را شی پښتا نه شی


 
ښه شی پښتا نه شی
 
   ګرا نو او زړه ته را نيږدې پښتنو وروڼو !
 
دهر څه نه اول ستا سو دمخه ددی څو ټکو د کښلو ا جا زه غوا ړم .زه پدی پو هيږم چی زموږ په ټو لنه کی ډير زيات بر جسته او هو شيار شخصيتو نه مو جود دی .
خو ننی وضع هر افغان دې ته هڅوي چې چپ پاتې نشي او کم تر کمه د هغو بې عدالتيو په مقا بل کې چې زموږ د اولس سره کيږی خپل غبرګون و ښيي .
زموږ دملت په پاکو احسا سا تو لوبې راوانې وې  او راوا نې دي  او د پای ټکۍ يې هم نه ښکاري.
زمو ږ پر خلکو با ندې هر وخت د بهر څخه ډير مسا يل تحميل شوي او تحميليږي که غواړو اوکه نه غواړو موږ وخت ناوخت د ډيرو مسايلو څخه ملا تړ اعلان کړی .
شخصا زه نن ورځ پدا سې يو ه حالت کې يم چې وايي يوې خوا پړانګ دی بل خوا پاڼ دی
زه ديوه خوستوال (دخوست دا و سيدونکی ) په صفت دکرزي صاحب څحه ددوهم دور په انتحاباتوملاتړ ځانته ښه نه بولم مګر بهر نيانو  زه او زموږ نور ډير پښتانه وروڼه په داسې معما کې اچولي چې مجبور يو دخپل هم ملته کر زي صاحب ملا تړ وکړو او کنه خدای مکړه پښتو به خرابه خرابه کړو .  دډيرو پښتا نو سره به دا سوال پيدا شی چې دا زه ولې د کرزی څخه دومره زړه بده يم زه به دټولو زړه بد ګيو نوم لړ ستا سو دوخت دضا يع په خا طر نه ليکم مګر د نمونی په ډول به يو څه وليکم .
ددعه تير کو چني ا ختر په خاطر دمور او کورنۍ دليدو لپاره ګران هيواد افغا نستان  خوست ته تللی وم د ګردې څيړۍ په بازار کې می دخپل موټر  نوبتي ټايرونه بدلول نو چې داخلک مې په ګردو اود خاورو په دودو کې وليدل او ومې کتل چې په غواږيو موټرو کې مريضان ماشومان او ښځينه ناروغان پراته وو ، چې دکا ڼي زړه دې وي ورته ويلې به شي او وبه ژاړي نو مې د ځان سره وويل چې کا شکې کر زی صا حب يو ځل پدې لار تللی وای پخپل رنجر جيپ موتر کې غواږی موټر هم نه ورته پښنهادوم او که چيرې د صليبي قواو موټر درته مخته که ناروغ د ساه هم ورکړي ددوی نه مخته کيدل جواز نلري اوهم ددوی له برکته د ميرانشاه لار هم دخوستيا نو په مخ بنده ده.
دډير پخوا نه د خوست د نوي هوايي ډګر د جوړيدو بوديجه منظوره شوې ده مګر لا يې دجوړيدو درک نشته . دبلی خوا پدی اخرو کې خوسته ته هغه چار واکي راليږې چې علمي او تجروبوی سويه يې دخوست له ډيرو اسيدو نکو څخه ټيټه وي اود خوست څخه ېې د کا ذينو (قمار ) هټۍ جوړه هر چل ېې سل په سلو کې خپل کيسونه ډکوي او ځی پو ښتنه به ېې يو الله پاک کوي پدې وروستيو ٢٥ کالو کې دحکو مت په لوړو پستونو کې په لسګونو خوستوالو او پکتيا والو کارکولړ پدې کې دمسلکي کادرو نيولي بيا تر پو ها نو او عالمانو پورې شخصيتونه مو جود دي په کلی او کروندو کې په عادی کارونو بوخت  اويا بيکاره دی هره شيبه ېې ژوند او عزت ته خطر مګر کرزی او ياران ېې دامريکايي ساتندويا نو په مينځ کې ارام ژوند کوي زموږ دمشرانو خو تذکرې دکندهار وردګو او پنجشير ندي ځکه دی فقط او فقط رايه ورکړی کنه پښتو او پښتنواله خرا بيږې . ګرانو خوستوالو پکتياوالو لر او برو پښتنو وروڼو دا زما نيوکې وې چې ددې وخت  قدرت او يا حکومت او ياهم کرزي صا حب ته متو جې وې . مګر ننګ غيرت پښتو يوا زی کر زی او يا ننی قدرت ندی بلکې زماد هغې مخکې خبری په دوام نن ېې پدی حالت کې راوستی يو نن به يواز ی او يوازی په مخ ځو او ټولی ګيلی به شاته پريږدو يو ځل بيا د امتحان ځای دی د ډاکټر صاحب نجيب الله دقول په تائيد چې ويل ېې يو کيږو ګنې ورکيږو  په کرزی صا حب هم هزار بار شکر نړيوالو ته بايد جوته شي چې موږ يو اويو ملت يو اودا لاندينی شعر زما خواږو پښتنو ته  ډالی دی
 
خلقي پرچــم ملا شپانه پښتا نه
ولـې يــــو نشو پښتــانه پښتــا نه
 
يو مــــو وطـــــــن يوه مو ژبه يو دين
په څه جدا په څه غــــــــو سه پښتانه
 
ټول د يـــــوه پښتون زامـــن دی ګوری
پکښې پيدا تو ر سپين اوسره پښتانه
 
په ګران وطن کې مرګ اوژوبله کو و
کار نامــــې پاتـــــــې د درنده پښتانه
 
د خوشخالخان بابا دشعر مصری مې
د دستـــار نشول دا پراتــــــه پښتانه
 
دپښتون وروځی او بانه لوګی کړی
کـــــه په روه شول بيا هغـــه پښتا نه
 
په پښتنی   مينه