مېلمه پال وو. نن د جهادي "ملي هندارې" په سرليکنه کي لولو "بن لادن د سعودي سوغات دی چې زموږ غاړې ته رالوېدلی او له لاسه يې ملت پر سره اور اوښتی دی. د افغانستان ربړه مذهبي يا ديني نه ده. ولسمشر کرزی په خپل لاس دې ته د دين رنګ ورکوي".
ددې هر څه سربېره قصاب خانه مي په ګاونډ کي له خپل ټول شان وشوکت سره ودانه ده. " خو دا داسې تماشې دي حراميان به پکي سر خوري". لایق پخوا ويلي ووچې "داخوني پاڅـــــــون دی شونې نه ده چې ملنډه شي" او "مور د پاکستان او د ايران به پکي ټنډه شي". څه فکر کوی، ټنډه نه شوه؟ اوس خو يې دا دي ډېر بچيان زېږولي دي.
په مستعمرې پښتونخوا کي قامي کردار او د قامي تحريک کردار جدي پاملرنه غواړي او دا حقیقت ثابتول غواړي، چې زموږ مسئله له هر پلوه قامي ده، قامي مبارزه غواړي او قامي حل غواړي. که د مريي مريتوب ته چمتو يو، نو بس "خواره دي شي مينځه چې د مينځې جامې مينځي". که قامي کردار پر جدي بنيادونو تر سره شي. نو د تاریخ فېصله مو په حق کي خوندي ده.
دغه شپه به پای شي، راڅرګند به سحرونه شــــي
وچ وطن به شين شي، تور اغزي به سره ګلونه شي
لار بــــه افغاني شي، وطنــــــي به شعارونـــــه شي
خلک به ازاد شي او خپلـــــواکي به ګوندونه شي
دا تور پاکستان به بې منتره بــــــې افسونه شــــي
دين به بــــــې ازاره شي، مُلا به بې جنونــــــــه شي
khanzaman_kakar@yahoo.com